خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې پر دې بحث کړی چې د دولت د وسله مخالفانو په وړاندې د ولسي خلکو پاڅونونو قوت موندلی او د وسله بریدونه پر دوی هيڅ راز اغېز نه شي کولای. خدمتکار د غزني د پاڅوانوالو له قوله لیکلي چې پر دوى د وسله والو طالبانو بريدونه منفي اغېز نه كوي، بلكې پاڅوانوال د دوى له بريدونو د ځان د دفاع لپاره نوې انګېزه اخلي.

د چارو شنونكي وايي چې پاڅونوالو پر وسله والو طالبانو په كور كلي كې د فعاليت سيمه محدوده كړې او له همدې امله ده چې د پاڅونوالو پر وړاندې يې رواني او فزيكي جګړه پيل كړې ده.

د سياسي او پوځي چارو شنونكي جنرال امرالله امان له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې پاڅونوالو په كليو او بانډو كې د طالبانو د پټېدو ځاى ورك كړى دى، نو ځكه يې په خپلو فعاليتونو كې د دوى ځپلو ته لومړيتوب ور كړى دى: ((وسله وال به په كلي كې پټېدل، زكات، عشر او نور به يې له كليوالو ټولول، خو پاڅونوالو دا هر څه پر دوى بند كړي، نو ځكه پاڅونوال هم د شپې پاڼو د خپرولو له لارې او هم له فزيكي لارو د وسلو طالبانو تر بريدونو لاندې راځي.))

نوموړى زياتوي، كه چېرې حكومت له پاڅونوالو سره ژمنه او علاقه پيدا كړي او له دوى سره كشفي معلومات شريك كړي، پاڅونوال د وسله والو له بريدونو ژغورل كېداى شي: (( پاڅونوال د وسله والو طالبانو د كفر د ټاپې له وېرې له حكومت سره اړيكو ته چندان زړه نه ښه كوي.))

په ورته وخت كې افغان چارواکي او د غزني ځايي خلك وايي چې په غزني كې د طالبانو پر وړاندې د پاڅونوالو د قوماندان حبيب الله خان وژل كېدل به د خلكو هوډ كمزورى نه كړي.

د غزني ولايت يو اوسېدونكى چې د امنيتي دلايلو له امله يې ځان محمود ياد كړى، ويلي: ((دغه ترهګريز اقدامات زموږ د وېرې سبب نه شي كېداى، بلكې دغه ډول ناوړه اقدامات به د ورانكارو پر وړاندې د خلكو لپاره يوه انګېزه شي.))

د غزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي منځنۍ اسيا انلاين ته ويلي چې حبيب الله خان يو له هغو اوو كسانو څخه و چې په مقر كې په يوه ځانمرګي بريد كې ووژل شو او په دغه بريد كې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ نور ملكي خلك ټپيان شوي هم وو.

د رپوټونو له مخې، د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د خلكو پاڅونونه د تېر كال په وروستيو كې په غزني ولايت كې پيل شول چې وروسته بيا د افغانستان ختيځ، جنوب، لوېديز او شمال ته هم وغځېدل.

احمدي زياته كړې، اوس د كابل خلك هم غواړي له دوى سره مرسته او د طالبانو پر وړاندې جګړه وكړي، ځكه چې دوى نور د ترهګرو حاكميت نه شي زغملاى.
د ده په وينا، دولت اوس د هېواد په مهمو څنډو كې د سيمه ييزو پوليسو پوستې رامنځ ته كړې دي څو له ځايي خلكو سره مرسته وكړي: (( د دولت دا اقدام نه يوازې د ملاتړ سبب كېږي، بلكې دا يوه رسمي اداره هم ده چې كولاى شي ځايي خلك استخدام كړي.))

دى ادعا كوي چې ترهګرو په ولس كې خپل ملاتړ له لاسه وركړى او د دوى پر وړاندې له مخ پر زياتېدونكي مخالفت څخه اندېښنه لري: ((ترهګر بې ګناه خلك، په ځانګړې توګه هغه كسان وژني چې د دوى پر وړاندې په پاڅونونو كې برخه اخلي او له دې څخه يې هدف دا دى چې په سيمه كې خپل نفوذ خوندي وساتي.))
د ده په خبره: ((خلكو د هغو ظالمانو ترهګرو پر وړاندې پاڅون كړى چې دوى ته په سيمه كې نه د ښوونځيو او نه هم د روغتونونو اجازه وركوي. له همدې امله ځايي خلك ترهګرو ته د بېرته راګرځېدو اجازه نه وركوي.))

محمود وايي: ((د طالبانو پر وړاندې پاڅون په دې دلالت كوي چې ترهګر په خلكو كې نور ځاى نه لري، خو طالبان د قومي مشرانو د وژلو له لارې په خلكو كې د وېرې د خپرولو هڅه كوي. په داسې حال كې چې د دوى دغه ستراتيژي نه كار كوي او نه به كار وركړي.))

د دې تر څنګ د فارياب يو اوسېدونكي سرور باى منځنۍ اسيا انلاين ته ويلي، افغانانو تر خپلې وسې پر ترهګرو فشار اچولى دى او د ترهګرو نور عمليات به يوازې د خلكو هوډ د دوى پر وړاندې پياوړى كړي.

د سرور له قوله، د طالبانو پر وړاندې په فارياب كې خيرالله يو ښه قوماندان و چې ترهګرو ترور كړ او له دې سره يې د ځان پر وړاندې د ځايي خلكو غوسه لاپسې زياته كړه.

ده زياته كړه، ترهګر بايد پر دې پوه شي چې كه دوى يو ولسي مشهور قواماندان وژني، نو نور داسې وړ كسان ډېر دي چې د هغه شته ډكه كړي

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *