خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې د كندهار د ځايي چارواكو له قوله لیکلي چې پاكستان وسله والو طالبانو ته داسې بمونه ور كړي چې ماين پلټونكې الې يې هم پر كشفولو نه توانېږي.
له بل لوري وسله والو طالبانو د کندهار په پنجوايي، ډنډ او ميوند ولسواليو کې خلکو ته په يوه خپاره شوي ليک کې ويلي چې د شپې له خوا دې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې د ماينونو د ځاى پر ځاى كېدو اندېښنه د كندهار په هغو سيمو كې موجوده ده چې وسله والو طالبانو هلته د افغان ځواكونو پر وړاندې ماته خوړلې ده:((طالبانو په عامه ځايونو كې ماينونه داسې عيار كړي چې د ورځې له خوا چاودنه نه كوي، خو د شپې له خوا يې د چاودنې امكان شته.))
ښاغلى فيصل زياتوي، طالبان د سيمې د استخباراتو په مټ خپل تاكتيكونه بدلوي او دا ځل ور ته پاكستان داسې ماينونه ور كړي چې ماين پلټونكې الې يې هم نه شي كشفولاى:(( د كندهار امنيتي چارواكو په تېرو څلورو مياشتو كې په پنجوايي ولسوالۍ كې ۷۰۰۰ ماينونه شنډ كړي دي.))
نوموړى زياتوي چې د دغو ماينونو په ډله كې يو څه يې خودسازه دي، خو اكثره يې خورا په نوي ټيكنالوژۍ سمبال جوړ شوي، خو زياتوي چې پر دغو ماينونو داسې كومه نښه نشته چې له مخې يې جوړوونكي هېواد ترې په ډاګه شي، اما افغان ماهرين وايي چې دا ماينونه د پاكستان جوړ دي.
د ښاغلي فيصل په وينا، افغان امنيتي ځواكونه په دې لټه كې دي چې د ماينونو تر خطر لاندې سيمې ژر تر ژره له دغه خطره وژغوري چې په همدې لړ كې افغان امنيتي ځواكونو روانه اوونۍ په پنجوايي ولسوالۍ كې د وسله والو پر ضد تصفیوي عمليات تر سره كړل او ۱۶ وسله وال طالبان يې ووژل.
هڅه مو وكړه په دې اړه د كورنيو چارو وزارت نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.
هغه ليک چې د وسله والو طالبانو له خوا خپور شوى، يوه كاپي يې خدمتګار ته هم رسېدلې او په كې ويل شوي چې د سيمې اوسېدونكي دې له لمر لوېدو وروسته د سهار تر اووه نيمو بجو پورې له خپلو كورونو څخه بهر نه راوځي، ځكه چې دوى له لمر لوېدو وروسته خپل ماينونه عياروي او که يې پر چا چاودنه وکړه، نو بيا د شكايت حق نه لري.
وسله والو طالبانو په دغه ليک کې په ښکاره ويلي چې دوى خپل ماينونه د افغان او بهرنيو ځواکونو د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره په باغونو، کروندو، عامو کوڅو او نورو بېلابېلو ځايونو کې ايښي دي او له ماښام وروسته يې چاودنې ته چمتو کوي.
په همدې حال کې د کندهار ولايت د پنجوايي او ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې شنه او سمسور باغونه يې د وسله والو طالبانو د ماينونو له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دوى په وينا، کلونه کلونه يې په سختو اقتصادي ستونزو او د واټر پمپونو په وسيله باغونه اوبه کړي، خو اوس يې چې د حاصلاتو د اخستلو وخت دى، نو وسله والو يې په باغونو او كروندو كې ماينونه ايښي دي.
د کندهار د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي تلوكان رسنۍ ته ويلي چې د دغو ستونزو له امله به په پنجوايي کې کروندګر او باغ لرونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي: ((د خلكو په كروندو كې د بمونو د ځاى پر ځاى كولو طرحه په پاكستان كې جوړه شوې ده او دلته د خلكو د ځپلو لپاره عملي كېږي.))
وسله وال طالبان داسې مهال د كندهار په سرحدي ولسواليو كې خلكو ته د شپې له خوا د ګرځبنديز خبره كوي چې وړمه ورځ په كندهار كې د وسله والو طالبانو د ځاى پر ځاى شوو ماينونو د چاودنو له امله ۹ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړى چاودنه د شنبې په ورځ د روژه ماتي پر مهال په ارغنداب ولسوالۍ كې د ملكي خلكو پر يوه سراچه ډوله موټر شوې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي او دويمه چاودنه بيا پر همدې مهال د پنجوايي ولسوالۍ په ريګوا سيمه كې پر يوه موټر سايكل شوې چې له امله يې د يوې كورنۍ درې غړي، پلار او دوه زامن، وژل شوي دي.

2 thoughts on “خدمتګار: پاکستان طالبانو ته نوي بمونه ورکړي”
  1. الله پاک دی دهمدوی بچی پری وبرابرکړی چی ورته معلومه شی چی دافغان ځواکونو مرګ څنګه دی لکه تیره ورځ چی په پکتیکا کښی خپل ماین یی کورنی ورتباکړه

  2. یوازینی لاره دا دی چی افغان پولیس دی غلا نه کوی، رشوت دی نه اخلی په سمه توګه دی تلاشی کوی، د پولیسوقوماندانان دی هلکان نه ساتی نو پاکستان به څه رنګه وتوانیدی شی چی بم راولیژی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *