تر ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د پاتې كېدو لپاره پر امنيتي تړون خبرې پاى ته رسېدلې او لاسليك ته چمتو شوى دى.
دغه خبره د امريكا په بهرنيو چارو وزارت كې يوه لوړپوړي چارواكي له نومښودنې پرته يو، ايس، اى ټوډى ورځپاڼې ته كړې ده.
سرچينې ويلي، كابل او واشنګټن د امنيتي تړون او همدارنګه تر ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د پاتې كېدو په اړه ډېرى مسايل حل و فصل كړي دي او دمګړۍ موږ د لوبې په وروستي پړاو كې يو.
ياد چارواكي د خپلو خبرو په دوام ويلي، د نورو مسايلو تر څنګ په افغانستان كې د مېشتېدونكو امريكايي سرتېرو حقوقي مساله هم حل شوې، په دې معنا چې د سرغړوونكو امريكايي ځواكونو محاكمه به په افغانستان كې نه، بلكې په امريكا کې تر سره كېږي.
له ۲۰۱۴ كال وروسته بې له امنيتي تړونه په افغانستان كې د امريكايي ځواكونه پاتې كېدل ناشوني دي، ځكه چې په دغه موده كې ټول بهرني ځواكونه له افغانستانه وځي او د افغانستان امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته سپارل كېږي.
سرچينې ويلي، د امريكا او افغانستان تر منځ امنيتي تړون د افغان ولسمشر حامد كرزي لاسليك ته انتظار باسي، خو د بركينګز انسټيټوټ په فكري بنسټ كې د چارو شنونكي ميشيل اوهنلان بيا وايي چې د لاسليك لپاره كرزي ته د امنيتي  تړون انتظار كېداى شي ډېر اوږد انتظار وي.
په امريكا كې پخواني افغان سفير سيد طيب جواد يادې رسنۍ ته ويلي چې پر امنيتي تړون د خبرو په جريان كې افغان لوري د افغانستان په كورنيو چارو كې د پاكستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه كوله او له امريكا څخه يې په دې اړه ضمانت غوښته، افغانان ادعا كوي چې ځواكونو يې له خپلو سرحداتو څخه د دفاع لپاره په جنګي الوتكو نه دي سبمال شوي، خو ياد امريكايي چارواكي ويلي چې د امريكا متحده ايالتونو ورته تضمنينونه په امنيتي تړون كې نه دي شامل كړي، خو زياته كړې يې ده چې امريكايي چارواكو په تېر كې هڅه كړې او پر دغو مسايلو يې له افغان لوري سره خبرې كړې دي: (( كرزي ته په هر قدم كې مشوره ور كړل شوې ده.))
سرچينې ليكلي، د واشنګټن او كابل تر منځ په لاسيكېدونكي تړون كې يوازې دا راغلي چې په افغانستان كې پاتې كېدونكي امريكايي ځواكونو به د افغان ځواك په پياوړتيا كې مرسته كوي او همدارنګه به د القاعده ډلې پاتې شوني له منځه وړي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هارف وړمه ورځ ويلي چې د كابل او واشنګټن تر منځ د خبرو اترو له پيلېدو سره سم به ياد تړون لاسليك شي:((د افغان حکومت له لوري پر امنيتي سند د خبرو د ځنډولو تر پرېکړې مخکې په دې اړه ډېر مهم پرمختګونه شوي وو.))
په ورته وخت كې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري چې اسلام اباد ته په يوه رسمي سفر تللی، هيله ښودلې چې ډېر ژر به له افغان حکومت سره پر امنيتي سند يوې پرېکړې ته ورسېږي.
هغه زياته کړه: ((زه باوري يم چې کابل او واشنګنټن به پر امنيتي سند يوې پرېکړې ته ورسېږي، په دې پرېکړې سره به امريکا وکولاى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته خپل ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.))
كيرې ښايي له دې امله په پاكستان كې ورته څرګندونې كړې وي چې امريكا سيمې يوازې نه پرېږدي.
څو امريكايي قانون پوهانو له دې امله پر سپينه ماڼۍ نيوكې كړي دي چې ولې يې تر اوسه په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي ځواكونو د شمېر په اړه خپل تصميم نه دى په ډاګه كړى.
كېري په پاكستان كې په دې اړه له څه ويلو ډډه كړې او دا يې هم نه دي ويلي چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما به څه وخت په دې اړه خپل تصميم په ډاګه كړي، خو كيري كابو دوه مياشتې وړاندې ويلي وو چې بارك اوباما به په راتلونكو درېوو اوونيو كې په دې اړه خپل تصميم په ډاكه كړي، اما له هغه مهال تر دې مهاله كابو لس اوونۍ تېري شوي دي.
د چارو شنونكي وايي چې په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي ځواكونو د شمېر معلومول يوازې له كابل سره د امنيتي تړون لاسليك ته په تمه دي.
خو كېري له افغانستانه د ټولو امريكايي ځواكونو وتل رد كړي او زياته كړې يې ده: (( د امريكا متحده ايالتونه رسمول كوي نه وتل، زه هيله من يم چې په افغانستان كې يوازې د مسووليتونو لېږد هڅې پيل شوي، نه د ماموريت د پاى هڅې.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *