له بلغاریايي نه پښتو ته ژباړه: عثمان رسولي

په کلي کې یو نا علاجه مرض خپریدو- ډیر سخت مرض، داسې مرض چې کلیوال یې کور په کور ځورول او وژل. له کلي نه خوښې او خوشحالې لاړې. د کلیوالو سپینه ورځ  تکه توره شوه. داسې ښکارېده چې لکه چې بدو آرواګانو او بلاګانو ټول کلی برمته کړی وي.

       – هو خدایه، څومره لویه ګناه مو کړې ده، خدایه!

       هر سهارد کلیسا لوی مسي زنګ کړنګیدو، غږ یې په ټول کلي کې خپریدو تر څو ټول کلیوال – واړه او زاړه ، پېغلې او ځوانان د عبادت لپاره کلیسا ته راوبولي. د کلیسا پادري پر له پسې د عیسوي مذهب د عبادت مراسم پر ځای کول. د کلي د واړوکې کلیسا دروازې له سهاره تر ماښامه خلاصې وې. ځوریدلي، کړیدلي او ډاریدلي کلیوال به په ورځ کې څو څو ځله ورتلل. شمعې به یې بلولې، عبادتونه به یې کول او له خپل وس سره سم به یې د زړه له کومې چندې، نذرانې او خیراتونه ورکول. ډیر عبادتونه یې وکړل. ډېرې شمعې یې بلې کړې. ډېر مذهبي مراسم یې پر ځای کړل او د کلیسا پادري ته یې ډېرې شکرانې، نذرانې او خیراتونه ورکړل. خو هیڅ ګټه یې و نه کړه. یاده شوې ناروغي د هـرې ورځې په تیریدو سره لا پسې ډېریده او د قربانیانو شمېر لا پسې زیاتیدو.

       یوه ښوونکي د دې خطرناکې ناروغې په باب له ډېرو فکرونو او سوچونو وروسته یوه ورځ کلیوالو ته وویل چې دا خطرناکه او وژونکي ناروغي د کلیسا د پادري د کور له لښتي نه خپريږي. د پادري د کور مخې ته په میداني کې یوه چینه وه چې اوبه یې له عادي اوبو نه ډېرې خوږې او مزې دارې وې. د چینې اوبه همدلته ډنډ کیدلې او خلکو به په مختلفو لوښو کې د څښاک لپاره کورونو ته وړلې.

       د پادري د کور د نا پاکو اوبو لښتی خامخا په یوه ډول له کومې لارې د چینې له اوبو سره یوځای کیدو او هغه یې مکروبي کولې.

      ښوونکي په رښتیا هم حق درلود، خو دا چې نوموړی ډیر ځوان ؤ چا یې په خبره سر هم نه ګراوه. پدې توګه مرض په کلي کې خپل شتون ته  دوام ورکاوه او ورځ په ورځ نور هم پسې زیاتیدو.

       د کلیسا چاغ پادري چې په …. یې عقیده لرله، د ښوونکي په مقابل کې داسې وویل:

       – دا د خدای قهر دی چې پر تاسو نازل شوی!

       د ښوونکي پرخلاف یې د اوبو پرچینې دیني مراسم اجرا کړل. دم کړې اوبه یې پرې وپاشلې او سپيلني یې پرې لوګی کړل. خو هیڅ کومه ګټه یې و نکړه.

       څوک به چې په مرض اخته شو، په سترګو به یې توره تیاره راغله. سخته سر دردي به ورته پیدا شوه.  اشتها به یې له لاسه ورکړه او د هیڅ شي څکه به یې نه کوله. په پای کې به وچ او ډنګر شو تر څو خپل ځان حق ته وسپاري. پدې توګه ښکلې نېدا او آګلیکا چې د کلي ښایسته پېغلې وې او کلی پرې ښایسته ؤ، دواړه په حق ورسیدې. اېرمینا هم چې ډېره ښکلې پېغله وه او تازه کوژده شوې وه، ځوانیمرګه شوه. ماګدا او یاګودین چې ډیر سره ګران ؤ او رښتینې مینان ؤ هم په حق ورسیدل او کلیوالو هوکړه وکړه چې دواړه په یوه میستون یا قبر کې یوځای خاورو ته وسپاري.

       کلی په داسې غمونو کې ډوب ؤ چې د کاڼو په شانې کلک زړونه هم ورته ماتیدل. غمونو او کړاوونو په سپیڅلو او ساده کلیوالو سپینه ورځ په تورې تیارې بدله کړې وه او د خپګان نښې یې له لېرې په مخونو کې لیدل کېدې. پدې مهم وخت کې چې د کار، زیار، خولو تویولو او د حاصلاتو د را ټولولو وخت ؤ، خلک حیران ؤ چې کار ته اوږه ورکړي او که د ناجوړانو خذمت وکړي.

       د کلي خاموشې او آرامې شپې سختې نا آرامه شوې او په ماتمونو واؤښتې. تر سهاره به د بورو شویو میندو، او کونډو شویو میرمنو نارې او فریادونه اوریدل کیدل. دا بدمرغي لا پای ته نه وه رسیدلې چې بله پسې راورسیده. داسې ؤچکالي شوه چې تر اوسه نه چا لیدلې او نه هم اوریدلې وه. هرڅه یې داسې وسوزول لکه چا چې د اور په لمبو سوزولي وي. د طبیعت بڼه ورځ په ورځ بدلیده. د څړ ځایونه، کرنیز فصلونه، ویالې او څاګان یو په بل پسې وچیدل. دې سوزونکي، او وژونکي ؤچکالې درې میاشتې دوام وکړ. په دومره وخت کې نه چا یو څاڅکی باران په سترګو ولید او نه هم په آسمان کې د وريځو کومه نښه را ښکاره شوه. لمر ورځ په ورځ لا پسې ګرمیدو او سړي ته یې په دې دنیا دوزخ ور په یادولو. د سړي شونډې د تندې له لاسه چابدېدې او هـرڅه له تندې څخه مړه کیدل.  لښتي، څاګان، ویالې، چینې او ډنډونه ټول یوه په بل پسې ؤچیدل.  څاروي هم په یوه څاڅکي اوبو پسې مړه کیدل. د ښکلواو رنګارنګ مرغانو ښکلي آوازونه هم خاموش شول. د ډېرې ګرمۍ او تندې له لاسه به یې زړونه وچاودل او په ځمکه به را نسکور شول. ؤچکالۍ د یوې بدمرغې بلا په توګه پر ځمکې خپل وزرونه وغوړول. او له یوې ورځې نه بلې ته یې لا خطرناکه او وژونکې بڼه غوره کوله او د خپلو وزرونو په مټ یې وریځې په آسمان کې نه پریښودې. پدې توګه د هرې ورځې په تیریدو سره په یوه سوزونکي آفت آؤښتله.

       د سره لمر په لمبو سوي او غمګین لوګري به ماښام له یو عالم غمونو او تشویشونو سره خپلو کورونو ته را ستنیدل.

       د غنمو وږي د دې سختې او زورورې وچکالۍ له لاسه داسې سوزیدلي ؤ چې د غنمو دانې به د باران د څاڅکو په څېر لاندې ترینه توييدې.

       د غنمو لویو او پراخو کروندو ځمکې ته د یوې طلايي بحیرې بڼه ور کړې وه چې سړي به فکر کاوه چې د ګرمۍ له لاسه څپې وهي، بې له دې چې کومه خوښي پکې تر سترګو شي او یا هم د لو لپاره د لوګرو ځانګړې او له مستۍ نه ډکې سندرې تر غوږو شي.

       لوګرو به د سهار له چابدې نه تر ماښامه په اوږده سکون او خاموشۍ کې خپل لو ته دوام ورکاوه. په دومره سکون او خاموشۍ سره به کښته پورته کیدل او د غنمو وږي به یې ټولول چې تا به فکر کاوه چې د غنمو وږي نه بلکې د جګړې په ډګر کې د قربانیانو جنازې له ځمکې پورته کوي.

       هر لور ته خاموشي خپره وه. لویه خاموشي. یوازې له یوه په ځنګله پوښلي تنګي نه به کله نا کله د کومې بورې شوې مور او یا هم د کومې کونډې شوې ښځې له غمه ډکو او زړه راښکونکو کوکو او چیغو انعکاس به د سړي تر غوږونو رسیدو، تا به ویل چې که څوک دې په زړه کې په چـړو وهي.

       له دومره کړاونو او دردونو سربیره وچکالۍ هم د یوې دوهمې بلا په څېر خپلې منګولې خښې کړې.

       د کلیسا پادري به هره یکشنبه او په نورو مذهبي ورځو کې د کلي واړه او زاړه چار چاپير له کلي نه را تاواول، توبې به یې پرې ایستلې او مذهبي مراسم به یې پرې پر ځای کول. د کلي صغیر هلکان او نجوني به یې مجبورول چې لوی لوی صلیبونه په ځمکو، کروندو او څړځایونو وګرځوي، تر څو بدې آرواګانې او بلاګانې پسې واخلي او خدای یې له دې بد مرغیو نه خلاص کړي. خو هیڅ کومه ګټه یې نه کوله. خدای نه د واړو غـږ اوریدو او نه هم د زاړو، تر څو د خلکو د روغتیا او سوکالې لپاره یو څاڅکی باران وکړي.

       ځوریدلي او کړیدلي کلیوال به پښې لوڅي او سرلوڅي په قطارکې د کلیسا د پادري شاته روان ؤ او په یوه نیم ځای کې به دریدل او د کلیسا په پادري به را ټولیدل او په ګډه به یې له هغه سره عبادت کاوه. په داسې حال کې چې غم او خپګان به یې له ورایه په مخونو کې ښکاریده او د ټنډې په ګونځو کې به یې دانه دانه خولې جمع کیدې او د لمر له لاسه په سویو مخونو به یې څڅیدې، د سوزؤنکي لمر لاندې به ګرځیدل او خپل عبادتونه به یې تر کرنیزو ځمکو او کروندو پورې رسول. توبې به یې ایستلې، دعاګانې به یې کولې او سپيلني به یې لوګی کول. ټول ځایونه د سپيلنیو بویونو په سر آخيستي ؤ. دې کار په ګړیوګړیو اوساعتونو دوام کاوه.

       ـ هو خدایه، رحم وکړې!

       خو دا هر څه بې له نتیجې پاته کیدل او هيڅ کومه ګټه یې نه تر سترګو کیده. برعکس د شپې له خوا تر سهاره په وچو شویو جبو او ځمکو کې د چنګښو آوازونو د وچکالی د لا اوږدیدو بد زیری ورکاوه او خلک یې نور هم په تشویش کې آچول.

مرض سخت زور آخستی ؤ او پر له پسې یې خلک د مرګي کندې ته  ورآچول. نه له کوم لوري د مرستې څرک تر سترګو کیدو او نه هم د کومې هیلې څرک. بیچاره کلیوال ټول سودايي شوي ول. حیران ؤ چې څه وکړي. خو د کلیسا پادري ډیر خوشاله او راضي معلومیدو. له یوې خوا هـره ورځ د شکرانو، نذرانو او خیراتونو پرې باران ؤ او له بلې خوا پر ځوان ښوونکي د ده د بریالیتوب له برکته یې زړه باغ باغ کیدو. پداسې حال کې چې د کلیسا پادري د کلي په میخانه کې آرام ناست، د شرابو جام یې په لاس کې او سر یې ګرم ؤ، خلکو ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل:

       – اۍ خلکو، دا بدمرغې  د ستاسو لپاره کمې هم دي! تاسو ټول له پښو نه تر سره  په ګناهونو کې غـرق یاست، هو په ګناهونو کې. پرهیزګاري او دینداري مو له یاده وتلي دي. تاسو ټول له تورې وبا سره جوړیږئ، هو له تورې وبا سره!… تاسو په خپلو عملونو او ډېرو شرابو څښلو هم خپل ځانونه خراب کړل او هم مو خدای په قهر کړ….اوس تاسو پوه شئ او کار مو….څو ځله مې درته وویل چې په  کلیسا کې د عبادت ځای نوی کیدو او په ښه ډول جوړیدو ته اړتیا لري. خو تاسو نه غوښتل او ځانونه مو کاڼه واچول. اوس تاسو د خپل عمل نتیجه په خپلو ګناهکاروسترګو ولیده!

       خلکو له ډیر شرم او ننګ نه سرونه کښته واچول. خو ځوانان د پادري له خبرو سره نه ؤ موافق او د هغه د خبرو په مقابل کې یې سملاسي غبرګون وښود.

       – مونږ ته وايي ګناهکاران… او شرابیان. لږ خو دې خپل ځان ته هم وګوري!

       ښوونکي هم پر له پسې دا خبره تکراروله چې د مرض ځاله د پادري د کور د ناپاکو اوبو لښتی دی….او په کار ده چې زر تر زره یې چاره وشي.

چاغ پادري سخت احساساتي شو او په قهرجن آواز یې وویل:

       – هوووو، پروني هلک ته وګورئ! د دې پرځای چې عبادت وکړي مشرانو او سپین ږیرو ته عـقل ورښیي! د همداسې کسانو د ګناه له کبله خدای مونږ ته په قهر شوی او جزا راکوي. ګورئ چې زما لښتي ته څوک لاس ور نه وړي! خدای به یې لاسونه وچ کړي. که څوک غواړي چې له دې آرواګانو او بلاګانو نه خلاص شي، را دې شي په کلیسا کې دې عبادت وکړي! توبه دې وباسي او خدای دې یاد کړي!

       د ښوونکي حوصیله نور پای ته ورسیده. یوه ورځ یې د کلي ځوانان راټول کړل، د ټولو کلیوالو په مخکې یې کړکي سره وپيرل او یو لوی سرپوښ یې ترینه جوړ کړ. سرپوښ یې د چینې پر سر کېښود او شاؤخوا یې مږوي پرې ټکوهل او چینه یې بند کړه. ټول کلیوال د پادري د کور مخ ته په میداني کې سره را ټول شول. د کلي ملک، خان، سپین ږيري او مشران ټول د ښوونکي پر ضد د پادري شا ته ودریدل. لیکن ځوانانو هیچاته هم غوږ نه نیوو. پادري غوښتل چې د چینې سرپوښ په یوه لوی تبر ټوټه ټوټه کړي، خو د ښوونکي غښتلی لاس یې په مخه کې خنډ شو او  پادري یې د سرپوښ ماتولو ته پرې نه ښود.

       – پادري صیب لږ له عقل نه کار واخله!

       په داسې حال کې چې د پادري سترګې ځلیدې او اوږده ږیره یې له ډیره قهره ریږدیده، ځواب ورکړ:

       – له عقل نه کار واخلم؟ تښتئ له دې ځایه! مخونه مو ورک کړئ، بې تربیې حیوانانو! خلکوته دورواغ مه وایئ چې شیطان به موپه روح کې ننوزي او وبه مو شرموي!

       په دې وخت کې یو بل غښتلی او احساساتي ځوان چې ملادېن نومیده او د مړې شوې آګلیکا ورور او د ناروغې نیرانزا نامزاد ؤ، را مخته شو او د پادري مخ ته ورغی او په لوړ آواز یې ورته وویل:

        – پادري صیب،  بس ده، نور ستا د عبادتونو خبرې بس کړه! تا آګلیکا ووژله ! تا نیرانزا ناروغه کړه! تبر دې ایسته وغورځوه چې په سترګو مې درته تیاره کیږي!

پادري چې له ډیره قهره یې ژبه هم بندیدله ورته وویل:

       – ت ت ته سادده  ځوان یو ځل هم کلیسا ته نه یې راغلی چې چې چې عبادت…

       – عبادت دې د تا سر وخوري!

پدې توګه ملادېن په ډیر قهر او غوسې سره د چینې تر څنګه کېناست او ګواښ یې وکړ:

       – زه اوس هغه څوک نر بولم چې را مخته شي او سرپوښ ته لاس ور وړي.

سپین ږیري پلار یې پر سر لاس پورته کړ او په لوړ او قهرجن آواز یې ورته وویل:

       – ګوره چې نور دې په کور کې و نه وینم! چې پس له دې نه زما په کور کې پښه کې نه ږدې! وا دې وریدل؟

ملادېن ��واب ورکړ:

       – پلاره، په شا شه، چې په سترګو مې توره تیاره راشي بیا د هیچا لحاظ هم نه کوم!  که دا کار مو وختي کړی وای اوس به آګلیکا ژوندې وای او نیرانزا به هم  جوړه او تیاره وای.

د ځوان له غمګینو سترګو نه دوې غټې اوښکې راووتې او په غنمرنګ مخ باندې یې کښته را توی شوې.

د کلي مشرانو حیران حیران وکتل او په خپه او پریشانه طبیعت بیرته خپلو کورونو ته لاړل.

د ملادېن پلار په لاره کې له ځوانانو شکایت وکړ او ویې ویل:

       – د کلي ځوانان ډیر سپین سترګي شوي دي. زما زوی مو ولېد؟  نږدې ؤ چې لاس را باندې پورته کړي….

       د دې لپاره چې د مرض د خپرېدو مخه ونیسي، له دې وروسته د کلي ځوانانو په نوبت سره شپه او ورځ په چینې باندې پایره کوله او یو ځوان به له یوې زاړې توري سره د  یوه سرباز په ډول پر چېنې ولاړ ؤ اوهیڅوک به یې هم نه پرېښودل چې چینې ته ور نږدې شي.

       وچکالي همداسې روانه وه. ټوله شپه د چنګښو آوازونو هم دوام درلود او داسې برېښېده چې دومره زر به پای ته ونه رسیږي.

       د سپین ږیرو او ځوانانو تر مینځ هم یو ډول نفاق او بې اعتمادي مینځ ته راغله.  خلک ټول له دې حالته ناراضه ؤ او پدې باب به یې خپلې خبرې له هیچا نه هم نه پټولې. خپل غم او نارضایتي به یې په شرابو پڼه کول.

       خلک له هر څه ستړي شول. د کلیسا پادري هم ستړی معلومیدو او ډېر مذهبي مراسم او د دم کړو اوبو پاشل یې نور له لاسه نه کیدل.

       غیر له ښځو او سپين ږیرو نور هیڅوک هم کلیسا ته نه تلل. خو میخانه به تل له ناراضه خلکو ډکه وه او ډیر ځله به د چنګښو په څېر په شور او زوږ کې له خدایه د نارضاییتوب غـږونه هم اوریدل کیدل چې ویل به یې:

       –  هغه پر مونږ نه دی مهربان. نورې زارې مه ورته کوئ! پرېږدئ مخکې له دې چې هرڅه راباندې وچ شي او ساه ورکړو، د چنګښو په څېر په ژبه وهلو د زړه بړاس وباسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *