راپور:هيمت الله احمدزی

د پکتيا د ځدراڼ ميشتو ولسواليو اوسيدونکو د يو لاريون په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د ګردېزاو خوست ترمنځ لويه لارې چارې د ې ګړندۍ شي او وايي که يي چارواکي غوښتنې ونه ومني نو د ګردېزـ خوست لاره به د خلکو  په مخ تر ډېره وتړي او مسووليت به يي د پکتيا په سيمه ايزه اداره وي.

په دغه لاريون کې چې د وزې ځدراڼو، ګرده څيړۍ او شواک ولسوالي قومي مشرانو ځوانان چې شمير شاوخوا درې سوه تنه ته رسيده د ګردېزـ خوست لويه لاره د دو ساعتونو لپاره د موټرو په مخ بنده کړې وه، په دغه لاريون کې د دې لاري موټر چلوونکو هم برخه اخيستې وه او په دې يي خوښي ښوده چې د ځدراڼ ميشتو قومونو له لوري د دې لوېې لارې چې يوه ترانزيټي لاري د جوړولو غوښتنه کوي.

لاريون کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې د پکتيا سيمه ايزه اداره او ټول ګټو چارو رياست په فساد ،ټګۍ او برګۍ تورنوي او وويل چې د تېرو اوو  کلنو په ترڅ کې په دې نده توانيدلې چې د يادې لارې د پخيدو چارې بشپړي کړي او خلک د دې نه هموارې لاري له دولته يو مخې بيل کړي.

د وزې ځدراڼو دوو تنو لاريونکوونکو رسنيو ته وويل؛ که چيرته يادې ادارې په فساد کې ښکيل نه وی نه ولې به د يو کال پروژه اوو کلنو ته غزيدله او د پروژې ځنډيدل يي پخپله فساد بولي او وايي چې که داسې حال وي نو پکتياوال به هيڅ کله ښه ورځ په سترګو ونه ګوري ترڅو په ادارو کې بنسټيز بدلون رانشي.

د وزې ځدراڼو د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا ريس حاجي نادم خان چې د لاريون کوونکو له تنظموونکو څخه و، له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ له تېرو څو کلنو را په دې خوا يي د ټول ګټو چارو رياست او ولايتي اداره، خلک په يوه او بله بانه تېر باسي او د سړک چارې نيمګړې پاتي دي حال دا چې د سړک امنيت په بشپړ ډول نيول شوی.

(( که زموږ خبره په ډاګ ولويږي موږه مجبور يو چې بيا مظاهرې وکړو او خلک به ټول لارو ته راوځي په دې نه پوهيږو چې ولي حکومت زموږ غوښتنې نه مني ))

د پکتيا د ټولګټو چارو رياست ريس عبيدالله درانی وايي ؛چې دوئ يوازې د يادې لارې د جوړيدو چارې څارې او نور کارونه يي د امريکا د پراختيايي ادارې يو،ايس،ای ډې او قراردادي المشرق شرکت له لوري په مخ وړل کيږي  چې په وينايي د سړک پاتې چارې به په نږدې راتلوونکي کې بشپړې شي، او وايې چې ياده لاره تر ډېره په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده او پاتې لاره چې شاوخوا ۲۵ کيلومتره کيږي ډېر زر قراردادي ته ورکړل شي.

دغه لويه لاره ۱۱۰ کيلومتره  اوږدوالي لري دې لارې ته نږدې يوسل او لس ۱۱۰ ميلونه امريکايي ډالره بیل  شوی وو چې تړون يې په لومړي سر کې د ولايتي بيارغاونې ډلې او (L.B.G)هندي شرکت تر منځ لاسلیک شوی ؤ خو دې کمپنۍ خپل کار نیمګړی پریښود او پښې یې سپکې کړې.

له هغه وروسته د دغه سرک د جوړونې تړون د المشرق په نوم افغاني شرکت رسره لاسلیک شو دالمشرق کمپنې هم د دريو کلنو په ترڅ کې په دې ونه توانيده چې د سړک چارې بشپړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *