خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې افغان دولت له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره د افغانستان د سولې عالي شورا رامنځ ته كړې، خو د چارو شنونكي وايي چې د يادې شورا په تركيب كې ملي شخصيتونه نه دي ځاى پر ځاى شوي او ياده شورا د خپل كار له پيله تر اوسه له خپلو دندو بريالۍ نه ده راوتلې.
د سياسي او ټولنيزو چارو كارپوه استاد حبيب الله رفيع وايي، تراوسه پورې د سولې لپاره صادقانه ګام نه دى پورته شوى.
نوموړی زياتوي چې ښكېل اړخونه افغان حكومت، وسله وال طالبان او امريكا د سولې په پروسه كې منافقت كوي او هر اړخ سوله د خپلو ګټو په رڼا كې غواړي.
ښاغلي رفيع زياته كړه چې د سولې او ثبات د رامنځ ته كولو لپاره بايد لومړى د سولې د عالي شورا په جوړښت كې بدلون راشي او دغه شورا له بې طرفه او ملي كسانو څخه جوړه شي: (( تر هغه چې د سولې د عالي شورا په تركيب كې بې طرفه كسان نه وي ځاى پر ځاى شوي سوله نه شي راتلى.))
ښاغلي رفيع له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې د سولې عالي شورا په چوكاټ كې د بې طرفه كسانو ځاى پر ځاى كېدنه به د مخامخ خبرو اترو لپاره زمينه برابره كړې او تر هغه وروسته بايد د ښكېلو اړخونو يوازې مشروع غوښتنې ومنل شي او د ملي ارزښتونو په رڼا كې دې د سولې خبرې پر مخ لاړې شي.
بله خوا په ولسي جرګه كې د كونړ د خلكو استازى صالح محمد صالح خدمتګار ته وويل چې د سولې لپاره يوې پياوړى رهبرۍ اوغښتلې همغږى ته اړتيا ده:((متاسفانه تر اوسه پورې چې د سولې لپاره كوم كارونه شوي ټول د يوې پروژې په شكل رامخې ته شوي، جمهور رييس د سولې په عالي شورا كې داسې بې روزګاره كسان په دندو ګمارلي چې د سولې لپاره هيڅ اراده نه لري.))
دى وايي اوسنى نظام د سولې په راوستو كې پاتې راغلى او ولس ته له دغه كړكېچه د وتلو لپاره يوازنۍ لار دا پاتې ده چې په راتلونكو ټولټاكنو داسې يو كس ته رايه ور كړي چې په هېواد كې شته ستونزې را كمې او سوله رامنځ ته كړي.
د بشري حقونو فعال لعل ګل لعل بيا له خدمتګار سره په خبرو كې وويل، تر هغه چې د افغانستان له پولو بهر د ترهګرو پټنځيونه له منځه لاړ نه شي، فقر او بې كاري ورك نه شي او پر جنګي جنايتونو تورن محاكمه نه شي، د سولې رامنځ ته كېدل ناشوني ښكاري:((په افغانستان كې استخبارتي جګړه روانه ده او تر هغې چې د پردې ترشا استخباراتي مسايل حل شوي نه وي سوله نه شي راتلى.))
نوموړي زياته كړه، هغه كسان چې په جنګي جنايتونو كې لاس لري او د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي بايد محاكمه شي: (( دوى په دې پوهيږي كه سوله او امن راشي له دوى څخه د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جنايتونو په اړه پلټنې كيږي، نو ځكه جنګسالاران ناامنۍ ته پر سوله ترجيح ور كوي.))
دا په داسې حال كې ده چې شاوخوا دوه نيمې اوونۍ وړاندې په قطر كې له افغان حكومت سره د سولې د خبرو د پر مخ وړلو لپاره وسله والو طالبانو ته دفتر پرانستل شو، خو افغان حكومت د ځينو ملاحظاتو له امله د دغه دفتر د پرانستې په ټس كې له امريكا سره پر امنيتي تړون خبرې وځنډولې، خو روانه اوونۍ د ولسمشر حامد كرزي په مشرۍ د سياسي او جهادي مشرانو په مشورتي غونډه كې پرېكړه وشوه چې له امريكا سره به پر امنيتي تړون خبرې هغه مهال له سره پيل شي چې په قطر كې طالب استازي د افغانستان د سولې له عالي شورا مخامخ خبرو ته كېني.
