د افغانستان ملي تحريک د يو شمېر مدني، فرهنګي ټولنو او ځوانو خوځښتونو په ملګرتيا غواړي، پر افغان ملت او په تېره بيا پر پښتون ولس د تپل شوې (۳۵(کلنې غميزې بېلابېل اړخونه، عوامل، دسيسې او توطيې د يوه لوی پوهنيز او څېړنيز سيمينار په ترڅ کې وڅېړي.
دا سيمينار د سنبلې مياشتې په لومړۍ لسيزه کې په کابل کې جوړېږي. له ټولو لرو برو پښتنو ليکوالو، پوهانو، څېړونکو او د پښتنو له خواخوږو څخه هيله کېږي، چې په لاندې سرليکونو کې يو سرليک د خپلې ليکنې لپاره خوښ او موږ ته يې ليکلی خبر راکړي او بيا د زمري مياشتې تر پايه پورې موږ ته خپله بشپړه ليکنه راولېږي. سرليکونه په دې ډول دي: ۱- د سيمې استخبارات او پښتانه ۲- تېره يوه لسيزه او وژل شوي پښتانه مشران ۳- د مدرسې او ښوونځي واټن او د پښتون ماشوم برخليک ۴- شمالټلواله او پښتانه ۵- مذهبي افراط او پښتانه ۶- پښتانه او نړيواله ټولنه ۷- پښتانه او د مفاهمې هنر ۸- د پښتنو ځانساتي مشران ۹- ښوونځی سوځونه او د پښتنو راتلونکی ۱۰- د پښتون مشرتابه خلا ۱۱- پښتانه او اوسنی سياست ۱۲- پښتانه او افراطيت ۱۳- پراخ کميت او موثر کيفيت ۱۴- پښتانه او رسنۍ ۱۵- اقتصادي فقر او د پښتنو راتلونکی ۱۶- پښتو او سيالې ژبې ۱۷- جګړه او د پښتنو کلتوري ارزښتونه ۱۸- د لر و او برو د پيوستون لارې چارې ۱۹- پښتانه روښنفکران او مضر احتياط ۲۰- پښتانه او نړيوالتوب ۲۱- پښتانه او هنري نړۍ ۲۲- د پښتو ليکني سمون لارې چارې ۲۳- پښتو او پښتانه چارواکي ۲۴- پښتانه او عربي نړۍ ۲۵- پښتانه او ګاونډيان ۲۶- پښتانه او انتخابات ۲۷- پښتانه او د نړۍ زبرځواکونه يادونه: درانه پوهان او څېړونکي کولای شي پر پورتنيو سرليکونو سربېره نور مهم او ضروري سرليکونه هم د خپلو ليکنو لپاره خوښ او ملي تحريک ته يې ليکلی خبر ورکړي. دغه راز ملي تحريک په پام کې لري چې د سنبلې (۹) مه له پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون ورځ) هم له نورو خوځښتونو سره په ګډه تازه او ونمانځي.
په درنښت د افغانستان د ملي تحريک دارالانشا
اړيکيشمېرې: 07774001166 – 0708198197 برېښناليکونه: [email protected] , [email protected]