خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې سپينه ماڼۍ وايي چې د قطر دفتر د افغان حكومت او وسله والو طالبانو د مخامخ خبرو لپاره پرانستل شوى، خو وسله وال طالبان وايي چې د قطر په دفتر كې به لومړى له امريكا او بيا افغان حكومت سره خبرې وكړي.
د چارو شنونكي وايي چې په قطر كې د ښكېلو اړخونو تر منځ پيلېدونكى خبرې به يو څه لانجمنې وي، ځكه ټول اړخونه به د امتيازونو د ترلاسه كولو لپاره مبارزه كوي.
د سياسي چارو شنونكي جنرال عتيق الله امرخېل له خدمتګار سره په ځانګړې مركه كې وويل چې طالب استازي به له امريكا څخه مختلفې غوښتنې ولري: ((طالبان به له امريكا څخه د خپلو بنديانو د خوشې كولو او ترڅنګ يې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره يو لړ امتيازات وغواړي چې تر ټولو مهم يې په دولت كې مهمې او كليدي څوكۍ دي.))
نوموړى زياتوي چې كېداى شي امريكا هم له وسله والو طالبانو وغواړي چې له افغانستانه د وتلو پر مهال يې پر ځواكونو بريد ونه كړي او ترڅنګ يې په افغانستان كې د دوى د ځواكونو له پاتې كېدو سره هوكړه وكړي: ((كله چې امريكا او طالبان هوكړې ته ورسېږي، نو بيا به امريكا د طالبانو او افغان حكومت تر منځ د درېيمګړي رول ولوبوي.))
نوموړى وايي چې افغان حكومت هم بايد د دغو خبرو د بريا لپاره قطر ته داسې استازي وليږي چې د طالبانو په پرتله هم په علميت كې پياوړي وي، هم مبتكر وي او هم پر مقابل لوري اغېز پرېباسي.
دا په داسې حال كې ده چې د سپينې ماڼۍ وياند جي كارني ويلي چې په قطر دفتر كې به اصلي خبرې د افغان حكومت او طالبانو تر منځ وي، خو تر څنګ به يې امريكا هم د بندي امريكايي سرتېري او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې وكړي.
هغه زياته کړه، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى جيمز ډوبينز له واشنګټن څخه د دوحې په لور روان شوى په داسې حال کې چې د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم تېره ورځ قطر ته رسېدلى، خو كېري به له طالب استازو سره ونه ګوري.
د هغه په وينا، د امريکا حکومت هڅه کوي، خپل سرتېرى په خوندي توګه خوشى کړي او د دغه کار لپاره له ټولو استخباراتي، نظامي او ډپلوماتيکو لارو کار اخلي، خو زياته يې كړه چې د نوموړې په بدل كې د طالب بنديانو د خوشې كېدو په اړه دمګړۍ امريکا پرېکړه نه ده کړې.
په ورته وخت كې طالب اړوند الاماره ويبپاڼې ته د قطر په دفتر كې طالب وياند ډاكټر محمد نعيم وردګ ويلي چې دوى د ځينو وجوهاتو له وجې سملاسي هغه ناسته ځنډولې چې په اړه يې خبرې کېدې:((د قطر د دفتر له لارې به له ټولو هغو اړخونو سره خبرې کېږي چې په افغانستان کې ښکېل دي، امريکا ځکه ياديږي چې د ټولو په سر کې قرار لري او پر افغانستان بريد لومړى د دوى له خوا شوى و او نورو يې ملاتړ کړى و.))
ډاكټر وردګ له افغان حكومت سره د مخامخ خبرو په اړه ويلي:(( پخوا هم موږ ويلي چې د افغانستان ستونزه دوه مهم اړخونه لري چې يو يې بهرنی اړخ دی چې په بهرنيانو پورې اړه لري او بل يې داخلي اړخ دی چې په افغانانو پورې تړاو لري.))
ښاغلي نعيم وردګ ويلي چې د قطر له دفتر څخه به د سيمه ييزو او نړيوالو اړيكو په رغولو كې هم كار واخلي.
نوموړى په داسې حال كې يادې څرګندونې كوي چې افغان حكومت ټينګار كوي له دغه دفتره دې يوازې له افغان حكومت سره د سولې په خبرو كې كار واخستل شي.
د قطر په پايتخت دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *