هره ورځ نړۍ ته زرګونه انسانان راځي، د ژوندانه بشپړتیایي بهیر بشپړوي ، کوچنيان وي ، ځوانان شي ، د ټولنې پر چارو بوخت شي ، د زمان ګړۍ په تېرېدو وي بېرته مخ په زړښت شي ، بالاخره د تقدیر له پرېکړې سره سم یې نور په دنیا کې ژوند پای ته ورسي او د خاورو ډېرۍ پرې انبار شي .
له ادمه تر دې دمه میلیونونه انسانان دنیا ته راغلي او تللي، نن سبا د نړۍ نور وګړي ، خو پر ځای پرېږده ، د خپل ټبر ، کورنۍ او سیمې خلک يې هم په اړه نه معلومات لري او نه یې پېژني ، خو دنیا ته په راغلو انسانانو کې ځینې داسې انسانان هم تېر شوي ، چې ژوند،عمر ، کړه وړه ، راشه درشه ،ناسته پاسته، عقیده، فکر، تګلوری، لرلید، مبارزه، سیاست ، تعلیم او تربیه ، لنډه دا چې د ژوندانه هر حرکت یې د خپل قام ، ټبر، سیمې او د نړۍ د تاریخ داسې برخه وګرځي، چې سلګونه او زرګونه کلونه وورسته هم په معنوي ډول ژوندي وي او راتلونکو نسلونو ته د خپلواک ژوند تېرولو، مسوولیتونو او د چارو د پرمخ بیولو لپاره د لارښود په توګه کار کوي . د نړۍ پر مخ په بېلابېلو سیمو، بېلابېلو ولسونو، نژادونو او قامونو کې یو نیم داسې د انځرګل پیداشوی وي ، چې د ژوندانه کارنامې یې د نړۍ د تاریخ برخه ګرځېدلې وي .
هو !
د افغان کهول او چاپېریال په غېږ کې لوی شوی او ستر شوی، خان عبدالغفار خان هم په دې سیمه کې همدغه ډول انسان تېر شوی ، چې ژوند ، کړه وړه ، عادات ، عقیده، مبارزه ، فکر او لر لید یې په نړۍ کې د دې سیمې او په ځانګړي ډول د افغان ولس د تاریخ یوه ځلانده او نه هېرېدونکې برخه ګرځېدلې ، چې لسګونه کلونه وروسته له مرګه یې هم د مبارزې او فکر وږمې په لر او بر افغان وطن کې خورې وري دي .
فخر افغان باچاخان په داسې دور ه كښې دې نړۍ ته سترګي وغړولې. چې انګريزانو د خپلو شومو هدفونو دپاره د افغان وطن دو ېشلو وس تر لاسه کړ، باچاخان چې څنګه ځوان شو. د افغان انسان د ښېګړي دپاره ئې د هجرت په غورځنګ كښې برخه واخيسته، کابل ته ئې هجرت وکړ، بېرته پيښور ته ولاړ، د انجمن اصلاحِ افاغنه ډبره ئې کښېښوده، ترڅه کلونو وروسته ئې افغان جرګه جوړه کړه. ورسره سم ئې د پښتون په نوم مجله خپره کړه. او يو کال وروسته ئې د خدائي خدمتګار تحريک بنسټ کښېښود او په دغو ګړنديو ګامونو ئې د افغان ملت د تل پاته مبارزې په لاره كښې يې داسې راڼه او بل مشالونه کښېښودل، چې د تاريخ د يوه اوږده پړاو افغاني بهير يې پر پله ګامونه کښېښودل او نه يواځي دا چي لا کښيېښودل، بلکي باچا خان يې د امام په ارزښت ومانه.
دې مبارز دا ټول کارونه په داسې شرايطو يا چاپېريال كښې ترسره کړل، چې تر ده وړاندې په افغاني ټولنه كښې هيڅ داسې غورځنګ نه تر سترګو کېږي. يوازي او يوازي ديني مدرسې او جوماتونه وو چې د وخت د استعمار پر ضد به تبليغات پکښي کېدل. باچا خان لومړنی سړی دی چې د جومات او هوجرې د تړون له لاري ئې په افغانانو كښې د سياسي شعور د رابر سېره کولو دپاره د نوي پښتون قامي غورځنګ بنسټ کښېښود. باچاخان له تنکۍ ځوانۍ څخه د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې تر خپل ځان غوښتني او ځاني خواهشاتو تير او هر څه يې تر ولس قربان کړل.. د حضرت باچاخان په اړه تر اوسه پورې ډېری کتابونه ليکل شوي او تر چاپه رسېدلي دي. پي ايچ ډي ډګرۍ ورباندي شوي او کېږي. څېړني ورباندي شوي او کېږي. د پښتو ژبي په ملتيا د نړۍ پر مخ تللو ژبو كښې ئې د ډېرو نوموړو ليکوالو او سياست پوهانو پام ځان ته اړولی او په درنښت ئې منونکي دي، خو زۀ دلته درانه فخرافغان باچاخان ځيني ځانګړني (خصوصيات) د فورپيسر صادق ژړک له کتاب ( د فخرافغان ځانګړني) څخه هغه ځانګړني وړاندې کوم چې په برکت ئې باچاخان د ستر انسان نوم ګټلی دی
باچا خان د هيڅ تنظيم مشر پاتي نه شو.
د باچاخان يوه ستر ځانګړنه داده چي دی پرته له خلافت کميټي نه د بل هيڅ تنظيم مشر هم پاتي نه
شو، هغه که انجمن اصلاح افاغنه وه، که افغان جرګه
وه، که د خدايې خدمتګار ګوند و او که پښتون مجله
وه، ددې ټولو بنسټ ده ايښی و خو مشري يې نورو ته ځکه ورکوله چي نوموړي په عمل کولو زيات باور درلود، که څه هم دی به مشر نه و، خو قرباني به يې تر هر چا زياته وه.
يو څه چي يادول يې اړين بولم، هغه دا چي دی ځکه د خلافت د کمېټي مشر پاتي شو چي د خلافت پر کمېټي د دوو ډلو تر منځ شخړه وه، يوې ډلي به ويل چي مشري زما ده او بلي ډلي به ويل چي زما ده، اخير د دواړو ډلو اتفاق پر باچاخان وشو او دی يې مشر وټاکی، باچاخان هم د شخړي د ختميدو په موخه دا مشري ومنله.
په دې اړه د باچاخان په کتاب زما ژوند جد او جهد او د فورپيسر صادق ژړک په کتاب د فخرافغان ځانګړي کي يې ټول تفصيل لوستلی شي، د فخرافغان ځانګړني ۴۷ مخ.
د جومات او حجري تړون!
باچاخان په يو مذهبي ټولني کي هسک شوی وو، هغه تر هر چا دا ښه درک کړي وه چي پرته له رښتنيو ديني عالمانو مو بريا ناشوني ده، نو په همدي موخه چي بريا يې په برخه شي له مولوي عبدالغزيزصاحب، فضل محمد محفي صاحب، مولوي فضل ربي صاحب او مولوي تاج محمد صاحب سره يې ډيري نږدي اړيکي وپاللي، د دوی په مرسته يې له ديوبند مدرسي سره اړيکي پيدا کړي، په هغه وخت کي د ديوبند د دارالعلوم مشر حضرت مولانا محمد حسن صاحب و، چي ده هم د ازادۍ لپاره عملي کار کوی.د مولانا محمد الحسن له لاري يې له مولانا عبيدالله سيندي سره اړيکي پيدا شوي، دغه اړيکي بيا ورو، ورو پسي ټينګېدلي، د همدي اړيکو پر مټ باچاخان به هميشه په جومات کي تر لمانځه وروسته خلکو ته سياسي ويناوي کولي، له جومات سره همدا نږدي اړيکي د باچاخان له ارزښتمنو ځانګړنو څخه دي.
د فخرافغان ځانګړني ۵۳ مخ.
د ازادي مدرسي او مکتبونه جوړول.
باچاخان په ډيرو لږو کلونو کي د انجمن اصلاح افاغنه تر چتر لاندي ۸۷ مدرسي جوړي کړي چي له امله يې په ولس کي يو فکري انقلاب رامنځته کول د باچاخان يو بله ځانګړنه ده.
د فخرافغان ځانګړني ۵۸ مخ.
پښتون مجله.
که څه هم مخکي تر پښتون مجلي په پېښور کي د(افغان) جريدي، سرحد مجلي او نورو مجلو د پښتو برخه درلوده، خو پښتون مجله هغه مجله ده چي په ۱۹۲۸کال کي د باچاخان له لوري راپيل شوه او ټوله په پښتو ژبه خپره شوه.
د يادوني وړ ده چي تر پښتون مجلي وروسته طلوع افغان هغه اخبار دی چي ۱۳۱۱ کال کي ټول په پښتو ژبه خپور شو.
د فخرافغان ځانګړني ۶۳ مخ
د خان عبدالغفارخان لقبونه.
په ټوله بشري جهان او بيا په تيره په افغاني ټولنه کي داسي ډير کسان تير شوي چي تر مرګ وروسته ورته بېلابېل لقبونه ورکول شوي، خو باچاخان له نورو څخه په استثناء هغه څوک دی چي په ژوندوني د باچاخان، فخرافغان، فخر ايشياء، فخرهند، سرحدي ګاندي،سرتور بابا، لوړ بابا او رئيس الاحرار په لقبونو ستايل شوی دی.
په افغاني ټولنه کي په ژوندوني د لقب ورکول کېدو وياړ هم د باچاخان په برخه دی.
فخرافغان ځانګړني ۸۱مخ.
باچا خان د يوه مصلح په حيث.
باچاخان چي کله انجمن اصلاح افاغنه د افغاني ټولني د اصلاح په موخه جوړه کړه، نو د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره يې هر څه لومړی له ځانه راپيل کړه، او بيا به يې نور خلک هم له ناوړه دودونه څخه راګرځول.نوموړي به د خلکو سمونه په ډير ساده او څرګند ډول کوله. باچاخان چي کله کوټي ته تللی و، نو هلته د ارواښاد سرور ياسين زي په کور ميلمه وو، هلته به تقريبا شل کسه ناست وو، شربت يې څښل، يو کس يو ګيلاس څښلي وو، د دوهم ګيلاس هڅه يې کوله چي باچاخان پر ږغ کړي وه، بس دی، شربت سړی دوه ګيلاسه نه څښي، که ډير تږی يې، نو اوبه وڅښه.
دغه ډول هڅه باچاخان په لوی لاس کوله چي ټولنه د اصلاح لوري ته سمه کړي، د باچاخان پر وړاندي به چي هر کار بي ځايه وشو، ده به هغه ګړی ورته وويل چي دا دي غلت کار وکړ.
بل وخت چي بيا باچاخان سوابۍ ته تللی وو، نو هلته د خدايې خدمتګارانو غونډه وه، دا غونډه د کلاباغ ډيم پر خلاف وه، په غونډه کي سليم خان د باچاخان تر وينا مخکي په خپل خبرو کي وويل چي که دا کلا باغ ډيم جوړ شي، دا به د اوبو ډنډ نه بلکي د وينو ډنډ به وي، په دې سره د غوڼډي برخوال ښه جذباتي شوي وه، کله چي سليم خان له باچاخان سره په موټر کي يو ځای کښينستی وو، نو باچاخان ورته ويلي وه چي صدر صاحب ډيري بد رنګي خبري دي وکړي، ته لکه چي زما په پورګرام نه يې پوهه، زه خو د عدم تشدد سړی يم، خپل حق نه پريږدم، خو د نورو انسانانو ويني هم نه بيووم.
داده باچاخان له ځانګړنو څخه يو بله ځانګړنه ده چي هغه به پر هم هغه وخت سم ته سم او غلت ته غلت ويل.
فخرافغان ځانګړني ۸۴ مخ
د باچاخان په غورځنګ کښي د ښځو ارزښت.
باچاخان د ټولني د اصلاح په موخه ښځو ته هم زياته توجو کوله، دی لومړنی کس دی چي په خدايې خدمتګار تحريک کښي يې ښځو ته نه يواځي دا چي خپل حقوق ورپه ګوته کړل بلکي وريې هم کړل.
باچاخان د هلکانو د زده کړي تر څنګ د انجينو زده کړي ته هم زياته پاملرنه کوله، ښځي يې نه يواځي دا چي له زده کړو برخمني کړي بلکي په سياست او فرهنګي ډګر کي يې هم د برخي اخستلو اجازه ورکړه.
نوموړي به هميشه ويل چي ښځه او نارينه د موټر د دوو پايو په شان دي، که د موټر يوه پايه پنچر او بله روغه وي نو موټر سم حرکت نه شي کولای او که يې دواړه پايې روغي وي، نو بيا مشکل نه پيښيږي.
د باچاخان برياليتوب هم په دې کښې وو چي د ښځو روزنه او په ورځني ژوند کښې يې د برخي اخستلو حق ورکړ. يوي خواته يې د ښځو د روزلو له امله په قام کښي سياسي شعور پيدا کړ له بلي خوا ورته د افغانانو په تاريخ کښې د ښځو د روزني ځانګړنه هم په برخه شوه.
د فخرافغان ځانګړني. ۹۹ مخ.
افغاني صنعت ته وده ورکول.
باچاخان په يو زرعتي ټولني کښې چي په هغه کښي يواځي کرهڼه او مالداري دود وه، نوموړي په لومړي ځل د نوي دور سره سم د خلکو پام د صنعت خواته راواړوه، ده تر ټولو مخکي د خپلي سيمي د خامتار ټوکر څخه کالي جوړ کړل او وايې غوستل پټو به يې هم د خامتار څخه جوړ وو او بوټان به يې هم د خپلي سيمي په پښو کول.
خلکو ته د باچاخان دغه کار زيات خوند ورکړ دوی هم د خامتار ټوکر څخه کالي جوړ کړل او د خپلي سيمي بوټان يې په پښو کړل.
کله چي د خامتار ټوکر استعمال زيات شو نو باچاخان له هند څخه د سپنسي جوړولو ماشينان راوړل خپله به يې هم تارونه جوړول او نورو خلکو ته به يې هم ورښودل.
د ماشينانو په راوړلو سره يو خوا د خلکو کار اسانه شو بل خوا خلک له نوي صنعت سره بلد شول.دغه صنعت له پېښور څخه تر بنو وغځيدی، نن هم په هغه سيمه کښي د چارسدي، مردان، پېښور، سوات او بنو، څپلۍ ،خولۍ او ټوکر ډير زيات مشهور دي، په افغاني ټولني کښي صنعت ته د ودي ورکولو وياړ هم د باچاخان په برخه دی.
فخرافغان ځانګړني ۱۰۶مخ.
د خپلي کورنۍ روزنه.
باچاخان له نورو انسانو په استثناء د ټولني د روزلو تر څنګ د خپلي کورنۍ روزلو ته هم پاملرنه کړي او د افغانانو دغه متل يې غلت ثابت کړ چي له بدو نه ښه زيږي او له ښو نه واښه.
باچاخان خپل دري واړه زامن داسي وروزل چي له کبله يې د ځانګړي حيثت څشتنان شول.
خان غني خان يې مشر زوی وو، د درس تر څنګ يې نه يواځي دا چي په سياست کښې پراخه برخه واخيسته بلکي په ادب او هنر کښې یې هم دومره فکري انقلاب راووست چي د ډيرو نورو شاعرانو په شتون کښي هم د افغاني ټولني پام ځان ته راواړه.
خان عبدالولي خان.
عبدالولي خان يې دوهم زوی وو، نوموړي د ژوند په لومړيو کلونوکښي سياست و خواته ډيره زياته پاملرنه وکړه، ده د باچاخان په شتون کښي ددې ملک ټول سياسي مشران او ځوانان راغونډ کړل او په ډير لږ وخت کښي د خپلي پوهي او عمل پر بنسټ په سياست کښي د ځانګړی حېيثت خاوند شو، خان د خپل پلار پر پله روان شو، ده په خپل ژوند کښي هيڅ کله پر اصلو سودا ونه کړه، په سياست کښي د ډير لويو لويو څوکيو وړانديز ورته وشو، خو نوموړي تر دي هر څه د خپل قام خدمت ته ارزشت ورکړ.
خان عبدلولي خان نه يواځي دا چي د سياست د ډکر اتل وو بلکي ليکوالي کي يې هم داسي کتابونه خپاره کړل چي په پاکستان او سيمه کي يې دسياست بنيادونه ولړځول. لومړی کتاب يې (رشتيا رشتيا) دي په پښتو ژبه خپور کړ چي بيا وروسته اردو او انګريزي ژبي ته هم وژباړل شو.نوموړي همدغه لړۍ پسي وغځوله د (باچاخان او خدايې خدمتګاري) په نامه کتاب يې په څلور جلده کښي چاپ کړ.په دې کتاب کښي يې د تيري پيړۍ بشپړ تاريخ رانغښتی او د څيړونکو کار يې اسانه کړی.
ولي خان د تاريخ تر څنګ په پښتو فلکلور کي هم ډير کارکړی د پښتو ټپي په زيات شمير کي راټولي کړي او يو شمير ليکني يې هم په بېلابېلو موضوعاتو خپري شوي دي.
عبدالعلي خان
عبدالعلي خان د باچاخان کشر زوی وو، نوموړي لومړی پخپله ډيري لوړي زده کړي وکړي او بيا يې د علم په ډګر کښي د باچاخان ستر ارمان چي د افغانانو د بچو روزل وو ورپوره کړ.
خان غني خان، خان ولي خان او خان عبدالعلي خان په شان محرو روزل د باچاخان بله ځانګړنه ده.
د رئيس الاحرار جايزه.
د ديوبند مدرسه په ۱۸۸۶ م کال کښي جوړه شوه، ددې مدرسي په برکت په دې سيمه کښي نه يواځي دا چي د دينو زده کړو لپاره زمينه برابره شوه، بلکي د قامونو په ويښتيابه او بيدارۍ کښي يې ځانګړي ونډه واخسته او د هند په ازادي کي يې ښه رول ولوبوی.
کله چي د يادي مدرسي سل کلن جشن وو، په دې سل کلن جشن کښي د نړۍ د کوټ ګوټ عالمانو تر څنګ د پښتنو قامي مشرانو هم ګډون کړی وو، د ديوبند په دي سلمه کليزه کي سل کلنه جایزه چي د رئيس الاحرار. رئيس د مشر په معنا او(حر) ازاد ته ويل کيږي، احرار د حر جمعه دی چي بشپړه معنا يې د ازادو خلکو مشر ته ويل کيږي.
په غونډه کښي د مولانا فضل الرحمن په شتون کښي د رئيس الاحرار جايزه د باچاخان په نوم خان عبدالولي خان ته ورکړه.
ددغي جايزي ورکول، د نړۍ د نورو ستر عالمانو د قربانيو په شتون کښي دا خبره جتوي چي باچاخان د شلمي پيړۍ هغه ستر شخصيت وو چي په سيمه کښي يې سيال نه ليدل کيدی.
د رئيس الاحرار د جايزه مستحق کيدل د باچا خان يوه بله ځانګړنه ده.
فخرافغان ځانګړني ۱۱۸ مخ
باچاخان او زندان.
باچاخان چي کله د خپل قام د ژغورلو په موخه مبارزه پيل کړه، نو انګريزانو لومړی دده پر وړاندي دده کورنۍ ودروله خو کله چي باچاخان له خپلي مبارزي لاس وانخستی نو انګريزانو د خپل پخواني دود له مخي هغه بندي کړ. نوموړي لومړی په ۱۹۱۹ م کال کښي د شپږو مياشتو لپاره بندي شو، د ده ازاديدو سره سم بيا بندي شو، دغه لړۍ د پاکستان تر جوړيدو او بيا د پاکستان تر جوړيدو وروسته هم پسي وغځول شوه.
انګريزانو او پاکستان نه يواځي دا چي باچاخان زنداني کړ بلکي د باچاخان تر څنګ يې په زرګونه نور خدايې خدمتګاران هم زنداني کړل، خو په دي ټولو خدايې خدمتګارانو کښي د باچاخان د زنداني کيدو موده ډيره وه، نوموړي د انګريزانو په زندانو کښي شپاړس کاله او د پاکستان په زندانو کښي اتلس کاله بند تير کړ چي غالبآ باچاخان په ټوله بشري جهان کښي تر ټولو اوږد سياسي قيد تيرونکی او سياسي رهبر دی.
په نړۍ کښي د افريقا سياسي مشر نيلسن منډيلا هغه څوک دی چي ۲۷ کال بند يې تير کړی خو د باچاخان هر دويم او دريم ملګري بيا تر نيلسن منډيلا هم زيات زندان تیر کړی، تر اوسه پوري د نړۍ د اوږد زندان تيرونکي کس ځانګړه هم د باچاخان په برخه شوي ده.
د فخرافغان ځانګړني ۱۲۰مخ
ستا د ښايست ګلونه ډير دي
ځولۍ مي تنګه ده، زه به کم کم ټولومه
د باچاخان ځانګړي ډيري زياتي دي، خو دا يو څو ته يې په داسي حال کي اشاره کوم چي
د دوه زره پنځلسم کال د جنورۍ د مياشتۍ په شلمه نېټه د فخر افغان باچا خان د وفات اوويشت کاله پوره شول. پر همدي نېټه يې اوويشتم تلين ولمانځل شو. باچا خان د خدائي خدمتګارۍ پر اډانه کښي د اولس خدمت شروع کړ. د ۱۹۳۰ کال څخه يې د خدائي خدمتګارانو ګوند د جنوبي ا سيا د ټولو اولسونو د مبارزې سره ملګری کړ. د امن، عدم تشدد، ازادۍ، جمهوريت او انساني حقوقو دغه کاروان په ټوله شلمه پېړۍ کښې د جدوجهد په ازغنه لار خپل مزل روان وساتی او دا دی اوس د يوويشتمې پېړۍ په حالا تو کښې د سيمې د ټولو اولسونو په عامه توګه او افغان اولس په خاصه توګه د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو په لاره راهنمائي کوي.
نن نه اوويشت کاله وړاندې چې کله د باچا خان د وفات خبر خپور شو نو د افغانستان، پاکستان او هندوستان حکومتونو خپل ملي بېرغونه راښکته کړل او د درېو واړو هېوادونو خلکو د نړۍ د نورو ډېرو خلکو سره يو ځای د باچا خان د فکر او مبارزې په وړاندې د احترام پېرزوئنې وړاندې کړې. د احترام دغه اظهار د يوۀ داسې سړي دپاره بې مثاله او عجيبه ؤ چا چې د خپل اوږد ژوند نيم ساعت هم په اقتدار کښې نۀ وه تېره کړی. خو د دې نه هم مهمه خبره دا ده چې په تېرو اوويشت کلونو کښې د باچا خان د فکر او سياسي ورثې اهميت نور هم زيات شوی دی او دادی د ودان افغانستان ارمانجن يې پر پله پل ايږدي، دوی ټوله نړۍ د بشر ګډ کور ګڼي او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوی تر منځ د دوستانه اړېکیو د ټینګښت د پیاوړتیا په لار کې هراړخیز زیار ګالي.
ګوند د شتو وسلو د له منځه وړو غوښتنه را پورته کوي او د وسلو جوړولو پر وړاندې کلک درېږي.
دا د يوويشتمي پيړۍ خدايي خدمتګارن د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو په موخه د تشدد په تورتم کي، په ډيرو سختو حالاتو کښي د عدم تشدد پر انساني اصلو ولاړه مبارزه کوي او د ولس د ذهنونو د روښانه کولو په موخه د ويښتيا او روښناتيا پورګرام د هيواد تر ګوټ، ګوټ پوري رسوي.
دوی په دې لاره کښي هر راز قرباني ته تياردي، پر نورو ټولو پاکو، مخلصو او وطن مينو افغانانو هم د ملاتړ ږغ کوي.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۹) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۸\ ۱۳۹۳