خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي دي چې نږدې دوه مياشتې وړاندې د غرنیو علاقو خلک هغو وسله والو ته خوشاله وو چې تازه د پاکستان له خاورې سپکو او درندو وسلو سره راغلي وو، ځايي خلكو ځکه وسله والو ته خوشحالي کوله چې وسله والو يې هر كال د كوكنار كروندې ساتلې.
د هسكې مېنې اوسېدونكي شين ګل له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې د کوکنارو پر ضد د کمپاين ځواکونه څو ځلې دې ولسوالۍ ته ورغلي، خو د دې پر ځاى چې کوکنار له منځه يوسي، له وسله والو سره په نښتو سر شوي دي:((کوکنار له دې امله پاتې شول چې د کمپاين ځواکونه يې وسله والو سره په جګړه ښکېل وو.))
قيوم وايي، دى د هسکې مينې او جلال اباد ترمنځ موټر چلوي او له اوغز څخه نيولې تر شپولې او مزينې پورې لاره وسله والو ناامنه کړې ده:((په ولسوالۍ كې د وسله والو ډلو موجوديت د ځايي خلكو پر كاروبار منفي تاثير كړى، ځكه د ولس په منځ كې جګړه تر ټولو لومړى د ولس په زيان ده.))
ځايي خلک وايي، دوى چې دوه مياشتې وړاندې وسله والو ته خوشحاله وو، اوس پرې تنګ شوي دي، خو وسله وال د قومي مشرانو او مخورو په خوله هسکه مينه نه پرېږدي.
قومي مشر ملک سردار خدمتګار ته وويل، خلکو په خپل لاس خپلو کورونو ته اور راوړى، که په لومړيو کې خلکو غوښتى واى، وسله وال دومره ډېر وخت نه پاتې کېدل: ((دا همدې خلکو د کوکنارو لپاره وسله والو ته ځاى ورکړى، اوس چې کوکنار تېر شوي، خلک ورسره تنګ شوي دي، خو هغوى نه وځي.))
ملک سردار وايي چې هسکه مينه او د شينوارو څو نورې ولسوالۍ دا وخت تر ټولو ډېرې ناامنه دي او لوى علت يې همدا د کوکنارو ساتندويه وسله وال دي، چې په سر کې د خلکو په خوښه راغلي، مګر اوس د خلکو په خبره نه وځي.
په شينوارو کې په تېرو څو ورځو کې يوازې د اوغز خلک د وسله والو په مخنيوي توانېدلي او د هغې ولسوالۍ په نورو برخو کې وسله وال ازاد فعاليت کوي.
د وسله والو طالبانو مطبوعاتي دفتر په هسکه مينه او د شينوارو په نورو ولسواليو کې د خپلو وسله والو موجوديت مني، مګر وايي هغوى خپل هدفونه لري او د دې لپاره نه دي چې د خلکو له کوکنارو نه ساتنه وکړي.
د ننګرهار دولتي چارواکي وايي چې داسې پلان شته چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په هدف د ځينو سرحدي ولسواليو په ګډون په لرو پرتو ولسواليو کې پوځي عمليات ترسره کړي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول حضرت حسين مشرقيوال خدمتګار ته وويل، په چپرهار، بټي کوټ او خوګياڼيو ولسوالۍ كې د وسله والو پر ضد عمليات ترسره شوي او پاتې ولسوالۍ به هم له وسله والو پاکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ د مزار درې خلکو بې له دې چې دولتي ځواکونه ورسره مرسته وکړي، يوازې يې د وسله والو يوه غښتلې ډله هغه وخت په تېږو او ډبرو وويشتله چې غوښتل يې د کليو په منځ کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړي.
د مزار درې اوسېدونکي وايي، د وسله والو له وهلو ډبولو وروسته يې په هغو ځايي اوسېدونکو لار وتړله چې تر دوى پورته اوسېږي او وسله وال ترې مزار درې ته راښکته کېږي.
سيداجمل خدمتګار ته وويل، مزار دره له لغمان او پېج درې سره لګېدلې، هلته شته وسله وال غواړي امنو سيمو ته ناامنۍ وغځوي.
