خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د پاكستان څارګره اداره د ترهګرو ډلو په انسجام، روزنه او تجهيز كې خلاص لاس لري چې ښه بېلګه يې په پاكستان كې د امريكا له خوا د اسامه بن لادن په ګډون د لوړ پوړو ترهګرو په نښه كېدل دي.
د بن لادن د وژنې رپوټ افشا کېدو د پاکستان استخباراتي اداره اى، ايس، اى له خجالت سره مخامخ کړه.
د ایبټ اباد کمیسیون رپوټ، چې د پخواني حکومت له لوري د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې په ۲مه نیټه د القاعدې د پخوانې مشر اسامه بن لادن د وژنې د څیړلو لپاره جوړ شوی و، په ښکاره ډول اى، اېس، ای، او نورې امنیتي ادارې د بن لادن په نیولو کې په غفلت او بې کفایتۍ تورنې کړې دي.
د الجزیرې تلویزيوني شبکې له لوري د دغه رپوټ تر افشا کیدو وروسته د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره اى، ايس، اى په داخلي او نړیواله کچه تر سختو نیوکو لاندې راغلي دي.
کارپوهان په دې نظر دي چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د پاکستان د یوه رسمي رپوټ خپریدل کېدای شي د هغو کسانو د اشتباهاتو د پټولو یوه هڅه وي چې په دغه هیواد کې د بن لادن په استوګنې خبر وو.
د چارو شنونكي وايي چې د اى، ايس، اى په تشكېل كې داسې بنسټپالان ځاى پر ځاى شوي چې د بشري حقونو په نامه هيڅ نه پېژني او يوازې په سيمه او نړۍ كې د تاوتريخوالي پراختيا ته لمن وهي.
د سياسي چارو شنونكي مطيع الله خروټي له خدمتګار ورځپاڼې سره په خبرو كې وويل چې د اى، ايس، اى شبكه د نړۍ په كچه د ترهګرو ډلو د همغږي كولو او تنظيمولو چارې پر غاړه لري: (( كه د اى، ايس، اى سازمان له نړۍ ورك شي، نو په نړۍ كې به د ترهګرۍ نوم هم ورك شي.))
ښاغلي خروټى زياتوي، د پاكستان ملكي حكومتونه نه شي كولاى دغه شبكه كنټرول كړي، خو د نړيوال امنيت د خونديتابه په خاطر بايد امريكا او نړيواله ټولنه د دغې شبكې په كنټرولولو كې مرسته وكړي: (( امريكا دې له پاكستان سره په نظامي برخو كې خپلې مرستې د اى، ايس، اى په اصلاح كولو پورې مشروطې كړي.))
د دويچه ويله المان د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زداري امر وكړ چې اى، ايس، اى دې د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې خپل فعاليتونه تنظيم كړي، خو د څو ساعتونو په تېرېدو سره زرداري له خپل امر څخه پر شا شو.
رپوټونه وايي چې هغه مهال د پاكستان څارګرې ادارې د اصف علي زرداري د امر له منلو انكار كړى و.
خو اوس يو شمېر نړيوال شنونكي د پاكستان نوي صدراعظم نواز شريف ته وړانديز كوي چې په نړيواله كچه د پاكستان پوځ او څارګرې ادارې له خراب موقف نه په ګټه اخستو دغه دواړه ادارې را كابو كړي او واك په بشپړ ډول ملكي حكومت ته ولېږدوي.
په واشنګټن كې د نړیوالې سولې د کارنګي بنسټ، غړى فریدرېک ګریر وايي چې د پاکستان پر امنیتي مشرتابه د بې کفایتۍ تور لګول شوی دی، چې د دغه مشرتابه د مشروعیت په کمولو کې مرسته کوي.
لندن میشتى شنونكى فاروق سولېحریا، په دې باور دی چې نواز شریف ښه چانس لري چې اى، ايس، اى تر خپل کنترول لاندې راولي: ((د بن لادن رپوټ اى، ايس، اى داسې افشا کړه چې تر دې د مخه هیڅ کله داسې نه وه افشا شوې او پوځ په داسې یوه وضعیت کې قرار نه لري چې د دیموکراتیک بهیر خنډ وګرځي.))

خو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې اى، ايس، اى اوس هم دومره قدرت لري، چې د ملکي مشرتابه له لوري د خپل قدرت د رامحدودولو مخه ونیسي. کراچي میشته وتلي خبریال سلیم عاصمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: اوس وخت رارسیدلی دی چې بالاخره اى، ايس، اى ته له سره کتنه وشي او تر ملکي کنترول لاندې راوستل شي، خو نواز شريف داسې څه نه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *