ښه مې په ياد دي په ټول کور کې مو درې قران شريفونه او څلور د بغدادي قاعدې سپارې موجودې وې؛ خو په پينځه وېشت تنه کورنۍ له ما او کشر ورور پرته دهېچا نه وو زده، که قسم ورکړم انيس به نشم، چې له جومات راوړلو وروسته تر نن پورې به د کوم نر لاس نه وي ورسره لګېدلی، خو ښځو به کله ـــ لکه، چې خونې پاکولې له تاخچې راښکته، له ګردونو به یې پاک کړل او بېرته به یې په خپل ځای کېښودل، د يوې مسلمانې کورنۍ په حيث له قران شريف سره زموږ همدا برخود و.

په ما او ورور یې هم د دې له پاره نه و زده کړی، چې اسلامي زده کړې فرض دي؛ بلکې د دې له پاره، چې په ماشومتوب کې مو يو ساعت سهار او يو ساعت ماپښين د جومات ملا ارام کړي او کورنۍ مو د دوو ساعتونو له پاره په ارام خپل ورځنی ژوند په مخ يوسي.

 ملا هم د دې په کېسه کې نه ولکه څنګه، لازمه وه په اسلامي عقیده او زده کړو مو وروزي؛ بلکې ملايي یې د خپل اولاد د حلالې نفقې له پاره يو ښه تجارت بللی وه، قران شريف یې له مخه راباندې زده کړ، تراوسه موږ په دې نه پوهېږو، چې ښه دا قران نو اوس څه مانا لري، د تجويد، ترجمې او تفسير په کېسه کې لا ولا که و، ځکه دی خپله ورباندې نه پوهېده.

له نورو ملايانو یې يوڅو کېسې اورېدلې وې زيات وخت به یې په هغو تېراوو، کله ــ کله به یې ويل: زنا، غلا، درواغ، قتل، د قران شريف، ملايانو، مشرانو، جومات… بې احترامي ډېره لويه ګناه ده، لمونځونه کوئ، روژې نېسئ او خلاصه ښه کارونه کوئ کنه دوزخ ته به ولوېږئ، خطرناک ماران او لړمان به مو وخوري او په اور کې به ايره ــ ايره شئ.

که به په دې وخت کې کوم ماشوم يوخوا بل خوا وکتل او يابه یې په پزه کې ګوتې وهلې، نو ملا صيب به ورته ويل: خره سم کينه، د خدای او قران خبرې کېږي او ته په پزه کې ګوتې وهې.

         که به یې په کافرانو کې خبره کوله، نو ويل به یې لکه خره داسې دي، دا اسمان ته نه ګوري، چې بې ستنې ولاړ دی، په خدای ج باور نه لري، چې ښايسته جنتونه یې پېداکړي دي، عزيزانو تاسو خپه کېږئ مه خدای ج به یې لکه خره داسې دوزخ ته واچوي او په اورونو کې به یې لولپه کړې…

کله ــ کله به یې ويل، د خدای ج حمد ده، چې موږ او تاسو یې مسلمان پېداکړي يو، موږ بايد په دې فخر وکړو، چې مسلمان يو. ګورئ، عزيزانو انسانان اشرف المخلوقات دي، خدای ج تر ټولو مخلوقاتو په درنه سترګه ورته کتلي دي؛ خو انسان نه بايد لکه د خره په شان د حرام او حلال په کېسه کې نشي، بلکې په خدای ج په قدرت، کتابونو، پيغمبرانو، پرېښتو، ورځ د اخيرت … ايمان ولري او د خدای ج امر مطابق عمل وکړي…

 ياني په هر ښه کار کې به یې د مسلمان انسان مثال ورکاوو او په هر بد، ناروا او سپک کار کې به یې خر غريب تر لکۍ نيولی و، موږ ته یې هغه وخت خر داسې رامعرفي کړی و، چې ما به کله ـــ کله فکر کاوو راځه، چې په کور کې ولاړ خر په چاړه ووهه او مردار یې کړه؛ خو خدای ج به له قتله ساتلم يوه ورځ، چې سهار له خوبه راجګ شوو خر بيچاره په حق رسېدلی و.

دغه ده اوس ځوان شوم، خو تر اوسه مې خر خوار په غلا، قتل … نه دی ليدلی، خو هره ورځ اورم، چې مسلمان انسان غلا وکړه، د بل مسلمان په ناموس سپور شو، څو نور یې په قتل ورسول، دلته یې د خدای ج له امره سرغړونه وکړه، او هلته لګيا دی سرغړونې ته پلان جوړوي…

زر پوښتنې راسره دي، خو هغه ملاصيب مې اوس نه دی ليدلی، خدای ج خبر چې مړ به وي او که ژوندی، که ژوندی وي چېرته به وي او که مړ شوی وي په جنت کې به له حورو سره شراب څښي او که به په دوزخ کې په سره اور کې د مارانو په خوله کې چيغې وهي، چې د خره په حق کې مې ظلم کړی، ومې بښئ…

کاشکي يوځل مې ليدلی وای او يوازې دومره مې ورته ويلي وای: ملاصيب، د مسلمان انسان اوسنيو کړنو ته په کتو خرښه دی، که انسان!؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *