طالبان په مقدسو نومونو بې ګناه خلك وژني وسله والو طالبانو د روان كال عملياتو ته د خالد بن وليد نوم ور كړى دى چې د رپوټونو له مخې د طالبانو په سږنيو عملياتو كې د بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلې كچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.
افغان امنيتي چارواكو د يكشنبې په ورځ وويل چې يوازې د روژې په مباركه مياشت كې د وسله والو طالبانو له خوا په ورځني ډول ۱۵ بې ګناه افغانان وژل شوي دي.
د چارو شنونكي وايي چې په روان كال كې د طالبانو له خوا د خالد بن وليد او نورو مذهبي شخصيتونو په نامه د عملياتو پيلول او د همدغو عملياتو په ترڅ كې د بې ګناه خلكو پرېمانه وژل سترو مذهبي شخصيتونو ته سپكاوى دى.
د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو د اتحاديې رييس احمدضيا بوميا په دې اړه ويلي چې وسله وال طالبان له دې لارې غواړي د بې ګناه خلكو وژنو او له قانوني حكومت سره پيل كړې مبارزې او جګړې ته مشروعيت ور كړي.
نوموړي زياته كړې، طالبان د هغو ترهګرو پر قبرونو چې بې ګناه خلك وژني د شهيدانو تېږې ږدي او د خپلو عملياتو په ترڅ كې د وژل شوو بې ګناه افغانانو د وژونكو ستاينه كوي.
بوميا وويل، دا ډول نوم ايښودنې د دې لپاره دي چې ساده او د اسلام له ناسم تعبير څخه زيانمن شوي خلك وغولوي او د هغوى پام ځان ته راواړوي:(( ترهګر پوهېږي چې څرنګه د اسلامي څېرو له نامه څخه په ګټه اخستنه، نوى ځواك جذب او په دام كې ونښلوي.))
بل شنونكي اصغر عسكري چې يو پاكستانى مفسر او څېړونكى دى، منځنۍ اسيا انلاين ته يې ويلي چې ترهګر له دې لارې غواړي د مسلمانانو او كافرانو په منځ كې د خالد بن وليد سپكاوى وكړي.
هغه دا پوښتنه وكړه چې ايا دا په دې معنا ده چې د پيغمبر ستر صحابي پرته له دې نه چې له خپلو خلكو سره جنګ وكړي او د بې ګناه خلكو وينه تويه كړي، نور څه نه دي كړي؟: ((خالد بن وليد د طالبانو په خلاف هيڅكله ښځې، ماشومان او زاړه كسان نه دي وژلي او نه يې هم له مسلمانانو سره جګړې كړې دي.))
نوموړي زياته كړه چې په سترو مذهبي څېرو پورې د تاوتريخوالي تړل اسلام ته ډېر غټ تاوان رسوي او حتى غير مسلمانانو ته وايم چې ايا زموږ د قدر وړ اشخاص د دولتونو پر وړاندې د بلوا او وژنو مخينه لري؟
نوموړي خبردارى ور كړ چې ډېر ژر به د خالد بن وليد په څېر كسان د تاوتريخوالي او بلوا پر ځاى په نړۍ كې د سولې پيغام خپور كړي.
د پاكستان په نړيوال اسلامي پوهنتون كې د اسلامي څېړنو د برخي افغان عالم ډاكټر عطا هم له پورته نظر سره توافق ښودلى دى.
نوموړي منځنۍ اسيا انلاين ته ويلي، خپل تاوتريخجن اعمال د اسلام پر مقدسو او سترو څېرو پورې تړل په اصل كې د دغو سترو شخصيتونو تر سوال لاندې راوستل دي: (( طالبان په خپله ناوړه جګړه د حضرت محمد ( ص) د صحابه و كرامو له نومونو څخه په ګټه اخستنه د بې ګناه خلكو د وژنو، تاوتريخوالي او ځانمرګو بريدونو فضا رامنځ ته كوي چې دا خپله د افغان ځوانانو په منځ د صحابه و كرامو احترام ته زيان رسوي.))
نوموړي زياته كړه چې ترهګر له څو كلونو راهيسې د اسلام د سترو شخصيتونو له نومونو څخه ناوړه استفاده كوي.
ښاغلي عسكري زياته كړې، ترهګرو ډلو په نړيواله كچه خپل زور بايللى او اوس د افغانستان او د پاكستان د قبايلي سيمو د عامو اوسېدونكو غولونې ته يې ملا تړلې ده چې د همدغو ځوانانو په غولونه يې خپلې ليكې ډكې كړي.
دا لومړى ځل نه دى چې په افغان جګړه كې وسله والو طالبان د جګړې له اصولو په سرغړونه تورنېږي بلكې تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د خپلو جنګياليو په غاړه كې تعويذونه اچولي و او ورته ويلي يې و چې له دې تعويذونو سره مو نه دښمن ليدلى شي او نه مو وژلى شي.
دوه مياشتې وړاندې د افغان ځواكونو له خوا په كندهار كې ځينو نيول شوو طالبانو ويلي و چې په پاكستان كې ورته داسې تعويذونه وركړل شوي چې ګويا د جګړې پر مهال افغان ځواكونه تاسې نه شي ليداى.
دوى زياته كړې وه، په پاكستان كې ورته ويل شوي چې دغه تعويذونه د جګړې پر مهال د ډال كار ور كوي او كه له ځانه سره يې وساتئ بريا مو خپله ده.
شنونكي د وسله والو طالبانو يادو كړنو ته په كتو وايي چې وسله وال طالبان په خپله ناوړه جګړه كې د الله جل جلاله له ملاتړ نه مایوسه شوي، او مذخرفاتو ته يې پنا وړې ده.
دوی زياتوي، وسله وال طالبان په دې کار سره یو نا لوستى ساده او پاک زړٰ مسلمانان غولوي او د مرګ خولې ته یې ور ټېل وهي او له بلې خوا د الله له نصرت نه مروریږي او له اسلامي احكامو سرغړونه كوي
.