دختیځ ادبی بهیر ملګرو د روان ) ۱۳۹۲) کال د ۳ مې میاشتې په ۱۷ مه
د معمول سره دا اونۍ هم غونډه د جمعې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې محمود
خزان د قران پاک د مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله.دغونډي کوربتوب
درحت ګل سوکال په غاړه و د میلمه په څوکۍ ګران مخمد ګران ناست و. د ویاند
اخمد جمال جمال لخوا قاري عبدالله سهار ته بلنه ورکړل شوه چي دمبارک قران
دایاتونو په لوستلو سره دمرحوم لال محمد روخ ته ددعام مراسم پرځای کړي .
د ټولو ګډونوالو لخوا دمرحوم روخ ته دعا وشوه او بهیر والو د ارشاد رغاند
دکورنۍ سره په دي دروند غم کي ځان شریک وبللو.
ورپسي بازمخمد عابد ادبي درس وړاندې کړ؛ نوموړي د پیرمحمد کاروان د کتاب
چنار خبري کوي نه یو ازاد نظم برخه په برخه ولوستلو اودیاد نظم په هر
اړخیزه معنی یي خبري وکړي.
عابد صیب دنظم اودکاروان صیب په ادبي هنر او کمال وګړیدو نوموړي وویل:
چي کاروان صیب نظمونه داسي انداز کي لیکلي چي لوستونکي په دی مجبوروي چي
بیا بیا یي ولولي په نظمونو کي تسلسل ساتل دکاروان صیب ځانګړی هنر دی چي
خپل نظمونه يي پري لا ښکلي کړي دي.
ورپسي یوه ازاده مشاعره وشوه چي لسګونو شاعرانو پکي خپل شعرونه وویل.
دغونډي ارزونه رحت ګل سوکال وکړه سوکال غونډه ښه وارزوله خو دګوزارش په
وخت نه لیکل يي جدي ستونزه وبلله.
د راتلو نکي اونۍ لپاره الفت پاڅون ژمنه وکړه چي خپل غزل به کره کتني
ته وړاندي کوي غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده.
عرفان الله بیدار