• وسله والو طالبانو په وزيرستان كې د خوست يو اوسېدونكى له حكومت سره د كار په تور له موټره ښكته كړى او وژلى يې دى او په تعقيب يې بيا تېره ورځ د نوموړي د جنازې په كاروان بم چاودنه كړې ده. (رپوټ)
• دښمن پياوړى نه، بلكې افغان حكومت كمزورى دى، وسله وال طالبان د افغانستان په ۳۴ ولايتونو كې منظمه جبهه نه لري، دوى ځان هم وژني او نور هم.
• د دفاعي دوكتورين په برخه كې داسې پياوړي كدرونه لرو چې له امريكا او روسيې څخه يې ډپلومونه تر لاسه كړي، خو چا ور ته د خدمت چانس نه دى ور كړى. (جنرال امرالله امان)
دفاع وزارت د افغان دولت د مخالفانو او د هېواد د دښمنانو د جګړې، تكتيك او ستراتيژۍ د ارزولو او همدارنګه د خپلو دفاعي دوكتورينو لپاره مشخصه اداره نه لري.
په داسې حال كې چې طالبان په جګړه كې د عمل زيات سرعت لري او ژر تر ژره يې تكتيك بدلېږي، خو زموږ امنيتي ارګانونه يې پر وړاندې دفاعي دوكتورين نه لري.
د چارو شنونكي وايي چې افغان حكومت په تېرو دولسو كلونو كې د افغانانو د امنيت په ساتنه كې پاتې راغلى او په امنيتي ارګانونو كې يې نااهله كسان ګومارلي دي.
د پوځي چارو شنونكي جنرال امرالله امان له خدمتګار سره په مركه كې وويل چې افغان ځواكونه كه څه هم د دښمن د مخامخ بريدونو د شنډولو وړتيا لري، خو په تجهيزاتو او كشفي برخو كې يې ستونزې پر خپل ځاى پاتې دي: ((دښمن پياوړى نه، بلكې افغان حكومت كمزورى دى، وسله وال طالبان د افغانستان په ۳۴ ولايتونو كې منظمه جبهه نه لري، دوى ځان هم وژني او نور هم.))
نوموړى زياتوي چې دفاع وزارت لا تر اوسه د دښمن د تكتيكونو د شنډولو لپاره په خپلو تشكيلاتو كې د دفاعي دوكتورين ارګان نه لري: ((موږ د ملي امنيت اداره لرو، خو په راس كې يې داسې يو څوك دى چې تر اوسه يې عسكري هم نه ده كړې او ترڅنګ يې سرقومانداني لرو چې په راس كې يې دوستم دى، خو تر اوسه پورې د دغې ادارې ځاى ځايګى نه دى معلوم.))
ښاغلى امان زياتوي چې افغانستان په دې برخه كې پياوړي كدرونه لري، خو د ده خبره سهامي شركت د دې پر ځاى چې كار اهل د كار ته وسپاري، نااهله كسان يې پر دندو ګومارلي دي: ((د دفاعي دوكتورين په برخه كې داسې پياوړي كدرونه لرو چې له امريكا او روسيې څخه يې ډپلومونه تر لاسه كړي، خو چا ور ته د خدمت چانس نه دى ور كړى.))
نوموړى د افغانستان د ناامنۍ پړه پر افغان حكومت ور اچوي او زياتوي چې افغان اړوند چارواكي د دې پر ځاى چې په تېرو ۱۲ كلونو كې د افغانستان د امنيتي ارګانونه په پياوړتيا فكر وكړي، د خپلو شخصي ښارګوټو او ودانيو په جوړولو مصروف وو: (( ناسالمه او بې باكه اداره د دې پرځاى چې د افغانانو د امنيت په خوندي كولو غور وكړي، د خپلو شخصي ګټو د خوندي كولو لپاره د نظام په بدلولو فكر كوي.))
د ښاغلى امان په خبره، كه امنيتي ارګانونه د امنيت ساتلو په برخه كې جدي ګامونه وانه خلي، نو بيرغ پورته كولو او راښكته كولو ته تش سلامونه امنيت نه شي ټينګولاى.
دا په داسې حال كې ده وسله والو طالبانو په وزيرستان كې د خوست يو اوسېدونكى له حكومت سره د كار په تور له موټره ښكته كړى او وژلى يې دى او په تعقيب يې بيا تېره ورځ د نوموړي د جنازې په كاروان بم چاودنه كړې ده.
له دې څخه معلومېږي چې وسله وال د خپلو غلچكيو بريدونو په تر سره كولو كې د افغان امنيتي ارګانونو په پرتله په كشفي او استخباراتي برخه كې د عمل چټك سرعت او دقت لري.
د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال يعقوب رسنيو ته د يادې پيښې په اړه ويلي چې د جنازې تر مراسمو وروسته د ګډونوالو پر يوه سرف موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي، چې ډېرى يې قومي مشران وو.
د حيات الله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته ويلي چې څو ورځې مخکې د سيمې اوسېدونکو خپل يو ناروغ پاکستان ته د درملنې لپاره ووړ چې په قبايلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې طالبانو يو تن ښکته کړى او دوه ورځې وړاندې يې وژلى و.
هغه زياته کړې، تېره ورځ د دغه وژل شوي تن د جنازې تر مراسمو وروسته د ګډونوالو پر يوه موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې اته تنه ووژل شول.
د نوموړي له قوله، په وژل شويو کسانو کې د کلي هغه ملا امام هم شامل دى، چې د ياد وژل شوي تن جنازه يې ادا کړې وه.