ایمل مړوند- د ختیځ ادبي بهیر په ۱۹۵ مه اونیزه غوڼده کې ایمل مړوند د فیسبوک د سمې او اغېزناکې کارونې په اړه خپله لیکنه ولوستله او په دې اړه يې د بهیر له ملګرو سره ګډ بحث وکړ.
د بهیر دا اونیزه ناسته د ۱۳۹۴ کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د جلال اباد ښارکې د ويښ افغان ښونيز مرکز په انګړ کې کابو سهار ۹ بجې پیل شوه چې تر ۱۲ بجو پورې وغزیدله.
د تېرې ناستې پر ګزارش چې ضمیر احمدي ولوستلو تر بحث وروسته دریځوال ایمل مړوند ته بلنه ورکړه چې د فیسبوک د کارونې په اړه خپله لیکنه او معلومات د ملګرو سره شریک کړي.
مړوند په سرکې د تولنیزو رسنیو د پیداښت او پېژندنې په اړه لنډې خبرې وکړې، په ټولنه کې د ټولنیزو رسنیو د اغېز او ارزښت په اړه وغږیدو اوبیا يې ( فیسبوک څنګه وکارو؟ ) تر سرلیک لاندې خپله لیکنه ولوستله.
مړوند، خپله لیکنه د تولنیزو رسنیو مخکښې شبکې فیسبوک ته ځانګړې کړې وه. په دغه لیکنه مړوند د فیسبوکو مثبت او منفي دواړه اړخونه راخیستي وو.
نوموړي په تفصیل سره د فیسبوک د کارونکو لخوا د فیسبوک په ناسمې کارونې خبرې وکړې، د یو شخص لخوا د فیسبوک د ناسمې کارونې زیانونه يې هغه کس او ټولنې ته واضع کړل او همدارنګه يې د فیسبوک د سمې او اغېزناکې کارونې په لاسته راړونو او ګټو اوږدې خبرې وکړې.
مړوند د خپلو په یواځای کې وویل، فیسبوک یوازې د ساتېرۍ لپاره جوړه شوې شبکه نه ده، بلکې د ټولنیزو بدلونونو په برخه کې پراخه ونډه لري.
د بحث په اوږدو مړوند د بهیروالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل او همدارنګه د بهیروالو ترمنځ په ټولنه کې د تولنیزو رسنیو د سمې کارونې په اړه ګډ بحث او خبرې وشوې.
د ختیځ ادبي بهیرو ملګرو نظر درلودو، چې باید په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی د سمې او مثبتې کارونې لپاره په ګډه کار وشي.
تر بحث وروسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې لسکونو شاعرانو په کې خپل او د نورو شاعرانو غوره شوي شعرونه واورول.