خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې دوو امريكايي سناتورانو د كانګريس استماعيه غونډې ته ويلي چې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د وتلو يا پاتې كېدلو پرېكړه كرزي ته سپاري.
سناتور رابرټ مینینډز د حامد كرزي پر هغو څرګندونو نيوكې وكړې چې په دې وروستيو كې يې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د پاتې كېدو او همدارنګه د امنيتي تړون په اړه كړې وې او ټينګار يې وكړ چې افغان ولسمشر بايد پرېكړه وكړي چې له امريكا سره اوږدمهالې ستراتېژيكې اړيكې او امنيتي تړون غواړي او كه نه؟
نوموړي زياته كړه، كه حامد كرزى له امريكا سره اوږدمهالې اړيكې غواړي، نو بايد د خبرو مېز ته له ځان سره داسې شرطونه را وړي چې د منلو وي:(( كه پر امنيتي تړون پيل شوې خبرې بې پايلې پاى ته ورسېدې، نو پړه به يې د امريكا پر غاړه نه وي.))
د امریکا دغه سناتور ویلي، کرزی دې فکر نه کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د موجوديت موضوع د هغه لپاره یو قوت دی:(( كه حامد كرزى دا ډول فكر كوي، نو تېروتنه كوي.))
سناتور باب کراکر، چې په دې وروستیو کې يې کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي، هم پر ولسمشر حامد كرزي توندې نيوكې وكړې.
نوموړي د كانګريس استماعيه غونډې ته د وينا پر مهال زياته كړه: ((حامد کرزی د نړۍ تر ټولو نهیلي کوونکی هغه ولسمشر دی چې موږ ورسره په اوږودمهال کې اړیکې لرلې دي.))
باب کراکر ادعا کړې، د افغان ولسمشر دريځ نا معقوله دى، دا ډېره ګرانه ده چې سړی پوه شي، هغه څه غواړي.
نوموړي زیاته کړې: ((کرزی فکر کوي چې امریکا له پاکستان سره ملګرې شوې او افغانستان بې ثباته کول غواړي.))
کراکر ویلي چې دوی له حامد کرزي سره ډېرې ستونزې لري.
د چارو شنونكي وايي، كه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له موجوديت او نه موجوديت څخه تېر شو، خو بيا هم د افغانستان او امريكا تر منځ ښې اړيكې ډېرې مهمې دي.
د سياسي چارو شنونكي جنرال نورالحق علومي له خدمتګار ورځپاڼې سره په خبرو كې وويل چې له امريكا سره بايد تړون لاسليك شي، خو لومړى بايد د دغه تړون محتوا له افغان ولس سره شريكه شي:((له امريكا سره د امنيتي تړون ځنډول يوه پلمه ده، اصلاً پلان داسې دى چې حاكم ټيم غواړي له امريكا سره د امنيتي تړون په پلمه عنعنوي لويه جرګه را وغواړي، راتلونكي انتخابات شاته وغورځوي او د څو كلونو لپاره نور هم په واك كې پاتې شي.))
ښاغلی علومي زياتوي چې د افغانستان حالت د ډاډ نه دی او كه همدا نن امريكا پر افغان سرتيرو معاش او تجهيزات وځنډول، موږ هيڅ هم نه شو كولاى: (( افغان حكومت دې په امنيتي تړون كې د افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا، ازادي او ملي منافع په نظر كې ونيسي او ترڅنګ دې هڅه وكړي د افغان ځواكونو لپاره مالي او تجهيزي مرستې را پيدا كړي، نور افغانان خپل هېواد خپله ساتلى شي.))
د ښاغلي علومي په باور، له امريكا سره د افغانستان امنيتي او ستراتيژيك تړون درلودل ډېر اړين دي، خو يو شمېر كړۍ د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په اشاره هڅه كوي د افغانستان او نړيوالې ټولنې اړيكې خرابې كړي.
بايد وويل شي افغان حکومت تر اوسه پورې د يادو دوو امريكايي سناتورانو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *