خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې د خوست ولایت د تڼيو په ولسوالۍ کې هغې اندېښنې ته تم شوې چې د یادې سیمې ځنګلونه له بیخه ایستل کېږي. خدمتګار د خوست د اوسېدونكو له قوله لیکلي چې د تڼيو په غرنۍ سيمه كې له څو لسيزو راهيسې په خپلسرې توګه د ځنګلونو وهنه روانه ده.
دوى زياتوي چې د ځنګل وهنې نوې بڼه د خوست د تڼیو په غرنۍ سیمه کې دا ده چې د ونې له وهلو وروسته یې بېخونه هم د پرمختللیو او غښتلیو ماشینونو پرمټ اېستل کېږي.
كار پوهان وايي، په دې کار سره د نورو ګڼو زیانونو ترڅنګ د ونې د بیا شنه کېدو چانس له لاسه وځي.
د تڼیو اوسیدونکي وايي چې ځنګلونه یې په خپلو کې سره ویشلي دي او هر څوك خپله برخه د لرګیو د خرڅلاو په خاطر له بېخه له منځه وړي، خو په خبره یې دا کار له مجبوریته کوي ځکه چې کرنیزې ځمکې نه لري او د ځنګلونو لرګي یې د روزۍ د پیدا کولو یوازينۍ لاره ده:((كه موږ  بل  بدیل کار  ولرو، نو دا  کار نه کوو  خو  اوس اړ یو چې دا کار وکړو.))
په خوست کې د چاپیریال ساتنې ادارې ویاند شادیم هلال وايي  چې دوی د تڼیو اوسیدونکو  سره خپلې  اندیښنې شریکې کړې دي او سیمه والو له دې کار څخه د لاس اخستنې ژمنې هم ورسره کړې وې، خو په خبره یې سیمه وال په خپلو ژمنو نه دریږي:((له بده مرغه قومي  جوړښتونه له منځه تللي دي او  خپلسري  روانه ده، نو ځکه ژمنې نه پوره کیږي.))
د خوست د كرنې او اوبو لګولو سرپرست رييس خدمتګار ته وويل چې اصلاً دا کار جرم او جنایت بلل کیږي او امنیتي ځواکونو یې باید مخه نیولې واى، خو په ولسوالیو كې د پولیسو اوسنی تشکیل دومره نه دی چې دا کار وکړای شي.
ډاكټر نقيب زياتوي چې په خوست کې د پراخې او منظمې ځنکل وهنې تر شا د مافیايي کړیو لاس دی.
په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون محصل نورمحمد سلیم وايي:(( زه دې ته حیران یم  چې په رڼا ورځ  ملي شتمني لوټ کیږي، قاچاق کیږي او ولایتي ښارونو ته څه چې کابل ته هم وروړل کیږي او دوی ټول يې ننداره کوي.))
د تڼیو د درګي اوسیدونکی ارغوان وايي چې د تڼیو سیمې ته داسې سوداګر راغلي دي چې په مليونونو افغانيو يې  له سیمه والو ځنګلونه اخستي ، برقي ارې یې پسې راوړي، د بیخونو ویستونکي ماشینونه يې پسې راوړي دي.))
په خوست ګې ګڼو کسانو له خدمتګار سره په خبرو کې وړاندیز وکړ چې د ځنګلونو له سوداګرو او قاچاقبرو سره دې د جنایتکارانو او مجرمینو په څیر چلند وشی كه نه لرې نه ده چې د هېواد دغه ملي شتمني له منځه لاړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *