د نیکمرغه کوچني اختر  په دوهمه ورځ ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ناسته چې اختریزې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه وکړه.

دغه اختریزه مشاعره د روان ۱۳۹۲ کال د ( زمري ) میاشتې په ( ۱۷ ) مه د  جلال اباد ښار د میدیوتیک په انګړ کې تر سره شوه. مېلمانه يې د هیواد ځوان او نوښتګر شاعر جلال امرخېل ، لیکوال او شاعر عماالدین دوران وو او کوربه توب يې ډاکتر حیروالله خیال کاوه.

مشاعره، ماسپېښن درې بجې د احمد بختیار ساحل او ایمل مړوند پر ویاندوۍ پیل شو. محمود خزان د قران پاک څو مبارک ایاتون تلاوت کړل او د ناستې پرانیسته يې وکړه.

عزت الله ځواب راغلو میلمنو ته هرکلی ووایه او د بهیر د تېرو فعالیتونو په اړه يې لنډې خبرې وکړې. هغه وویل : (( ختیځ ادبي بهیر تر دا مهال د ګنو سترو او شاندارو غونډو شاهد پاتې شوی او دې لړۍ ته به دوام ورکوي، نوموړي د استاد یار محمد کوچي، استاد ابراهیم همکار او د بهیر د ګڼو نورو هغو لویو غونډو یادونه وکړه، چې ختیځ ادبي بهیر تراوسه پورې ترسره کړي دي.))

ځواب د ختیځ ادبي بهیر د ټاکل شوي مشر ضیاالدین همت مل او ایمل مړوند  کړنې د بهیر په چارو کې د ستاینې وړ وبللې . هغه وویل : (( همت مل د بهیروالو دومره خدمت کوي چې سړی فکر کولو ته اړباسي .کله بهیر والو ته چوکۍ جوړوي، کله اوبه او شربت ورباندې ویشي او اکثره دبهیرکارونه هم ورتر غاړه دي.))

نوموړي همدا راز د ایمل مړوند د ښه او پر وخت ګزارشونو لیکل د بهیر او بیهروالو د ځلیدلو یو ستر لامل یاد کړ.

ورپسې یوه ازاده مشاعره وشوله، چې دغو ښاغلو په کې خپل شعرونه وویل:

جاوید شینا، ساجد سجاد، شیرحسن کمالزی، خیرالله خیال ، محمد اعظم صدیقي، خالدخالق یار،ن هضت شیرزاد، محمد خزان ، الفت پاڅون، عزت الله ځواب ، هجرت الله اختیار، هجرت الله ناصري، امداد الله صادق، ضیاالدین همت مل، بصیراحمد تلاش، احمدجان حقیقت، خالد تسل، محمدنعیم صافی،ا حمد جمال جمال، صیام الدین پسرلی، فهیم رحیمزی، عرفان الله بیدار، جعفر الماس، لعل پاچا ازمون،حضرت یوسف یوسفزی، عمران لمر، فاروق دیدار، نادر دانش، شکر الله پاڅون ، میرویس رحماني، جلال امرخیل، عماد دروان ، یحیی سیمیز، نیاز الدین پاچا، اکمل ظاهر، عبدالبصیر سباوون، رحیم الله همراز، توریال شینورای او محمد کریم باور.

د مشاعري وروسته داستاد هجرت الله اختیار، محمد نادر دانش، محمد اعظم صدیقي، حاجي فضل الرحمن او محمود خزان په لاسونو جلال امرخیل ته  د ختیځ ا بي بهیر لخوانه د اعزاز لونګۍ ورپه سره شوه.

جلال امرخېل ته د بهیروالو لخوا د لونګې تر پرسولو ورسته نوموړي ته د غونډې د ارزولو لپاره دریځ ته بلنه ورکړل شوه هغه وویل : (( زه نن ډېر زیات د خوشالۍ احساس کومه، ځکه چې په داسې یو ښار کې د اختر خوشالي لمانځمه، چې اختر يې پر فاتخو پیل کړی دی او ګنې کورنۍ د غم په تغر ناستې دي .))  هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل : (( بهیروالو نړۍ ته وښوده چې موږ هر وخت مینه غوښتې، مینه غواړو او دمیني پلټنه کوو. ))

که عکس کلیک کړئ سایز یې لوییږي.

نوموړي د بهیر ټولې غونډې له ارزښته ډکې یادې کړې، او د له مشرانو لیکوالو او استادانو يې غوښتنه وکړه، چې غونډه ته راځي او د نویو ځوانانو لپاره لارښونې وکړي.

د جلال امرخېل په وینا له ځينو مشرانو او استادانو يې ګیله داده، چې د غونډې په پای کې ووو خو د شعرونو تر ویلو ورسته تلي دي.

په یاده مشاعره کې د ختیځو ولایتونو د راغلو شاعرانو سربېره د کابل څخه راغلو فرهنګیانو هم برخه اخیستې وه او ماښام تیاره پای ته ورسیدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *