خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، اروپايي او امريكايي چارواكو ويلي چې د افغان ولسمشر حامد كرزي او بارك اوباما تر منځ په اړيكو کې د وروستيو لوړو ژور له امله د بارك اوباما اداره په پلان كې لري چې د راتلونكي كال تر وروستيو له افعانستانه ټول امريكايي ځواكونه وباسي، خو يو شمېر سيمه ييزې رسنۍ او د افغان ولسمشر وياند بيا ټينګار كوي چې تر اوسه پورې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو مساله نه ده مطرح شوې او په دې اړه د رپوټونو خپرېدل پر كابل د فشار واردولو په معنا دي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې ليكلي، كه څه هم واشنټګن پلان درلود چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د ځينو ماموريتونو د پرمخ وړلو لپاره محدود شمېر امريكايي سرتېري پرېږدي، خو اوس ښاغلى اوباما هوډ لري چې د ۲۰۱۴ كال تر پايه په افغانستان كې ټولې پوځي ښكېلتياوې پاى ته ورسوي.
سرچينې ليكلي، د كابل او واشنګټن تر منځ په اړيكو كې خړپړتيا له ډېرې مودې محسوسه ده، خو په دې وروستيو كې د وسله والو طالبانو لپاره په قطر كې د دفتر پرانستنې او د افغان حكومت عكس العملونو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيكې لا پسې ټكنۍ كړې:((د امريکا متحده ايالات اوس په دې لټه کي دي چي څرنګه کولای شي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو پروسه ګړندۍ کړي.))
سرچينې د بارك اوباما د ادارې د ياد تصميم عامل د افغانستان په اړه د امریکا د جمهور رييس بارک اوباما د نارضايتۍ ډيروالی ښودلی دى.
ورځپاڼي زياته کړې ده چي د اوباما دغه نارضايتي بيا په ځانګړې توګه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د جون مياشتي د ۲۷ نېټې تر ويديويي کنفرانس وروسته نوره هم زياته شوې ده.
له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د نارضايتۍ دليل په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانستلو په اړه د هغه په غوسه کېدل دي. د کرزي په نظر د امریکا متحده ايالاتو د افغان چارواکو له حضور پرته له طالبانو سره جلا خبري کول په پلان کي لرل. کابل هغه مهال ويلي و چي له طالبانو سره د خبرو لپاره د امريکا متحده ايالاتو استازي د قطر پايتخت دوحې ته رسېدلي وو.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په حواله، د امریکا متحده ايالات له دې سره سره چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د يو شمېر ځواکونو د پاتې كېدو په اړه له افغان دولت سره په خبرو کي دي، له دغه هيواد څخه د خپلو ټولو ځواکونو رااېستل نه ردوي.
وروسته له هغه چي افغان ولسمشر حامد کرزي په قطر کي د امریکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ خبري تحريم کړې، له واشنګټن سره يې د امنيتي تړون پر سر خبري هم وځنډولې. د دغه تړون له مخي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ لپاره يو شمېر امريکايي ځواکونه په افغانستان کي پاتې شي.
ورځپاڼه ليکي چي د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ تر ويديويي کنفرانس وروسته په واشنګټن کي داسي فکر کيږي لکه د عراق په برخه کي چي شوی و.
په عراق کي هم د امريکا متحده الاتو په پلان کي لرل چي د ماموريت تر ختمېدو وروسته هلته یو شمېر سرتيري پريږدي، خو د عراق حکومت يې مخالفت وکړ او په دې اړه خبرې اترې ناکامه شوې.
خو په ورته وخت كې ځينو نورو لوېديزو رسنيو د د سپينې ماڼۍ د وياند له خولې ليكلي چې له افغانستانه د ټولو امريكايي ځواكونو د وتلو په اړه لا تصميم نه دى نيول شوى.
مونيټورنګ ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د وياند جي كارني له خولې ليكلي چې بېلابېل انتخابونه په مخ كې دي، خو له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغان حكومت سره زموږ اړيكې پر دوه اړخيزو اهدافو را څرخي چې دغه اهداف د افغان ځواكونو پياوړتيا او په افغانستان او پاكستان كې د ترهګرو ډلو ځپل دي او تر ۲۰۱۴ كال وروسته هم د خپلو اهدافو د تر لاسه كولو په لټه كې يو او په دې اړه بل هر ډول تصميم ژر نه نيول كېږي.
په ورته وخت كې د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي هم له رسنيو سره په خبرو كې ويلي چې له افغانستانه امريكايي ځواكونه د ژر وتلو هوډ نه لري او په دې اړه رپوټونه يوازې د دې لپاره خپاره شوي چې پر كابل فشار وارد كړي.
ښاغلي فيضي زياته كړې، امريكا تر اوسه له افغانستانه د خپلو ځواكونو د اېستلو مساله نه ده مطرح كړې: (( امريكا غواړي په افغانستان كې اوږدمهالى حضور ولري چې له همدې امله يې په هېواد كې زيات تجهيزات هم رامنځ ته كړي دي.))
د ښاغلي فيضي د خبرو په تاييد روسۍ ورځپاڼې نيزاويسيمايا ازيه تا هم ليكلي چې امريكايي چارواكو له افغانستانه د ټولو امريكايي ځواكونو د وتلو خبره د دې لپاره كړې چې پر كابل سياسي فشارونه وارد كړي.
سر چينې ليكلي، له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو مساله تر دې مخكې هم څېړل شوې وه، خو له افغانستانه د ټولو امريكايي ځواكونو د وتلو په اړه د رپوټونو له خپرېدو څخه هدف دا دى چې پر كابل فشار وارد شي.
سرچينې ليكلي، تر اوسه پورې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو تصميم نه دى نيول شوى، خو پر امنيتي تړون د دواړو لورو له خوا خبرې سختې شوې دي او ښايي د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون هم د عراق او واشنګټن د امنيتي تړون له برخليك سره مخ شي: ((پر امنيتي تړون د دواړو هېوادونو د مركچيانو دريځ ورځ تر بلې سختېږي او دا هغه څه چې كټ مټ په عراق كې هم رامنځ ته شول او په پايله كې يې په دې اړه هيڅ هوكړه ونه شوه او امريكايي ځواكونه له عراقه ووتل.))
سرچينې ليكلي، كه څه هم د امريكايي ملكي چارواكي له افغانستانه د ټولو ځواكونو د وتلو خبره كله كله كوي، خو دا لا روښانه نه ده چې د امريكايي پوځي هغه يې ور سره مني او كه څنګه.
يادې روسۍ ورځپاڼې ليكلي چې د كابل او واشنګټن تر منځ پر امنيتي تړون له دې امله خبرې وځنډېډې چې په ياد تړون كې كابل له واشنګټن څخه غوښتنه كوله چې لومړى دې د افغانستان امنيت تضمين كړي او دويم دې پاكستان دې له ترهرۍ سره د مبازرې په لاره كې اصلي خنډ ونوموي.
ورته ضمانتونه په دې معنا دې چې واشنګټن دې د پاكستان په خاوره كې د ترهرو پټنځايونه له منځه يوسي، خو د اوباما حكومت وايي چې د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو په پايله كې هيله من دى چې په پاكستان كې د ترهګرو ډلو زور اوبه كړي.

One thought on “خدمتګار: امريكايي ځواكونه له افغانستانه وځي؟”
  1. الحمد لله مونژ مسلمانان یو او زما عقیده خو داده چی الله دتولو کارونو مالک دی .که امریکا زمونژ له وطن نه ووزی زه خو فکر کوم چی هیس مشکل به منزته رانه وری هو پدی شرط چی افغانان دالله ج لار تعقیب کری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *