خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې له تېرې لسيزې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې د پوهنې پر وړاندې تنظيم شوي تخريبوونكي فعاليتونه تر سره كېږي چې تر اوسه يې دولت په مخنيوي كې پاتې راغلى دى.
خدمتګار لیکي، د همدغو ګواښونو په لړ كې تېره ورځ په جوزجان كې يو ښوونكى د نامعلومو وسله والو له خوا لومړى يرغمل او بيا په بې رحمانه ډول ووژل شو.
د پوهنې وزارت چارواكي دا مني چې په افغانستان كې د نورو سكټورونو تر څنګ پوهنې ته هم ګواښونه متوجه دي، خو دا نه مني چې ګويا كوم ښوونكى دې قصداً د معلمۍ په ګناه وژل شوى وي.
د پوهنې وزارت د رسنيو مسوول كبير حقمل له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې د افغانستان قسم خواره دښمنان بې له شكه له پوهنې سره خپله دښمني پالي او په تېرو كلونو كې يې د پوهنې پر وړاندې خنډونه او ننګونې را منځ ته كړي، خو تر اوسه څوك قصداً د معلمۍ په جرم نه دى وژل شوى:((د كورنيو جګړو له امله تربګنۍ او شخصي خصومتونه كور په كور پيدا شوي او ښايي ښوونكي هم د همدغو تربګنيو ښكار شوي وي.))
ښاغلى حقمل په داسې حال كې د ښوونكو عمدي وژنه نه مني چې په تېرو كلونو كې وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې ښوونځي سوځولي، لسګونه ښوونكي يې وژلي او تر دې چې د خپلو هدفونو د ترلاسه كولو لپاره يې په جنوبي ولايتونو كې د ماشومانو پر مخ ښوونځي هم تړلي دي.
دا په داسې حال كې ده چې د روان کال په اوږدو کې په شمالي ولايتونو كې د مسمومېدو د پېښو ترڅنګ د ښوونكو د عمدي وژنو پېښې هم رامنځته شوي چې د اړوندو مسوولينو تر څنګ يې عام خلك هم اندېښمن كړي دي.
تېره ورځ د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د يوه ښوونكي جسد، په داسې حال کې چې سر يې پرې شوی و، تر لاسه شو.
د قوش تېپې ولسوال امين الله خدمتګار ته وويل، خدای نور د تېرې ورځې له ماښامه لادرکه شوی و، چې پرون يې عامو خلکو په داسې حال کې جسد تر لاسه کړ چې سر يې پرې شوی و: ((د خداي نور ګناه دا وه چې ښوونكى و، نوره يې هېڅ ګناه نه درلوده، موږ نه پوهېږو چې دغه نامعلوم وسله وال د افغانانو له پوهنې سره څه مشکل لري.))
د هغه په وينا، په دغه سيمه كې نامعلومو وسله والو د پوهنې پر وړاندې جدي ګواښونه رامنځ ته كړي چې د دوی تر څنګ يې خلک هم اندېښمن كړي دي.
د جوزجان اوسېدونکي محمد ابرار سخي زاده خدمتګار ته وويل، دولت د معارف پر وړاندې د وسله والو مخالفانو ګواښونو ته د ناامنۍ د عادي پېښو په سترګه ګوري، چې همدې بې غورۍ ستونزې راولاړې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو څو مياشتو په ترڅ کې دا درېيمه پېښه ده، چې د اهل معارف پر وړاندې کېږي. (( څه موده وړاندې يو بل ښوونكى او يو قومي مشر، چې د معارف ملاتړى و، د نامعلومو كسانو له خوا ووژل شول.))
د هغه په وينا، دغو پېښو د پوهنې روان بهير ټکنی کړی چې له امله يې ښوونکي په سمه توګه ښوونځيو ته نه شي ورتلای.
په بلخ کې هم له تېرو څو مياشتو را په دې خوا د معارف پر وړاندې شته بېلا بېلې ننګونې په ډېرېدو دي چې له امله يې عام خلک په اندېښنه کې دي.
دوه مياشتې وړاندې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د يو ښوونځي درې ښوونکي، په داسې حال کې چې له کورونو د ښوونځي په لور خوځېدلي وو، نامعلومو وسله والو له تښتونې وروسته ووژل.
همداراز يوه مياشت وړاندې په مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نامه د يوه خصوصي پوهنتون رييس محمد ظريف نامعلومو كسانو له تښتونې وروسته وواژه.
د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد الله خدمتګار ورځپاڼې ته وويل، که امنيتي ځواکونه د معارف پر وړاندې د شته ننګونو د مخنيوي لپاره جدي هڅې ونه کړي، نو د عامو خلکو اندېښنې به د پوهنې پر وړاندې خنډونه لا پسې زيات کړي.