خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، د وسله والو طالبانو وروستيو بريدونو وښوده چې دغه ډله نور د افغان ځواكونو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري، خو د دغه هېواد داخلي كمزوري او موجود فساد د افغان حكومت بقا ننګوي.
دغه څرګندونې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د وسله والو طالبانو د ورستيو بريدونو په اړه كړې دي.
له فساد سره د مبازرې عالي اداره هم مني چې فساد د افغان حكومت په ادارو كې ريښې كړې دي، خو زياتوي چې د اداري فساد تر څنګ فاسد او بې كفايته چارواكي هم د يوه پياوړي افغانستان پر وړاندې خنډ دي.
له اداري فساد سره د عالي ادارې مشر عزيز الله لودين له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې اداري فساد او د فاسدو چارواكو موجوديت د افغان دولت بقا ته خطرناك تمامېداى شي: ((اداري فساد، فاسد او بې كفايته چارواكي او وسله وال طالبان د افغان دولت پر وړاندې ګواښونه دي.))
ښاغلى لودين زياتوي چې په دولتي قراردادونو كې دومره پرېمانه فساد شوى دى چې حتى وړاندوينه يې هم ستونزمنه وه: ((هر دولتي قرارداد چې وڅېړل شي، له ۱۰۰ نيولې تر ۷۰۰ مليونو افغانيو فساد په كې شوى دی.))
نوموړي وويل چې په افغان دولت كې داسې كسان شته چې لس كاله وړاندې يې بايسكل نه درلود، اوس په مرمۍ ضد موټرو كې ګرځي: ((تر اوسه پورې مو د اداري فساد اړوند ۱۹۰ دوسيې څارنوالۍ ته لېږلې دي.))
نوموړي د دغو دوسيو د خونديتوب په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل: ((دغه دوسيې مو څارنوالۍ ته لېږلي، له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې په ارشيف كې مو خوندي كړي او د دې تر څنګ مو د دغو دوسيو ټول معلومات د دغې ادارې له خوا په خپرېدونكې مجله كې چاپ كړي دي.))
دا په داسې حال كې ده چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ګڼو چارواکو له قوله ویلي چې وسله وال طالبان د افغانستان حکومت او دولت ته جدي ګواښ نه دي، ځکه چې هغوی دومره وس نه لري چې حکومت له خطر سره مخامخ کړي، خو د افغان حكومت  لوی خطر خپله كمزوري او موجود اداري فساد دى. له همدې کبله یو شمېر افغانان د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي دي.
سرچينه كاږي، وسله وال طالبان د افغانستان د خاورې په محدود شمېر کم نفوسو سیمو کنټرول لري او په دې کې ناکام شوي چې د خپل کنټرول ساحه پراخه کړي او له بلې خوا د طالبانو د ځپلو لپاره د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو وړتیا مخ په زیاتېدو ده.
د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ايتلافي ځواکونو ویاند ډګروال توماس ډبیلو کولینز یوه اوونۍ دمخه په یوه اعلامیه کې وویل، طالبان نه دومره افراد لري او نه هم د قوماندې، کنټرول او همغږۍ دومره ظرفیت لري چې ستراتیژیک خطر وګڼل شي.
افغان او امریکايي چارواکي وايي، كه څه هم طالبانو پسرلني عملیات پیل کړي او له ډېرو سیمو د ناټو ځواکونه وتلي، خو په دې نه دي توانېدلي چې د خپل کنټرول ساحه پراخه کړي.
د دوی په وینا، طالبان توانېدلي د خپلو وژل شویو قوماندانانو ځای په نویو او نسبتاً کم عمره کسانو ډک کړي، خو دا کسان د پخوانیو هومره تجربه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *