ایمل مړوند –
ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۰۲یمه ناسته د قاری ضیاء الحق په تلاوت سره پیل کړه ، د دریځ چاري الفت (پاڅون ) سره وي .
د ناستي مشر میلمانه د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب ، صابر شینواري او د کوربه په چوکۍ ورسره شفیع الله مصور ناست وو.
دا چې د تیري اونۍ ګزارش محمدزمان سهیل لیکلی وو خو د هغه په نه شتون کې د ایمل مړوند لنډ لیکلی خبر عبدالعزیزشجاع ولوست.
د خبر لوستل د کډونوالو له لوری وستایل شوه،خو خبری پري ډیري ونه شوی او د نور کله په څیر د کره کتنې برخه وه.
په دغه برخه ځوان شاعر ایمیلیار ساجد خپل لیکلی شعر کره کتني ته وړاندي کړ چې مطلع يې داسی وه.
پراته دی په هر لوري ماشومان قطري ، قطری
بي رحمه چا وژلي انسان قطري ، قطري
په لومړي بیت يي استاد محبوب شاه محبوب د خبرو وار خپل کړ هغه وویل چي قطری د نورو ژبو لغات دي که پرځاي ټوټي ټوټی شي نود پښتو خپل لغات به مو کارولي وی.
ډاکټر خیرالله خیال بیا ویلي چی په پښتو کي مونږ د قطري پرځای کطره استمعالولای شو، دوست محمد دوست هم د قطري پر ځاي د کطری استمعالول ښه وباله. نور بیت پر خپل حال پاتی شو.
د غزل لومړی بیت په دي ډول وو.
په زړونو يي د خس قدر ته رحم نشته خدایه
چي وژنی ستا خلق کړي بنده ګان قطري ، قطری
ایمل مړوند وویل چې ښکلی بیت دی خو په ټول غزل کې د هنریت کمبود ته ګوته نیوه،ډاکټر خیرالله خیال دایمل مړوند خبره تائید کړه ،خیال په غزل کې د الفاظو تکرار ته هم شاره وکړه او یادونه يې وکړه چی د وخت په تیریدو سره به د تکرارمخه هم ونیول شي ، محبوب بیا د قدر په ځای د کدر کارول ښه وبلل او وویل چي کدر د پښتو لفظ دی که وکارول شي نو د بیت ښکلا به لاپسي زیاته کړي ، د استاد محبوب په خبره چی قدر او کدر دواړه د اندازي په معنی راځي.
نورو ناستو کسانو بیا د محبوب له دي خبري سره هم نظري نه وه او قدر يي په پښتو کي منلي لغات یاد کړي.
دغه بیت هم بهیروالو په خپل حال پریښودو .
دویم بیت د غزل دا وه .
په پاکه مدرسه کي په قران وه رانسکور
پراته وه و طالیبان لکه عثمان قطری ، قطري .
استاد محبوب د عثمان رض د قطري قطري کیدو خبره نه منله ، تر څنګ يي نورو بهیروالو هم بیلابیل نظرونه وړاندي کړل خو ضیاء الدین همت وویل چي عثمان رض په داسي حال کی شهید شو چی د لاس ګوتي يې پري پر مځکه ولویدلي وو، او د قطري قطری کیدو معني يي له همدي واخیسته.
دوست هم په دغه بیت باندي د خبرو لپاره پاڅیده او ويي ستايي .نورو ملګرو هم د بیت ساتیینه وکړه او په همدي حال پاتی شو .
وار دریم بیت ته ورسیده.
له هغي ورځي وویریږۍ بند مو کړۍ ظلمونه
چې غورځي به دا دنګ ولاړ اسمان قطري ، قطري
په دي بیت هیچا هم څه ونه ویل او ټولو ملګرو خوښ کړ ، خو همت مل په دغه برخه کي د نورو نویو او ځوانو راغلو ګډنوالو وغوښتل چی خپل نظرونه له نورو ملګرو سره شریک کړي .
څلورم بیت په دې توګه وه.
بی قدره کړو هر چا خپلو تاخچو کي غورځولي
ځي خداي له به اسمان ته پاک قران قطري ، قطري
خبري پري همت مل پیل کړی ، او ويي ویل چی د قران کریم بي ځاي غورځیدو او په بي قدره ډول په تاخچو کي خطاکیدل ځکه په دي بیت کی ښه نه دي چي نسبت يي ټولو مسلمانانو ته کړي ، غبدالعزیر شجاع تر د خبرو وار خپل کړ ، هغه ویل چی قران کریم ټولو بی ځایه نه دی اچولي او د همت مل خبری يې تائید اوتر څنګ يي لمړی نم بیتی داسي کړ.
بي قدره ګوره ايښي ځینې خلکو په تاخچو کې
نورو ټولو ناستو کسانو د شجاع خبره تائید کړه ، محبوب شاه محبوب بیا هم وویل په دي بیت کی د قدر په ځاي د کدر کارول وشي خو د ډاکټر خیرالله خیال بیا هم په شعري جملو کي د نورو ژبو څخه پښتو ته راغلي لغاتو کارول چي معنی بدله نه کړي ښه وبلل.
..نوم يې ولیکه….ملاتړ خپله ګوته د نوبت اخیستلو په موخه پورته ملاتړ هم ځان له دغه ډګر سره څه نا څه بلد وښود اود نورو ناستو مشرانو په اجازه يي لمړي نیم بیتي داسي بدل کړ
بی قدره ځينو ځینو په تاخچو کي غورځولي
په دی نیم بیتي کی نورو ملګرو د …..ملاتړ څخه ملاتړ وکړ .
او بیت په دی ډول شو:
بی قدره ځینو ځینو په تاخچو کي غورځولي
ځي خدای له به اسمان ته پاک قران قطري ، قطري .
او تري وروسته پینځم بیت د پاڅون له خولي ملګرو واورید .
وخدایه دا ناترس به وی د کومي زمانی؟
چي باغ کي رژولي دی ګلان قطري ، قطري .
دا بیت بهیروالو وستايي وار مقطع ته ورسید.
ایمله چی مي کوم ښکلي جانان کړو رانه لاړو
ایمله راته هر یو کړو ارمان قطري ، قطري
مړوند پورته شو او وویل چي په دویم نیم بیتی کی سکتګي شته ، او دویم نیم يي داسي وړاندي کړ:
ایمله دلته کړو يي هر ارمان قطري قطری
د ملګرو خوښه نه وه خو له ډیرو بحثونو وروسته معلومه شوه چي د مړوند سر په بیت سم خلاص شوي نه وه او د پوهیدو وروسته دغه بیت هم د ملګرو له خوا پر خپل حال پاتي شو .
له دي وروسته ایملیار ساجد دریځ ته وغوښتل شو ، ساجد له ټولو ناستو ملګرو مننه وکړه چي د ده غلطۍ يي ورپه ګوته کړي او وویل چې هڅه به کوی چې په را تلوونکی کې د ملګرو لارښوونی علمی کړي.
له دي وروسته شریف شاهین د پوښتنی کولو لپاره ګوته پورته کړه ، شاهین په شعر کی د قافيي او ردیف او یو شمیر ردیفونو د جملي سره د سر نه بخلاینې پوښتنه وکړه .
د ځواب لپاره استاد صابر شینواري پورته شو .
شینواري که له یوه طرفه يي په ایملیار ساجد د ژبي تیره ګذارونه وکړل ، په ناستو کسانو يي هم د ژبي توره بنده نه کړه ، شینواري د ساجد پورتنی شعر له هنریت او شعریت بیخی خالي وبوله .
استاد زیاته کړه چي ادب د ژورنالیستانو په لاس کی پرویتی چي دا يي د پښتو ادب سره تر ټولو لوی ظلم یاد کړ.
دوست محمد دوست د صابر شینواري هغه خبري چي ادب د ژورنالیستانو په لاس کی پریوتی مني خو پښتو ژبی ته د ژورنالیستانو له خوا شوی خدمت هم نه هیردونکی ګڼي .
عبدالعزیز شجاع بیا د ایمیل ساجد په شاعرۍ وغږیده او په دی عمر کي يي د ساجد شاعری وستایله هغه هیله وښوده چي په راتلوونکی کي به لاپسي ښه د هنریت ډکه شاعري وکړي .
بحث پسي لا دوام واخیسته
محبوب شاه محبوب هم ساجد شاعري په کم عمر کي ښه یاده کړه ، خیال بیا هغه خبري ته اشاره وکړه چي ادب د ژورنالیستانوپه لاس کي پریوتی او زیاته يي وکړه چي ځینی ادب پال د ژورنالیزم ډګر ته راغلی دي .
تري وروسته د ازادي مشاعري لمنه پرانستل شوه.
ټولو راغلو ګډون والو خپل انتخاب کړي غزلي ولوستلی او په پاي کی د غونډي د ارزونی لپاره استاد محبوب شاه محبوب ته نوبت ورکړل شو
ده په ټوله کې دا ناسته له خونده ډکه او ښه ارزوله ،محبوب زیاته کړه ټولو شاعرانو ښکلی شعرونه په کې ولوستل او ترڅنګ يې د ایملیار ساجده حوصله هم وستایله .
دا غونډه چې نژدي دولس بجې پای ته ورسیده ګزارش يې ابوبکرعلی زی لیکه