خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې واشنګټن له كابل سره د امنيتي تړون لاسليك ته لېواله دى او هڅه كوي له كابل سره داسې يو امنيتي تړون لاسليك كړي چې له ترهګرۍ سره پر روانې مبارزې ور اخوا ډېر رسمي مكلفيتونه ونه لري، خو په مقابل كې يې افغان حكومت له واشنګټن څخه د دغه تړون د لاسليك په بدل كې له ترهګرۍ سره پر مبازرې سربېره غواړي چې امريكا د افغانستان هر اړخيزه دفاع تضمين كړي.
خدمتګار د چارو د شنونکو له انده لیکي، د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون په مساله كې موجود اختلافات له دې امله دي چې امريكا په سيمه كې د افغانستان تر څنګ خپلو نورو ستراتيژيكو ملګرو ته يو لړ امتيازات ور كوي.
د سياسي چارو شنونكي عبدالرحمن هوتكي له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون په لاسليك كې تر ټولو ستر خنډ پاكستان دى: (( افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو او بريدونو په اړه له امريكا څخه د دفاع غوښتنه كوي، خو پاكستان د امريكا تر ټولو پخوانى ستراتيژيك ملګرى دى او له همدې امله ده چې په تېرو ۱۲ كلونو كې يې د ترهګرو د پراخ ملاتړ له امله هم پر دغه هېواد كوم فشار وارد نه كړ.))
نوموړى زياتوي چې د امنيتي تړون په برخه كې د افغان حكومت اندېښنه پر ځاى ده: (( د افغان حكومت اندېښنه دا ده، كه د امنيتي تړون تر لاسليك وروسته هم د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو له امله د افغانستان امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېري، نو بيا امنيتي تړون هيڅ ګټه نه لري.))
د هوتكي په باور، د امنيتي تړون د لاسليك لپاره بايد دواړه خواوې له ځانه لږ نرمښت وښيي: (( كابل او واشنګټن بايد له حوصلې څخه كار واخلي، پخپلو دريځونو كې دې څه نا څه نرمښت وښيي او په ځينو مواردو كې دې له اړونده نړيوالو اصولو څخه ګټه واخستل شي.))
امريكايي چارواكي له افغان حكومت سره د امنيتي تړون لاسليك د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او د امريكا ولسمشر هيله لري چې دغه تړون تر راتلونكې اكټوبر مياشتې لاسليك شي.
د ولسمشر اوباما د يادو څرګندونو په تعقيب دوه امريکايي سناتورانو ، چې افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلي، له افغان حكومت څخه د دغه تړون د لاسليكېدو د څرنګوالي په اړه توضيحات غوښتي او په ډاګه كړې يې ده چې دغه تړون به په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي ځواكونو په اړه د امريكا كړنلاره روښانه كړي.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت رسنیو ته په لېږلي برېښنالیک کې ویلي چې له ولسمشر حامد کرزي سره دې پایلې ته رسېدلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي هوکړه له ۲۰۱۴ کال وروسته ډیره مهمه ده او په پای کې دې پایلې ته ورسېدل چې د هوکړې پر سر خبرې ډیر ژر پیل کړي.
کابل ته په ناڅاپي سفر راغلي امريکايي سناتوران جان مکين او لينډسي ګراهم وايي چې کابل او واشنګټن بايد ژر تر ژره دا تړون لاسليک کړي.
د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین په دې اړه ويلي: (( زه فکر کوم امنیتي تړون موږ ته ډير ارزښت لري، هيله من يم چې ژر تر ژره دا تړون لاسليک شي څو له مخې یې موږ په افغانستان اوږدمهالي حضور ته اړين تياري ونيسو.))
دا سناتوران وايي چې په افغانستان کې د مصرف شوو ملياردونو ډالرو د برخليک او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د دوی موجوديت په ياد تړون پورې تړلي دي: ((امریکا تل له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمنه ده. افغانان، طالبان او په ځانګړی ډول پاکستان دې په دې پوه شي چې امریکا به هيڅکله افغانان يوازې پرينږدي.))
د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند د خبرو اترو لړۍ شاوخوا نهه مياشتې مخکې پيل شوې وه او تر اوسه د خبرو درې مرحلې ترسره شوې دي.
خو تېره مياشت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو پر څرنګوالي د افغانستان حکومت سخت غبرګون وښود او له امريکا سره يې پر امنيتي سند خبرې وځنډولې.
افغان حکومت اعتراض کاوه، چې امريکا ورسره د ياد دفتر د پرانستلو د څرنګوالي په اړه له شوو ژمنو سرغړونه کړې وه.
كه څه هم امريكا اوس له بېلابېلو چينلونو هڅه كوي چې پر امنيتي تړون د څلورم پړاو خبرې ژر پيل شي، خو په مقابل كې يې افغان حكومت خپل شرطونه مخې ته كوي.
ولسمشر حامد کرزي له يادو امريكايي سناتورانو سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړې چې افغانستان پر امنيتي تړون د لاسليک لپاره ځينې شرايط لري.
نوموړي دغه شرايط د افغانستان د هوايي ځواک پياوړي کول، د ګاونډيانو د ګواښنې پر مهال د دفاع او په افغانستان کې امنيت راوستل په ګوته کړي .
خو څو ورځې مخکې يې بيا ويلي وو چې هغه مهال له امريکا سره پر امنيتي سند خبرې پيلوي، چې طالبان د سولې له عالي شورا سره خبرې پيل کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ايمل فيضي هم له نړيوالو رسنيو سره په خبرو كې ويلي چې له امريكا سره پر امنيتي تړون د خبرو د بيا پيلولو پر وړاندې شرط دا دى چې وسله وال طالبان بايد له افغان حكومت سره د سولې خبرې وكړي.
افغان حكومت پر داسې مهال له امريكا سره د امنيتي تړون په لاسليك كې د سولې د عالي شورا او وسله والو طالبانو مخامخ خبرې اصلي شرط په ګوته كوي چې رويټرز خبري اژانس د يوه لوړ پوړي امريكايي چارواكي له خولې خبر ور كړ چې وسله وال طالبان د قطر له دفتره د دوى د لوحې او بيرغ په راښكته كولو ناخوښه دي او له افغان حكومت او امريكا سره د سولې له خبرو پښې سپكوي.
دا چې د وسله والو طالبانو او افغان حكومت له مخامخ خبرو پرته به هم د كابل او واشنګټن تر منځ دغه تړون لاسليك شي او كه څنګه، وخت به يې روښانه كړي.
