تر دې وړاندې په یوه بله لیکنه کې د فساد پر شرعي مفهوم، انواعو، مسؤولیت او سرچینو غږېدلي و. په دې لیکنه کې د فساد او بې علمۍ په دایمي رابطه او دې موضوع خبره کوو چې خدای پاک د ځمکې واکمني علم لرونکیو ته ورکوي.

خدای جل جلاله د بقره سورت په دېرشم آیت کې فرمایي:
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (۳۰) وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۳۱) قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (۳۲). صدق الله العظیم

پورته مبارک آیتونه د انساند خلقت داستان بیانوي. کله چې خدای پاک آدم پیدا کاوو ملایکو ته یې وفرمایل چې إني جاعل في الأرض خليفة… زه د خدای پر ځمکه یو خلیفه ټاکم… ملایکو ورته وفرمایل: أتجعل فيها من يفسد فيها و يسفك الدماء؟  آیا داسې څوک ټاکې چې په ځمکه کې به ورانی کوي او وینې به تویوي، حال دا چې موږ ستا په ستاینه ستا پاکي وایو او ستا پاکي بیانوو؟ بیا خدای پاک ورته وویل چې زه په هغه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ. بیا خدای پاک آدم علیه السلام ته نومونه ور وښودل، ملایکې یې پرې وننګولې چې (که ځان ریښتینی در ته ښکارېږي) له ده سره د علم سیالي وکړئ. بیا ملایکې په علم عاجزه شوې او ویې ویل چې پاکه خدای، موږ خو یواځې په هغه څه پوهېږو چې تا را ښوولي، ته په خپلو کارونو پوه او حکیم یې. تر دې وروسته خدای پاک آدم یعنې انسان پر ځمکه کې خلیفه کړ.

مفسرین کرام وایي ملایکو له بشر څخه د دوو لویو ګناهونو د ارتکاب وېره څرګنده کړه چې یو یې خرابی او ورانی دی او بل وینه تویول دي. ملایکو دا استدلال هم وکړ چې دوی د خدای پاک پر ځمکه د خدای پاکي بیانوي، بیا بل چا ته څه ضرورت دی؟ خدای پاک د دوی ځواب بیرته په علم ورکړ. یعنې دا چې آدم علم لري او و ملایکي که څه هم عبادت کوي خو علم نه لري.

له دې آیت شریف څخه څو مسایل استنباطېږي:

۱) اول دا چې دوه ګناهونه چې د انسانیت د راتګ فلسفه ننګوي، او تر ټولو غټ دي، یو پر ځمکه ورانی او خرابی دی چې فساد ګڼل کېږي، او دوهم یې وینه تویېدنه ده.

۲) یواځې د خدای بندګي د ځمکې د حاکمیت لپاره کافي نه وه، کنه ملایکو د خدای پاکي بیانوله او بندګي یې کوله. د ځمکې لپاره داسې واکمن په کار و چې په بندګۍ سربېره ځمکه آباده هم کړي. ځکه خو خدای پاک د ملایکو دا خبره چې “نسبح بحمدک و نقدس لک” د آدم د نه خلیفه توب لپاره سم دلیل ونه ګاڼه.

۳) خدای پاک د ملایکو د دلیل په مقابل کې هغوی ته وویل چې تاسې ناپوهه یاست، او زه پوهېږم. بیا یې آدم علیه السلام ته د خپل علم یوه ډېره کمه برخه انتقال کړه. بیا یې هغه ملایکو ته مخکې کړ، ملایکې یې پرې وننګولې، چې تاسې سمه ده چې عبادت کوئ، خو علم نه لرئ، نو ځکه د ځمکې لپاره عالم خلیفه په کار دی. ملایکې عاجزه شوې. دلته د علم اهمیت واضح شو او د علم او اصلاح یا وداني رابطه واضحه شوه. انسان به ځمکې ته راځي، په بندګۍ سربېره به د ځمکې په آبادي لاس پورې کوي. د ځمکې آبادي په علم کېږي، په عبادت نه کېږي. که چېرته انسان یا علم ونه لري یا د خدای پاک د بندګۍ حس ونه لري نو بیا فساد او وینه تویونه کوي چې ښه مثال یې ټالیب، خوارج، او نور بې عقل مخلوقات دي.

4) څلورمه خبره دا استنباطېږي خدای پاک د ځمکې خلافت د ځمکې ابادوونکیو ته ورکوي او ځمکه په علم آبادېږي. تاسې که انساني تاریخ ولولئ، خدای پاک د ځمکې واکمني تل هغه چا ته ورکوي چې علم لري، که هغه مسلمان وي او کنه وي. مسلمانانو چې پر ځمکه واکمني کوله، د علم په مټ او زور یې کوله. کله یې چې له علمه لاس واخیست، او په ژېړو او خړو کتابونو یې اکتفاء وکړه، پر نورو خو څه چې پر ځان یې هم د حاکمیت توان له لاسه ورکړ.

چنګېز نیمه نړۍ ونیوه خو چې علم یې نه درلود، لمسیان یې ټول په نورو مدنیتونو کې جذب او نابود شول. د چنګېز هیڅ نوع میراث ونه پایېد. هغه په ملیونونو مسلمانان ووژل، خو په خپله ټول مغول قوم په مسلمانانو کې نابود او ورک شو. بلکې داسې به ووایو چې مسلمان شو. دا واضحه شوه چې د واکمنۍ لپاره یواځې زور هم کافي نه و، بلکې علم په کار و.

اوس که مسلمانان هم هماغه د ملایکو خبره خدای پاک ته دا وکړي چې نحن نسبح بحمدک و نقدس لک…. بیرته به هماغه ځواب ترلاسه کوي چې آیا علم لرې او کنه. که علم نه لرې، ستا تسبیح او عبادت ستا د ځان دی. د ځمکې خلافت خدای پاک هغه چا ته ورکوي چې علم لري او ځمکه آبادولای شي.10622878_648279105285804_5949602579912769369_n

By Editor2

4 thoughts on “خدای پاک د ځمکې واکمني چا ته ورکوي؟ مجید قرار”
  1. قرار صاحب بشتوكي يو متل دي واءي .
    سل دزركر او يو داهنكر
    ستا ليكنه علمي ،افغاني او دندان شكنه ده كه خوك بوه شي او بند خني وأخلي

  2. ښاغلی قرار صیب ستاسی لیکنی می ډیری خوښیږی او خامخایی لولم هم . داچی که اشتباه ونکړم تاسی په دینی برخه کی هم تحصیلات لری . داسی هم احساس کوم جی په دینی برخه کی هم د جوماتونو د ملایانو څخه جلا او لوړ فکر لری دا ډیره ښه ده بری مو غواړم خو په پورته لیکنه کی یوه پوښتنه راته پیدا شوه چی ملایکی څنګه پوهیدی چی انسان به دا ډول موجود وی او هغوی وینه څنګه پیژندلی وه چی انسان به یی تویوی په داسی حال کی چی هغوی تر هغی دمه نه وینه لیدلی وه او نه یی پیژندلی وه ؟ دا پوهه هغوی له کومه کړه ؟په داسی مسایلوکی ډیری نوری پوښتنی هم د سړی ذهن ته راځی چی ځواب غواړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *