شهرت ننګیال

حزب له يوه وخته نوې تجربه پيل کړې … تجربه په تجربه … ناکامي، کاميابي يې نه ګوري، ډوبه بېړۍ ده، بس ځان په تجربو اړ بولي چې بنده پخپل وس پړ دی …

د حزب نوې تجربه پر يوه وخت د بچې او هګۍ اچولو هغه ده … جنګ تو صلح و صلح تو جنګ است، من بقربانت اين چه نيرنګ است …

که د حکمتيار صاحب په اند افغان حکومت ګوډاګی وي، بيا دا بګېل حزبيان چې لکه مچان پر حکومت بوڼيږي او پر دواړو لاسو د مينځې کونه مينځي په کومه خانه کې راځي …؟

بيا هم د حزب دغه سياست يا پاليسي په زړه پورې ده، که څه هم ډېری ورته د نيوکو ګوتې نيسي، خو زما خوښه ده …

بګت سنګ د پيرنګي ښېکلاک پر خلاف، پارلمان کې بې زيانه، بې ضرره چاودنه وکړه چې خپلو غوښتنو ته د پېرنګي سرکار پام راواړوي … خو استعمار څوک په کراره نه پرېږدي، هغه وه چې بګت سنګ يې په توده يا وسله واله مبارزه اړ او بيا غرغره کړ …

له بده بخته دلته هله پاموړ ګرځېدای شې چې يا دې د بل سر مات کړی وي، يا خپل … مانا په عزت او کراره دې څوک نه پرېږدي، که نه کېدای شوای حکمتيار صاحب دا ځل د بل ياخپل سر ماتولو تجربه نه وای تکرار کړې …

د مارچ په څلورمه انجينر قطب الدين هلال له آزاۍ راډيو سره مرکه کې وويل: زه خپله شل پينځه ويشت هيئتو کې کابل ته راغلی يم، او د حزب او حکميتار صاحب شل دېرش طرحې مې راسره راوړې دي …

اوس چې شل پينځه ويشتو هيئتو کې ښاغلی هلال راغلی، شل دېرش طرحې يې ورسره راوړې، ډاکتر غيرت بهير به څو واره راغلی وي، ده به څومره طرحې ورسره راوړې وي …؟ دغسې مولوي جانباز سرفراز، وحيدالله سباوون او دا سلګونه نورو حزبيانو به څومره پلاوو کې، څومره طرحې ورسره را اخيستي وي …؟ د پټې خزانې په خبره له شماره وتلی ګڼوڼ د هغې …

ښاغلي هلال پلاوو او طرحو دواړو کې د شل عدد کارولی – خو چې ورته ګورې د هماغه نولسو بريد کې پاتې دی … نه يې له جګړې شل کړای شوه، نه له سولې، هغه ده چې ټاکنو ته ودريد خو بيا هم له بده بخته پر نولسو کلک سريښ دی …

څومره چې د پلاوو، هيئتونو خبره ده، واقفان حال په دې باور دي چې له غيرت بهير پرته يو هم بېرته نه دی ستون شوی- ګردو کابل کې سياسي پنا اخيستي … هغه دي چې کابينو، پارلمان، ولايتو، معينيتو، سفارتو، رياستو او … کې له ټولو د مخه د حزبيانو څرک لګېدای شي … ځکه خو دا وايه شي چې که څوک له حزب وتلي، حزب نه دی ترې وتلی … چې ځې، ځې ځې ابازو له به راځې …

د هيئتونو او طرحو تر څنګ د حکمتيار صاحب ليکونه هم د يادولو دي … د ارګ يوه وتلي کارپوه په خبره د حکمتيار صاحب په نامه يا دده لخوا دومره اصلي او جعلي ليکونه ارګ ته راوړل شوي چې ولسمشر ته شک پيدا شو، هسې نه حکمتيار صاحب يواځې ليک ته کار ويلی که څنګه …؟ ځکه خو ولسمشر د ده ليکونو ته د زړه او ارګ دروازې پرانيستې، اصلي، جعلي ته يې نه کتل … د ده يواځينۍ موخه او هيله دا وه که حکمتيار صاحب په ليک کښلو بوخت اوسي له جګړو لالهانديو به يې پام په بله وي …

دغسې يو بل شک هغه وخت يقين ته نژدې وبلل شو چې د ارګ يوه مشهور ډبړه مار د حکمتيار صاحب د لاسليکونو توپير ته د ولسمشر پام واړاوه …

ولسمشر چې ليک راوړونکو يا په بله وينا رويبارانو سره د لاسليکونو په اړه خپل شک څرګند کړ … ورته وويل شول : دا حکمتيار صاحب په ولاړه لاسليک کړ … دا يې په منډه کې … دا يې يوه تنګه سمڅه کې … دا يې موټر کې … دا هغه وخت چې سخت بمبار و … ځکه خو ولسمشر سره دا اندېښنه را پورته شوه، هسې نه بله ورځ الوتکه کې د حکمتيار صاحب کوم لاسليک شوی ليک ورته راوړل شي …؟ دغه اندېښنه دومره د ولسمشر پر ذهن خپله منګول خښه کړه چې د هر حزبي په ليدو يې له جوړ پخير د مخه د ليک په پوښتنه ځان اړ ليده ….

ليک ليږل که څه هم نيم ديدن دی، خو جانبي عوارض بلکې خطرات هم لري … وايي يوه سړي خپلې معشوقې ته يوه ورځ تر منځ د ډاک له لارې ليکونه استول … کال نيم وروسته چې ستون شو، يو ځوان يې له معشوقې سره ناست دی … پوښتنه يې وکړه دا څوک دی …؟ معشوقې ورته کړه دا ډاکي ( پوسته رسان) دی – ستا ليکونه دومره وو، چې ورځ تر منځ په راوړلو مې ورسره د اړيکو په جوړېدو مينه پيدا شوه … درې مياشتې مو د واده کيږي … له ارګ سره د حکمتيار صاحب د بې وفا معشوقو نکاح ښايي د همدغو اصلي او جعلي ليکونو له امله وي … چې تر مخ يې د حکومت او نظام هر څه سره لړل شوي دي ..

د ليکونو تراکم او د اصلي او جعلي کره توب ولسمشر اړ کړ، د ليکونو، لاسليکونو د کره کولو لپاره ښاغلی عبدالکريم خرم د خپل دفتر رييس وټاکي، که نه ته ووايه جناب خرم بل څه کمال لري …؟

ما ته چې د ښاغلي خرم د بېلابېلو وختونو، کمالات، صلاحيتونه او فضايل څرګند وو ،له کارپوه سره د ده خبره ونشوای منلی- البته د ليکونو، لاسليکونو په کره کولو کې يې د خدمتونو له وړتيا او اړتيا سترګې نشوای پټېدای …

د کارپوه په وينا دا اوس چې له ارګه د ولسمشر د کوچ کشۍ او صندوقانو کې د کتابو خبره کېده، دا په حقيقت کې د حکمتيار صاحب له ليکونو او طرحو ډک دي، شونې ده اسرارالله مرغلين ته د يوې بلې پروژې په توګه وسپارل شي … دا خورا دروند تحقيق دی … پر دې څېړنه چې دا طرحې وبلل شي که عريضې او غوښتنليکونه … کوم ليک اصلي دی کوم جعلي …؟ لاسليک چېرې او کوم حالت کې شوی … دا خورا فهم او فراست غواړي چې د حکمتيار صاحب موقعيت هم تر څرګندېدای شي … د تجربو لړليک کې يوه هغه له امريکا او امريکا له دښمنانو ( طالبانو) سره پر يوه وخت جګړه ده، خو دا يواځې د حزب تجربه نه ده چې متحده ايالتونو هم پر يوه وخت يوه جغرافيه کې له داعش او بشارالاسد دواړو سره په جګړه کېوتې …

د حزب د تجربو په اړه ښايي ووايو چې دغو تجربو د ولسمشريزه ټاکنو د دريو نوماندانو اعصاب ور خراب کړل … د حزب اسلامي د شوراګانو له لاسه خو زلمی رسول چې بری يې باوري بلل کېده برباد شو … ځکه خو خوراکی له خپلې نازولې پيشو سره له کابله پښې سپکې کړې، بيا يې نه چا درک ولګول شوای ، نه پته …؟

که زلمی رسول ونه موندل شو ، پړه يې د شوراګانو ده، کېدای شي د جناب زلمي رسول پيشو پر دوئ پارچه کټ کړي … جناب قاضي وقاد د ښاغلي رسول د کمپاين پر سټېج لګيا و چې زلمی رسول د بې کوره، بېکاره کانديد دی … نور کانديدان د نورو په تورو ولاړ دي، زلمي رسول د ملت په توره ولاړ دی …

قاضي صاحب دروند شخصيت دی، حيای حضور يې په خوله لاس ايښی و که نه ځانګړي بنډار کې يې د تورې پر ځای بل ټکی ياد کړی و …

د جناب وقاد خبرې همېشه ذوالمعنا را خيژي- مانا د ګرېز لار ځان ته پرانيستې ساتي … که نه د تېرو ولسمشريزه ټاکنو وروستيو شېبو کې به د استاد عبدالستار سيرت له مرستيالۍ نه وای تښتېدلی، لومړيو کې ځکه نه شوای تښتېدای چې د پوهاند سيرت جيبونو د جناب قاضي صاحب پښو ته زولنې غورځولې وې … څرنګه چې تېښته نيمه بهادري ده، د سيرت صاحب د جيبونو په تشولو نور قاضي صاحب د افغانستان په تاريخ کې ځان له دغسې بهادرۍ نشوای بې برخې کولی، هغه و چې بې ځنډه يې دغه مډال په خپله سينه ځوړند کړ …

ذوالمعنا بل ټکی بېکاره دی چې دده په خبره ښاغلی رسول د بې کوره بېکاره کانديد دی – چې د بې روزګاره په مانا هم کېدای شي، خو قاضي صاحب کېدای شي بله مانا يا مطلب پام کې نېولې وي، المعني فې بطن الشاعر …

جناب قاضي صاحب د ښاغلي رسول غوراوی د ملي وحدت لپاره له واجبو پورته فرض پېژندل، اوس د دغو فرضو واجبو په ترک، څرګنده نه ده، د اشرف غني انتخاب په کومه پله ياه خانه کې ګوري …؟ د ارغنديوال صاحب اسلامي حزب د ډاکتر عبدالله تر څنګ دی، بلکې انجينر محمد خان يې لومړی مرستيال دی، دغسې مولوي جانباز سرفراز هم د ګمبيړي غونډه کې له ډاکتر عبدالله سره د حزب ملاتړ اعلان کړ …

د قاضي وقاد په خبره د حزب له شوراګانو سره يو نيم مليو رايې نغدې پرتې دي … دا لکه برای فروخت اعلان داسې و … وحيدالله سباوون وايي د اشرف غني ۲۳ سلنهرايې د حزب دی … د کرزي ۳۹ سلنه د دوئ وې …

لکه ښاغلي سباوون وار له مخه خپل بل جوړ کړی … که د بل خبره وي، بيا خو جنرال دوستم د دوه نيم مليونه رايو ټټر وهي، هسې نه ډاکتر غني ديواليه او وار له مخه ځان پر افلاس خط مجبور وګڼي … پر ما چې ډېری د ډاکتر غني د ملاتړي شک کوي … يو ياد او ښاد شخصيت را ته وويل: يره همدا اشرف غني دی …

–       په څه اشرف غني دی …؟

–       په خندا ( …) ورسره نشته … پام مو دی چې اوس د نوماندانو بری د يو شمېر په نشتون کې کتل کيږي، په داسې حال کې چې خبره ښايي د دې عکس وای .

–       دا دې هېره ده چې حزب او حزبيان هم ورسره نشته … ما ته خو يې د بري راز په همدې کې ښکاري …

–       دا خو دې عجيبه وکړه… له دويم پړاو يوه اوونۍ د مخه يې په ټلېفونه راته کړه : ډاکتر غني ته دې خدای خير پېښوي

–       امين – خو دا دې ونه ويل څنګه …

–       نه ګورې حزبيان ورسره شول … پل يې سپېره دی …

له همدې ځانه د اشرف غني او عبدالله کيسه هغه ټکي ته راغلې چې دوپانزه يک سي ميشه … مغزو يې لکه کار پريښی، نه يې پخپل خير سر خلاصيږي، نه د ملت په ګټه … بله بدمرغي د دوئ د پلويانو د وروڼو ده چې يو يې يوه سره ولاړ دی، بل يې بل سره … چې څوک وروڼه يا ورور لري بس پر دغه ويش ورګډ شوي دي …تر هغې چې محترمو نوماندانو له دغه جنجالو ځانونه نه وي ژغورلي د ټاکنو وړۍ، نشي شړۍ کېدای …

ښه به وي جانکيري، يانکويچ، جيمز فيلډمن او … د عبدالله او غني پر ځای دا سپېره رانيسي چې له لاسه يې يواځې عبدالله او غني نه، بلکې د ټاکنو پروسه سنګک پاتې ده … که ملګري ملتونه مرسته کوي- د اشرف غني او عبدالله د جوړ جاړي پر ځای دې د حزبيانو او وروڼو جوړجاړي ته ورګرځي …

د پاکستانيانو په وينا د حکمتيار صاحب يوه الميه د ا خپل حزبيان دي … چې نه يواځې حزب يې په شاخو کړ، بلکې حکومت او نظام يې هم په څپو کړ… دده لکه خپل حزبيان د غاړې غور شول … په داسې بلا ورسره اوښتی چې نه ترې برائت اعلانولی شي، نه يې خپل بللی شي چې همدا د ده ځواک او قوت هم دی، ضعف او کمزوري هم … خو ( واثمهما اکبر من نفعهما …)

                     ( دويمه الميه بل وخت )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *