خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې وسله والو طالبانو ته د قطر دفتر له افغان حكومت سره د سولې د خبرو اترو لپاره د يوه ادرس د پيدا كېدو په هدف پرانستل شو، خو د دغه دفتر تر پرانستل كېدو دوه ورځې وروسته د طالبانو مشر ملامحمد عمر ويلي چې د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته به د يوې اوونۍ په موده كې كابل بېرته ونيسي.
پر يوه مهال د وسله والو طالبانو په دريځونو كې دومره ژور توپير دا په ډاګه كوي چې يا خو طالبان پر سوله باور نه لري يا هم پخپلو كې دوى په څو ډلو وېشل شوي دي.
د سياسي چارو شنونكي وايي چې د وسله والو طالبانو تېرو كړنو ته په كتو، ولس له دوى خوا بدى دى او په هيڅ صورت سره بيا طالبان نه شي زغملاى.
د سياسي چارو شنونكي عبدالرحمن هوتكي له خدمتګار ورځپاڼې سره په ځانګړې مركه كې وويل چې د افغانستان د اوسنيو ستونزو حل يوازې په سوله كې نغښتى دى او د نورو انتخابونو ازمويل تېروتنه ده: ((طالبان په هغه اندازه پياوړي نه دي چې افغان حكومت دې را وپرځولى شي، خو دوى كولاى شي يوازې امنيتي ستونزې رامنځ كړي.))
نوموړى زياتوي، كه په افغان حكومت كې فساد له منځه ولاړ شي او قانون حاكم شي، نو د جګړې په پاى ته رسولو كې به موثر رول ولوبوي: (( كه په افغان حكومت كې فساد له منځه لاړ شي او قانون حاكم شي دا به ټول افغانان پر خپل حكومت خوش باوره كړي او ور سره جوخت به وسله وال خپل بشري ځواك كاملاً له لاسه ور كړي.))
د هوتكي په خبره، كه وسله وال طالبان له سولې پرته بل انتخاب وكاروي، نو بې له شكه چې پر وړاندې به يې لكه د تېر په څېر د افغانستان په مختلفو سيمو كې ولسي پاڅونونه وشي.
دا په داسې حال كې ده چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخند ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په وتلو سره به په یوه اوونۍ کې کابل بیرته ونیسي.
د کوټي شورا یو غړی چې له ملا عمر سره نږدې اړیکې لري د امریکا فاکس نیوز وېبپاڼې ته ویلي چې ملا محمد عمر اخند دا خبرې د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه ځای کې کړې دي.
د ملا عمر دغه نږدې کس وايي چې ملا عمر له امریکا سره د طالبانو خبرې هم رد کړي دي او ملا عمر ته تر امریکایانو د هغوى میلمه پالان ستر دښمنان ښکاریږي.
د ملا عمر د دې نږدې کس په وینا، ملا عمر ښه روغتیا لري، خپل پرهیزګاره ژوند تیروي او د خپلو وفادارو ساتونکو له خوا يي ساتنه کېږي.
دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان له پاره د م.م پخوانی ځانګړی استازی، تام کونیګس وایي چې طالبان هم اوس پوه شوي دي چې په یوازیتوب په افغانستان کې حکومت نه شی کولای.
هغه زياتوي چې روانه لانجه درې اړخونه لري:((افغان حکومت ، طالبان او د امریکایانو په مشرۍ په افغانستان کې د ناټو ځواکونه، دغه درې اړخونه باید له یو بل سره خبرو اترو ته کښیني.))
د کونیګس په نظر د افغان حکومت د اعتراضونو سره سره، ښایي له طالبانو سره خبرې وشي، خو هغه به له سختو ستونزو سره مل وي. د یادونې وړ ده چې تام کونیګس د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازی دی او له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۰۷ کاله پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وو.
نوموړي زياته كړې، خو په سیمه کې ځینو نور اړخونه هم شته چې باید په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي. د بیلګې په توګه د پاکستان له ملاتړ څخه پرته له طالبانو سره اوربند ممکن نه دی. دغه راز ایران هم د یوه مهم ګاوڼدي په توګه په دې خبرو اترو کې کولای شي نقش ولري.
www.khedmatgar.com