د نړۍ د ټولو مخلوقاتو تخلیقګر(خلق کوونکی) الله تعالی دی او د هر شي په پیدایښت او فناکیدو کې د الله تعالی لوی حکمت پروت وي.

د انسانانو د پیدایښت له لومړۍ ورځې نه مرګ ورسره یوځای پیدا کیږي، خو د مرګ او ژوند په فلسفه کې د انسان مرګ یې ژوند دی، که چېرې د الله تعالی په پیرزوینې او لورینې یو خدای بخښلي انسان ته د جنت دروازې خلاصې شي، نو حقیقي او اصلي ژوند هلته پیل کیږي. دځینو شیانو اخري انجام ته خفه کیږو، خو په دې نه پوهیږوچې د ډېرو شیانواخري انجام یې د ژوند اغاز وي. ډېر خلک دي چې د انسان مرګ اخري انجام ګڼي، خو حقیقي ژوند وروسته له مرګه پیل کیږي، او همدغه د ژوند پیل دی.

له انسانانو سربیره د نباتانو پیدا کیدل او له منځه تلل هم د الله تعالی د تقدیر په فلسفه کې لیکل شوي دي.

په باغ کې ګلان شنه شي(وغوړیږي)او د وخت په تیریدلو یې د خزان وخت راشي. د ګل او د باغبان یوه قصه ده:یوباغ وي، چې یو زیارکښ باغبان لري او په ټول ګلانو ډېر زهیر وي.

په باغ کې ګلان ډېر وي، خو ځینې ګلان خاص رنګ، ښکلی بوی لري او د ټول باغ خوشبویي ددې د عطرینو وږمونه خوند اخلي.

باغبان د ټول باغ په خدمت کې وي، خود هغه سور رنګه ګل بوی او رنګ پرې ښه لګیږي، د ګلاب په پیدایښت کې باغبان ډېر حکمتونه لیدلي وي.

په باغبان دغه عطرین ګل ډېر ګران وي او مخکې له دې، چې په ګل خزان راشي، ډېره پاملرنه یې کوي او هیڅکله نه غواړي، چې دا فنا شي، باغبان د دې په پاتې کیدو کې خپل هوسا ژوندګوري او په فنا کیدو کې خپل د ژوند د پای انجام ویني.

د ګل د زرغونیدو سره د باغبان په ژوند کې تغیرات او تحولات راغله، سره له دې چې غذا ورکوونکی او خدمت کوونکی یې باغبان و، خو باغبان په غیر ارادي ډول داسې احساس درلوده، چې ګل یې خدمت کوي.

په ګل کې باغبان ډېر تاثیرات لیدلي وو، هو! دا ګل عادي ګل نه وه، دا د جنت د باغونو نه راغلی ګل و او د الله تعالی له خوا په باغ کې ځکه غوړیدلی و، چې د باغبان حال او احوال الله تعالی ته بوځي. هو!

د خلقت د کارخانې نه کله کله   — په جهان پیدا یو بل شانې بشر شي

باغبان د ټول باغ خدمت کاوه، خو په دې ګلابي رنګه ګل چې د نورو ګلانو سره یې جوت توپیر درلود، ډېر پام کاوه، ورځې او شپې تیریدلې ګل د ورځې یو ډول او د شپې بل ډول بوی کاوه او باغبان یې �� ورځې او شپې له بویه خوند اخیسته.د وخت په تیریدلو سره د ګل رنګ پکه کیده او بوی یې له لاسه ورکاوه.

باغبان پوه شوچې پسرلی ولاړ او خزان په راتلو دی، باغبان د ګل په رنګ او بوی مین وواو د ګل په لیدلویې سترګو کې نور، پوزې ته ښکلی بوی او ټول بدن یې د خوشحالۍ احساس کاوه، د غم څپو یې مخ په څپیړو ووهه او ګل ورځ تر بلې مړاوی کیده.

یوه ورځې ګل باغبان ته وویل: زما خزان ته مه خفه کیږه، هره شپه پسې ورځ راځي او د هرې ورځې پسې شپه راځي، دغه شان د هر پسرلي پسې خزان او د هر خزان پسې پسرلی راځي. نن که زه مړاوی شوم، زه بیا زرغونیږم اوزما او ستا د مینې سلسله به یو ځل بیا پیل کیږي.

باغبان د ګل خبرو ته هک پک پاتې شو او دا امیدواري ورته پیدا شوه، چې بیا پسرلی راځي او خزان وهلی ګل به بیا زرغونیږي او د بوی او ښکلا به یې برخمن کیږم.

د وخت په تیریدلو ګل مړاوی شواو یوه شپه د باغبان خوب ته راغی او ویې ویل: زه نور ستا په باغ کې نه شین کیږم، ځکه چې زه د جنت ګل یم. زه او ته به په دنیا کې نه بلکې په عقباکې سره وینو.

سیداصغر هاشمي

۱۳۹۳/۹/۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *