خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د پاكستان صدراعظم نواز شريف له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د دويم ځل لپاره اړيكه نيولې او پاكستان ته د ورتلو بلنه يې ور كړې، خو افغان ولسمشر د پاكستان صدراعظم ته په ځواب كې ويلي چې هغه مهال به اسلام اباد ته سفر وكړي چې د سفر پايلې يې مثبتې وي.
په قطر كې د سولې د خبرو د پر مخ وړلو لپاره وسله والو طالبانو ته د دفتر تر پرانستنې وروسته د جمهور رييس اندېښنې هم دوه برابره شوې دي، خو د پاكستان په اړه د افغان دولت اندېښنې له پخوا زياتې وې او تر دې وړاندې هم پاكستان ته د افغان ولسمشر په ګډون د نوور لوړپوړو چارواكو سفرونو مطلوبه پايله نه ده لرلې، نو كېداى شي له همدې كبله وي چې جمهور رييس پاكستان ته د خپل سفر د موثريت لپاره تضمينونه غواړي.
د نواز شريف تر صدراعظمېدو وروسته نوموړي ته د ټليفوني خبرو له لارې لومړۍ بلنه افغان ولسمشر ور كړې وه، خو هغه مهال ويل كېده چې نواز شريف په كور دننه ډېر مصروفيتونه لري او ښايي كابل ته په نږدې وخت كې سفر ونه شي كړاى، خو موده وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې د پاكستان صدراعظم افغان ولسمشر ته د ورتلو بلنه ور كړې ده.
خو اسلام اباد ته د ورتګ په اړه له افغان ولسمشر څخه د نواز شريف دوهم ځل بلنه ښايي دغه هېواد ته د افغان سولې په تړاو د لوړپوړو بهرنيو چارواكو د سفرونو په پايله كې رامنځ ته شوې وي.
په تېره يوه اوونۍ كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جيمز ډابينز له كابله وروسته اسلام اباد ته سفر وكړ او د افغان سولې په تړاو يې له پاكستاني چارواكو سره خبرې وكړې او تر څنګ يې تېره شنبه د انګلستان صدراعظم ډيويډ كامرون اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له خپل پاكستاني سيال نواز شريف او ولسمشر زرداري سره د نورو مسايلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې اترې كړې دي.
افغان ولسمشر له نواز شريف سره په ټلفوني خبرو كې ويلي چې په اصولو كې يې له بلنې سره موافق دى، خو د دې سفر د ګټورې اجنډا د جوړولو لپاره باید اسلام اباد په بهرنیو چارو او ملي امنیت کې خپل سلاکار سرتاج عزیز کابل ته را ولیږي.
ولسمشر زیاته کړې، پاکستان ته یې سفر باید مثبتې پایلې ولري او ددواړو هیوادونو د ولسونو ارزوګانې چې سوله او ثبات دي، باید ددې سفر په پایله کې خوندي شي.
د چارو شنونكي وايي چې د پاكستان د سفر په اړه د ولسمشر وروستى تصميم پر ځاى دى.
د سياسي چارو شنونكي جنرال نورالحق علومي له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې د نواز شريف د بلنې په مقابل كې د ولسمشر وروستى تصميم پر ځاى دى او نواز شريف د نړيوالو فشارونه له امله ولسمشر اسلام اباد ته ور بللى دى:(( د افغان سولې د تحقق لپاره پر پاكستان نړيوال فشارونه مخ پر زياتېدو دي او نواز شريف غواړي په دغې پلمې نړيوالو ته وښيي چې اسلام اباد د افغان سولې د بهير د بريا لپاره هڅې كوي.))
كه څه هم ښاغلى علومي د نواز شريف د بلنې په غبرګون د افغان ولسمشر وروستى تصميم ستايي، خو په ورته وخت كې زياتوي چې په ټوليز ډول افغان ولسمشر حامد كرزى د افغان سولې لپاره كوم نيت نه لري.
نوموړى زياتوي چې افغان ولسمشر د سولې د بهير د پرمخ وړلو لپاره مشخصه اجنډا نه لري او د اندېښنو په پلمه له سولې اوږدې سپكوي، خو زياتوي چې له اندېښنو څخه تېښته ستونزې نه شي حلولاى او په دې برخه كې فعاله ډپلوماسي كولاى شي ستونزو ته حل ومومي:((افغان ولسمشر د سولې د بهير په لاره كې د اندېښنو په پلمه غواړي چې په نږدې راتلونكي كې د سولې په لاره كې خنډ واقع شي او په دې سره راتلونكي ولسمشريزې ټولټاكنې وځنډوي.))
ښاغلى علومي زياتوي چې افغان ولسمشر په تېرو كلونو كې ونه شو كړاى له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره يو ملي جوړښت رامنځ ته كړي: (( كه څه هم د سولې عالي شورا رامنځ ته شوې، خو دې شورا په تېرو درېوو كلونو كې ونه شو كړاى چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره يوازې يوه اړيكه ونيسي.))

د علومي په باور، حامد كرزى بايد د سولې د بهير د موثريت لپاره د سولې په عالي شورا كې يو لړ بدلونونه را منځ ته كړي او د اوسنيو غړو پر ځاى دې ملي شخصيتونه، د سياسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو غړي په دغه شورا كې په دندو وگماري.

2 thoughts on “خدمتګار: له اندېښنو تېښته اندېښنې له منځه نه وړي”
  1. ایا دافغانستان ولس به سه فکرکوی چی حامد کرزی دنوازشریف دا بلنه به ومنی او پاکستان ته ولارشی اودنوازشریف سر دافغانستان په روانوخالت باندی خبری اتری وکری دابه مثبت نتیجه ولری اوکنه منفی داسی خودیرولس مشرکرزی پاکستان ته تلی اوراغلی خوکومه مثبت نتیچه نلری ترهغه وخته پوری چی دپاکستان د آی آیس آی مخه ونه نیولی شی

  2. Karzai does not want peace, and he is not a good politician. He has no power and authority. Afghanistan is already divided, look to the Governor of Mazarishariff.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *