ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۰۷ ناسته د پياوړي لیکوال ، شاعر او ژورنالیست مصطفی سالک په یاد او شاعرۍ جوړه کړه .
غونډه د ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال د سنبلې په ۱۴ نېټه د جمعې په ورځ د سپین غر هوټل په تالار کې جوړه شوې وه.
ناسته د قاري عبدالله سحر په ښکلي تلاوت سره پيل شوه، بختیار ساحل او حامد غورځنګ د دریځ چارې پر مخ بیولې.
د دې ناستې مشران مېلمانه استاد محمد اصف صمیم ، استاد ډاکټر نورالحبیب نثار، د خوست څخه راغلی مېلمه لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار ، محمود کوچی ، د اطلاعاتو او کلتور ریېس اورنګ صمیم او استاد ببرک میاخېل وو .
د ناستې نمانځل کېدونکي مېلمه مصطفی سالک هم د مشرانو مېلمنو څوکیو ته وغوښتل شو، او د کوربه په څوکۍ ورسره استاد محمد ابراهیم همکار کېناست .
د ولایت مقام په نماینده ګۍ د والي ویاند احمدزیه عبدالزی د مشرانو څوکیو ته مخامخ کیناست .
تر دې وروسته د افغانستان ملي سرود وغږول شو او په احترام يې د ناستې ټول ګډونوال سینه په لاس ودریدل .
د غونډې د پيل وینا ضیاالدین همت مل وکړه ، په لومړیو کې د بهیر په فعالیت وغږیده ، له هدایت الله ظهېر څخه مننه وکړه چې د دې ناستې په برابرولو کي يې مرسته کړې وه ، د سپينغر هوټل له مشر يې هم مننه وکړه چې تالار يې همېشه د دوی په غوښتنې سره د بهیر په واک کې ورکړې.
له ټولو بهیروالو يي هم د زړه له تله مننه وکړه او مصطفی سالک ته يې له د لا بریالیتوب دعا او لا هڅو غوښتنه وکړه .
ورپسې انجینر ستانه میر ظهېر شینواري د سالک پيژند لیک ولوست .
د سالک پېژند ګلوي يې ګډونوالو ته واوروله ،له پېدایښته تر دې دمه يې د هغه په کړنو رڼا واچوله په دي ژوند لیک کي يې د هغه په شاعرۍ او ادبې هڅو هم وغږېده .
د سالک په ژوند جوړ شوې ژوند لیک کې ویل شوې وه چې نوموړي له ۹ ټولګی شاعرې پيل کړه د افغان ادبي بهیر غړی هم پاتې شوې دي د هغه په کورني حالت يي هم خبري وکړې .
نومړي د ژوند لیک په پای کې د سالک سره خپله یو تړلې خاطره کې هم له برخوالو سره شریکه کړه.
اسد الله دانش د مصطفی سالک نوي چاپ شوی کتاب د استاد محمد اصف صمیم په لاس سالک ته ډالۍ کړ او بیا يې په خپل لاس یو کتاب استاد صمیم ته هم ور کړ .
ورپسې اکرام الله اکرام د سالک خپاره شوې کتابونه د تالار ګډونوالو ته ور وپيژندل ، له لومړي کتاب طاوس بڼکه څخه نیولې تر هغه وروستي کتاب غمی په کچکول کي معلومات ورکړل .
هر یو کتاب يې بیل بیل ګډونوالو ته واضح ، د هغې د چاپ ګڼه ، ټوک ، د چاپ کال ، او نور معلومات د ناستو ګډونوالو تر غوږو ورسول.
د طاوس بڼکه، سندریزې چېنې، توري ستوري، پاتې شه باران دي ناول، د اوښکو مسکا، منشور، وحیمه ما از سایه هما بود چي په دري ژبه لیکل شوې کتاب دی او غمی په کچکول د سالک چاپ شوې کتابونه دی .
ورپسي د تکړه انځورګر په لاس د مصطفی سالک جوړ شوې تصویر د ارباب د ګلالیو ماشومانو پلوڅه او سیلاب په لاس سالک ته ډالۍ کړ.
د یوه شرنګیدلي ترنم لپاره لعل وزیر وزیري د دریځ سرته وغوښتل شو .
د مقالو د برخې پیل باز محمد عابد وکړ ، عابد مصطفی سالک ته د افغان ادبي بهیر او څونوري خاطرې ور په زړه کړې او ګډونوال یې پرې وخندول .
استاد ډاکتر نورالحبیب نثار هم د سالک په شاعرۍ خپله لیکلې مقاله ګډونوالو ته واوروله ، د نورالحبیب نثار مقاله په توري ستوري کتاب راټوله وه ، او په مقاله کې يې د سالک بیلابیل صفتونه وکړل .
طاهر ځلاند هم خپله لیکلې مقاله وړاندې کړه ، ده سالک شاعري وستایله او سالک يې په عزل کي د حمزه بابا دغزل لار وې وباله او هغه شاعرې يي له پنده ډکه یاده کړه .
د ناستو کسانو د لا ښې ملتیا په موخه د یوه خواږه ترنم لپاره جعفر الماس دریځ ته ولاړ او د مصطفی سالک یو ښکلې نظم :
جلۍ د خدای او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تیږه کیږده
د خپل له خوږو سره یو ځای په برخوالو پېرزو کړ.
استاد محمد داود وفا هم مقاله ولوسته او د سالک په اړه يې د خپلو ملګرو نظرونه هم وویل د سالک په شاعرۍ يې هم اوږدې خو خوږې خبرې وکړې .
استاد محمد ابراهیم همکار د سالک د پوهنتون ټولګیول پاتې شوی دی، هغه سره يې د پوهنتون د وخت ځينې تړلې خاطرې ګډونوالو سره شریکې کړې او سالک يې د پښتو ژبي پیاوړی لیکوال، شاعر او نقاد یاد کړ.
عزت الله ځواب هم د مصطفی سالک په باره کي چوپ پاتې نه شو او د هغه د شاعرۍ تر څنګ د هغه په شخصیت هم وغږیده .
خیرالله صادق بیا ګډوانوال د خپل خواږه ترنم په ټال کي وزنګول او د ناستې په نیمايې کې يې ناستو کسانو ته نوي ساه ورکړه .
ښه لیکوال او ژورنالیست محمد نعمان دوست د سالک په ادبي او هنري ژوند وګړیدو او هغه يې د پښتو ادب یو سرلاری او مخکښ یاد کړ.
دوست له ختیځ ادبي بهیر له ملګرو هم مننه وکړه چې د یو حقدار او وړ لیکوال د نمانځنې په موخه یې دومره درنه غونډه رابللې ده.
له خوسته راغلي مېلمه لیکوال او شاعر استاد زاهد شاه انګار د مصطفی سالک له ستاینې ډکې خبرې وکړې او تر څنګ يې د ختیځ ادبي بهیر د فعالیتونو هم وستایل او د نورو لا بریاوو او هڅو غوښتنه يې ورته وکړه.
د ښاغلي انګار تر وینا ورسته د مقالو او خبرو برخه پای ته ورسېده او مصطفی سالک د دریځ سرته وغوښتل شو .
سالک له ختیځ ادبي بهیر څخه د مننې ترڅنګ له راغلو مشرانو، استادانو او ټولو برخوالو د زړه له تله مننه وکړه، چې د هغه په ویاړ جوړې شوې غونډې ته راغلي، دده د ادبي او هنري پنځونو په اړه يې خبرې وکړې او تیرې خاطرې یې ور په زړه کړې .
سالک په په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د ویناولو له خبرو په دې پوه شو چې دده اصلي کار او دنده ادبي او هنري پنځونې دي، هغه له برخوالو سره ژمنه وکړه، چې له دې ورسته به خپلو دې کارونه ته لامخه کوي او په دې برخه کې به نه ستړیکېدونکی کار کوي. نوموړي د ادب برخه کي د ځینو مشرانو د هلو ځلو او د هغوي د ادبې کارنامو ستاینه وکړه .
د بیلګې په توګه يې : استاد محمد اصف صمیم ، مجاور احمد زیار ، او استاد ناګار یاد کړل .
په بیلګه کې یې د استاد ناګار د شعر او ادبي کارنامو ډیره ستاینه وکړه ، له ټولو راغلو ګډونوالو يې هم ډیر مننه وکړه چې تر پایه يې په ناسته کې ځان ورسره شریک وباله .
له اسدالله دانش څخه يې هم مننه وکړه چي د ده تر دې دمه ټوله شاعري ( کلیات ) يې چاپ کړي او ورته يې د ډالۍ په توګه ورکړ .
د مصطفی سالک وروسته له یاده وتلي ځوان لیکوال نصرت ارمان ته د مقالې لوستلو وخت ورکړل شو ، ده د سالک په طاوس بڼکه کتاب باندي خپله مقاله راټوله کړې وه ، او د سالک په شاعرۍ يې هم خپل نظر له ګډونوالو سره په مقالیزه بڼه شریک کړ.
د وخت د کموالي له امله د ځینو لیکوالانو مقالې لکه د عبدالله پیکار، پير محمد کاروان، داکټر محمد حنیف حیران او یو شمیر نورو نالوستې پاتې شوې .
د ناستې د ارزونې له پاره د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریېس اورنګ صمیم را وغوښتل شو .
په پيل کې يې د ختیځ ادبي بهیر له دې ادبي نوښت څخه ډیره مننه وکړه ، ورپسي د مصطفی سالک په شخصیت ، شاعرۍ او ژوند هم وغږیده ، نوموړی يې د پښتو او دري ادب سره یو بلد کس یاد کړ او ویل يې چې په دواړو ژبو پوره لاس بری دی.
د هغه شوې کړني يې هم وستایلې ، صمیم وویل چې په ناسته کې د سالک په ژورنالیسیک اړخ کمې خبرې وشوې .
په پای کې يي د ټولو تخلېقاتو او شوو کړنو مبارکې وویله او دختیځ ادبي بهیر ستاینه يې وکړه .
ناسته د اورنګ صمیم په دعایه سره د ماښام په ۶:۰۰ بجو په داسې مهال پای ته ورسېده چې ګډونوالو د حمدالله ارباب په لاس د جوړ شوې انځوریز نندارتون ننداره کوله .