د کتابونو د چاپ په لړۍ کې د ډاکتر بسم الله امیر نوی چاپ شوی کتاب د خرقې مبارکې په اړه نوي رازونه راسپړي.
لیکوال له بدخشانه کندهار ته د خرقې مبارکې د وړو، په تېره بیا د هغې مرحلې په اړه نوي او په زړه پورې مطالب راټول کړي دي، چې په میدان کې پاتې شوي وو.
ځینو ځایونه لیکوال د خپلو خبرو د ثبوت لپاره تصویرونه هم راوړي دي. درانه لوستونکي کولای شي دا کتاب په کابل کې د دانش او علامه حبیبي کتاب پلورنځیو ترلاسه کړي.