خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې وسله وال طالبان هڅه كوي له بې وزلو ماشومانو څخه چې عمرونه يې تر اتو كلونو رسېږي، د ځانمرګو بريدګرو په توګه كار واخلي.
د ډيلي بيسټ ويبپاڼې د رپوټ پر بنسټ، وسله وال طالبان په افغانستان كې له بې وزلو ماشومانو څخه چې د يوې مړۍ ډوډۍ په پيدا كولو پسې له كوره وتلي وي، ناوړه ګټه پورته كوي او هغوى ته د كمو امكاناتو په برابرولو هڅه كوي له هغوى څخه د سړك غاړې د ماينونو او همدارنګه د ځانمرګو بريدونو په تر سره كولو كې كار واخلي.
كه څه ترهګرې ډلې په خپلو ګروپونو كې د ماشومانو موجوديت نه مني، خو حقيقت دا دى چې ترهګرو ډلو اوس د بې وزلو او بې موره او بې پلاره ماشومانو په راټولولو او له هغوى څخه په ترهګريزو اعمالو كې ګټه اخستلو ته ملا تړلې ده: (( د ترهګرو ډلو له خوا كوچنيو ماشومانو ته د ټوپك چلولو، له چاودېدونكو توكو سره د بلدتيا او همدارنګه د ځانمرګو واسكټونو د پر ځان كولو چلونه ور ښودل كېږي او ماشومانو ته په بدل كې چاكلېټ او نور خواږه توكي ور كول كېږي.))
د وسله والو طالبانو له خوا ځانمرګو بريدونو ته د هڅول شويو ماشومانو په ډله كې يو هم نياز دى.
نياز د هلمند اوسېدونكى دى او رسنيو ته يې دا كيسه كړې چې څنګه يې بالاخره ځانمرګى واسكټ پر تن كړ.
نياز وايي چې پر كور يې امريكايي ځواكونو بمبار وكړ، پلار يې په زړه او سر ولګېد او مور يې هم په سينه چره وخوړه او دواړه مړه شول: (( د كور حيوانات هم په بمبار كې مړه شوي وو، زه يوازې پاتې شوم، يوه ډله طالبان را پسې راغلل، زه يې دلاسا كړم، پيسې يې راكړې او له ځانه سره يې ملګرى كړم.))
د نياز دوى په كور له بمباره لږ وخت وتلى و چې نياز د طالب مشرانو له خوا نږدې كلي ته وتښتول شو او هلته يې دا ور زده كړل چې وسله او نور چاودېدونكي توكي څنګه سمبال كړي.
په لومړيو كې طالبانو نياز په چاكليټونو خوشالاوه، خو وروسته يې ور ته وويل چې موږ پلان لرو تا ته ځانګړې ډالۍ در كړو او هغه ځانګړۍ ډالې يو ځانمرګى واسكټ و چې په كرنېډونو او مرميو ډك و:((ټول ځان مې په ګرنېډونو وپوښل شو او ما ته يې ۵۰ افغانۍ هم راكړې او راته يې وويل چې ځان د پوليسو په تلاشۍ كې والوځاوه، ما ترې پوښتنه وكړه، كه زه ځان والوځوم، نو بيا په دې پيسو څه وكړم، خو دوى كوښښ كاوه ما تحريك كړي، را ته يې وويل، كه ته ځان والوځوې، نو جنت ته به لاړ شې.))
خو نياز چې دا هر څه ورته عجيب ښكارېدل، د وسله والو له پوستې ۱۲ كيلومټره لرې، د پوليسو پوستې ته وتښتېد او له هغه ځايه نياز د لښكرګاه داراليتام ته ولېږدول شو، اوس نو نياز ۱۰ كلن شوى دى.
خو دا يوازې نياز نه و چې د طالبانو له خوا ځانمرګي بريد ته هڅول شوى و، بلكې په لښكرګاه او غزني كې كابو ۲۲۴ داسې ماشومان بنديان دي چې د وسله والو طالبانو له خوا ترهګريزو بريدونو ته هڅول شوي وو.
د نجيب الله قريشي په نامه يوه افغان فلم اخستونكي يادې سرچينې ته ويلي چې دمګړۍ زرګونه ماشومان د وسله والو تر روزنې لاندې دي چې د بم جوړولو او ځاى پر ځاى كولو چل ور زده كړي يا يې هم ځانمرګو بريدونو ته اماده كړي: (( ۱۳ كلن ماشومان خو بايد د معمول له مخې وسلې ته لاس كړي، دلته لس فيصده غټان باسواده دي، ماشومان خو بيخي عقل نه لري، دوى يوازې هغه څه كوي چې ملايان يې ور ته ووايي.))
نجيب الله زياته كړې، هغه زندان چې په هلمند كې د بريټانيا له خوا د ۵۰۰ زرو پونډو په لګښت جوړ شوى او په هر دهليز كې يې ۲۰ ماشومان زندانيان دي، يو هم په كې حنان دى: (( حنان ۱۲ كلن دى او هغه مهال له وسله والو طالبانو سره ملګرى شو، چې د امريكايي ځواكونو په بمبار كې يې پلار له لاسه ور كړ.))
حنان له كوچنيوالي له وسلو سره مينه لرله، ځكه چې پلار يې هم د طالبانو راكټچي و.
سرچينې د نجيب الله له خولې ليكلي، ډېرى كسان په دې باور دي چې په كورنيو جګړو كې له ماشومانو څخه ګټه اخستل معمول دى. دوى داسې انګېري چې يوازې طالبان نه دي چې له ماشومانو څخه په خپله جګړه كې ګته اخلي، بلكې نور اړخونه هم دا كار كوي اما داسې نه ده، په جګړه كې چې هر څوك له ماشومانو ناوړه ګټه اخلي، بزدلانه عمل كوي او له اسلامي او نړيوالو اصولو او مقرراتو څخه سرغړونه كوي.
حقيقت دا دى چې له ماشومانو څخه د طالبانو ناوړه ګټه اخستنه، نه يوازې له افغان ماشومانو سره ظلم او د جګړې له قوانينو سرغړونه ده، بلكې په نړيواله كچه د طالبانو د غه عمل د غندنې دى.
