استاد سنګروال

استاد شهسوار سنګروال   

د سياسي ا و تا ريخي جغرافېي له مخې د کسپین او بايکل ترمينځ ډېره لويه او پراخه سيمه پرته ده . د پامير له لوړو څوکو نه راوا خله تربايکل او بيا د چين تر دېواله پورې، چې ان د خينګان له غرونو شروع کېږي ترختيځو سيمو پورې، چې منګولیا هم د همدغې ختيځې برخې شمال کې پرته ده، رسېږي.

د بايکل لومړنۍ سيمه د مغلانو اصلي ټاټوبی دی، خو دويمه سيمه بالخاش بيا د ترکانو اصلي استوګنځی ګڼل شوی دی. 

همدا راز د يورال په شاوخوا ځمکو کې لرغوني اريايان ودان ول، چې د جيهون اوسيحون ترمينځ پراخې سيمې او ځمکې تر خوارزم پورې د دوی په ولکه کې وې، خو ورورو د دغې سيمې ځينې برخې ترکانو او ترکمنانو لاندې کړې.

ولې په کومو سيمو کې چې مغل او اريا ټبرونه ګډ شول، په هغې برخې د ترک نوم کېښودل شو…ډېر ترکمنان او سلجوکيان هم د ترکانو له يو ځاې کېدو نه پيدا شوي دي، خو ازبکان بيا د ختيځو ترکانو زوزات ګڼل کېږي، چې ځينې ژبپوهان د دوی ژبه ترکي چغتایې ګڼي …هغه ترکان چې د يادو سيمو په لويديځ کې پراته دي د نننۍ ترکیې ترکان ګڼل کېږي، چې په لويه پښه کې سره ګډ دي.

 نو کله چې ترکانو او ساسانيانو د افغانستان په شمال کې د يپتليانو پر وړاندې يوه ټلواله جوړه کړه د شپږمې زېږديزې پېړۍ په نيمايي کې بيا د سغدانیې په سيمه کې يپتليانو ماته وخوړه، چې د جيهون ښي غاړې د ترکانو په ولکه کې پرېوتې او د افغانستان په شمال لويدیځو سيمو بيا ساسانيانو خېټه واچوله.

د تاريخ په اوږدو کې د هندوکش په شمال کې يوشمېر ترکي ژبې ځاې پرځاې شوې او ازبک توکمه وګړي، چې کله شيباني خان له ايراني صفويانو او هندي مغلو سره د جګړو له بابته سيمې ته راغی، ورورو ازبکان په دغو سيمو کې ودان او اباد شول. که څه هم په لرغوني تاريخ کې د نايمن او قبچاق په نوم يا دېدل ، ولې کله، چې د ازبک خان په نوم يو تن اسلا م ومانه نو د دې له پاره، چې له نورو نه يي توپير وشي د ازبک په نوم ياد کړشول.

له دې لنډې يا دونې نه موخه دا وه چې له مينځنی اسيا نيولې ترافغانستان، ايران او ان هندوستان پورې په دغه لويه او پراخه سيمه کې اريايي اونا اريايي توکمونه ودا ن دي، چې بيا همدغه وګړي په لويواو وړوډلو اوټبرونووېشل شوي دي، چې موږ راجپوتان، سکان، هندوان، عربان، پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، ايماق، مغلي ټبرونه، بلوڅ، بلور، شاړي، قزل باش، سا دات، قرغيز، ګوجر، سنګلېچي، واخي، تګيان، ازري، خوارزمي، براهوي، جټان، مرهټيان، تاتاريان، ارمنيان، کردان، کشميریان، چغتايان، پراچيان، قزاقيان  اوپه لسګونه نور د بېلګې په توګه يا دولی شو.

د دغو قومونوپه لړکې يوشمېر داسې ټبرونه اوقومونه پېژنو چې په يادو هېوادونو کې د واک او ځواک څښتن ول او کلونه کلونه له مينځنۍ اسيا نيولې تر هنده پورې واک چلولی دی.

دلته موږ د هند يادونه وکړه، چې يوشمېرقومونه د ساري په توګه يادولی شو، چې په هندوستان يي حکومت کړی دی. د دې له پاره چې ځان خپل سرليک ته نږدې کړو نوغوره به وي، چې سترګې د يوه نامتو ټولواک سلطان محمود واکمنۍ ته ښکاره کړو، چې د حکومت پلاز يي غزني وو…ده په سرکې د يوه مرکزي حکومت د ټينګښت له پاره سيمه ييزو واکمنو ته ماته ورکړه، چې موږ د ده ورور محمد اسماعيل، چې په بلخ کې د سلطنت اعلان کړی وو، د سامانيانو سيمه ييز واکمن، د غرجستانيانو، د سيستانيانو، بلوچستانيانو، جوزجان، سرپل، چې د فرېغون سيمه ييز واکمنو په ولکه کې وو او يو شمېر نور سيمه ييزه واکمن د ساري په توګه يادولی شو، چې سلطان تر خپلې ولکې لا ندې راوستل.

کله چې غزنوي سلطان محمود په افغانستان کې د يوه با ثباته مرکزي حکومت بنسټ کېښود نوبيا د خپلې ټولواکمنۍ پراختيا او پرمختيا له پاره یې بډې راووهلې …لومړی يې په 1017کال خوارزم لاندې کړ، که څه هم له دينه دمخه د ده خسر ايلک خان، په داسې حال کې، چې دی په ملتان کې وو، بلخ اوهرات ونېو. نامتو تاريخپوه غبار په دې تړاو کاږلي دي چې ايلک خان، چې په 1005کال په بلخ اوهرات بريد وکړ، محمود په دغه وخت کې ملتان کې وو، چې د ملتان سيمه ييز واکمن د شېخ حميد لمسی د نصر زوې داود  او قرمتيان له مينځه يوسي ...

د روايتونوله مخې شيخ حميد په قوم د غور لودي ټبر، چې په لويه کې پښتون او د غلجيانو سکنی تربور ګڼل کېږي، چې يوه سترټبر ته منسوب دی. په دې تړاو محمد قاسم فرشته کښلي دي،؛شيخ حميد لودي ان د غزنويانو له واک نه لا دمخه په ملتان کې والي وو.ده د دغو سيمو افغانان په پوځي چوڼېيو کې ځاې په ځاې کړل، چې په لمغان او ملتان د تېرېيو او يرغلونو مخه ډب کړي …که څه هم د سبګتګين زړه دا وو،چې د شيخ حميد په سيمو باندې له بريده ځان وژغوري.؛لومړی ټوک شپږم مخ . .

يو شمېر شجره کښونکو د لودي ټبرلومړی استوګنځی د افغانستان غور ګڼلی دی. نامتو ختيځپوه الفسټن ليکلي دي، چې غور د پښتنو لومړی ټاټوبی دی او بيا وروسته د سلېمان غره شاوخوا سيمې يې دويم ټاټوبی ګڼل شوی دی…پښتانه له ډېرې لرغونې زمانې د غور په غرونو کې استوګن ول.؛ وګورئ 158مخ؛

داچې غوري شها ب الدين دهند په نيمه وچه کې واک اوځواک ترلا سه کړ يولا مل يې دهند په نيمه وچه کې د پښتنو دبېلا بېلوپښو،خيلونواوقومونوشتون وو، چې موږ غلجيان،کا کړان ،کرلاڼيان، لواڼي، ګګياڼي، يوسفزي، دلازاکي او په لسګونه نور  زي اوخېلونه د بېلګې په توګه يا دولی شو.  ابن بطوطه وايي شاه افغان د سند په ملتان کې ياغي شواودهغه ښار امير يې، چې بهزاد نومېده وواژه…محمد شاه تغلق له شاه افغان سره د جګړی تياری ونېو…ضيا الدين برني هم په تاريخ فېروز شاهي کې د سلطان تغلق او د پښتنو د پېښو بيان د ملتان، دولت اباد او ګجرات په شاوخوا سيموکې  کړي دي .(وکورئ 182_183مخونه 1357کال )

موږ د مخه دايلک خان يا دونه وکړه په دې اړه عبد الجبارعتبي ويلي دي ،چې سلطان محمودد ايلک خان له ځوا کونو سره د مقابلې له پاره د نورو ترڅنګه افغان جنګيالي مېړونه هم راټول کړل…عتبي نه يوازې د افغانانو يادونه کړې ده بلکې د ترک، خلج، هندو او افغان قومونه يې هم يادکړي دي ،چې له يلک خان سره مقا بله وکړي …(تا ريخې يمني 285مخ ).

که چېرې دلته له خلج څخه موخه غلج وي، ما نا دا چې خلج مساوي غلج، افغانان نه دي…نوبيا پوښتنه پيدا کېږي، چې خيرافغا نان څوک دي؟ حال داچې غلجيان د افغانانو د ټبر يوه څانګه ده. يوه بله خبره هم ډېره د پا م وړده ،هغه دا چې د لوديانو او سوريا نو د واک په مهال خلجي واکمن ددوئ دواک او سلطنت غليمان او دښمنان واقع شوي د ي…دمثال په ډول،هغه مهال چې د خلجي دربار نامتو وزير حميد خان وغوښتل، چې د سلطان علا والدين پرځاې بل څوک دډيلي په تخت کېنوي .په دغه وخت کې خلجی سلطان محمود دمالوي پا چا وو،چې له ډيلي څخه لرې وو نو دډېرو سترګې سلطان محمود شرقي ته اوښتې،دا ځکه چې دده ميرمن ملکه جهانه د تا ريخ دا ودي په قول د سلطان علا والدين لورکېده …بهلول لودي يوبل ځواکمن قومندان وو،چې ځان يي دډيلي دتاج وتخت وړ با له. سيرالمتا خرين(138مخ) کا ږلي دي، چې د جونپورپاچا سلطان محمود له دوه لکه پوځ سره دخپلې مېرمنې په سپا رښتنه، چې ډيلي زما دپلار ملک دی، بهلول څوک دی چې د ډيلي په تخت کېني ؟ډيلي ته راننووت.

اوس که چېرې خلجی سلطان محمود اوشرقي محمود له غلجي ټبر سره يو وبولو، نوبيا خو په لويه پښه کې لودي بهلول هم د غلجی تربوردی، نوبيا ولې ددوئ ترمينځ قومي مشران يوه جورجاري ته ونه رسېدل ؟ که چېرې ددې خبرې ځواب دا وي،چې دواک په سر د ورونو تر مينځ هم کله کله خونړئ نښتې شوې دي …که چېرې خلجي وا کمن موږ غلجي وګڼو نوبيا دغه پوښتنه هم پيدا کېږي، چې کله به په لودي اويا ان په سوري واکمنو په سرکې بهلول لودي او سوري شېرشاه سخته راغله نوبيا به يي کندهاراو يا دسلېمان غرونو مېشتو پښتنو ته ځواب واستوه او خپل پوځ به يي پياوړی کړ …دطبقا ت اکبري په لومړي ټوک 36مخ کې راغلي دي چې سلطان بهلول ته له پښتونخوا نه تا زه ځوا کونه را ورسېدل …ولې دغه کار خلجي واکمنو نه کوه ؟ که چېرې دوی په رښتيا غلجيان وو، خو دغه کار دوی هم کولی شو…له بهلول لودي نه ترسوري شېرشاه پورې تل دغه کار شوی دی او خپل واک او ځواک يې دهغو پښتنو پر مټ ساتلی دی …په دې تړاو بله کومه خبره چې ډېره مو همه ده، هغه داچې کله له پښتنو پوښتنه کېږي، چې په قوم غلجی يې اوکه درانی؟ان داچې دافغانستان يوبل سترقوم کرلاڼي ترډېر بريده څوک نه پوښتي، چې کرلاڼ يې ؟ نوکه غلجی وي وايي غلجی يم ،ولې دانه وايي ،چې هوتک يم يا لودي يم يا توخی …که چېرې بيا ترې وپوښتل شي ،چې غلجي کې څوک يي؟ نوبيا ورته وايي ،ناصريم، نيازی يا ابراهيم خېل او نور. همدغسې دراني در واخله …غلجی،درانی کر لا ڼی دا نومونه د قومونومجمو عې ته په کاروړل کېږي ،نه يوازې يوخېل يو زي او يا يوې پښې ته . د بېلګې په توګه دغور شهزاده شاه حسين دوه مېرمنې درلودې ،چې ديوې مېرمنې نوم يې بي بي متو او دبلې نوم يې مهې وه .بي بي متو دوه زامن درلودل ،چې ديوه نوم يې غلجی اود بل يې لودي يا ابراهيم وو…همدا ډول که خلجي غلجي وي د يا دو روا يتونو له مخې ،نوښا يي د خلجيانواولوديانودوښمني دومره خونړئ شوې نه وای …دساري په توګه که بابر دپښتنو له سرونواو ککرېيو څلي اوبرجونه درول ،خوديوه بل قوم سړی وواودهغه نيکونو هم ورته کار کړی وو. نوبيا غلجيانو ولې داسې له بېرحمئ ډک کار کوه …؟دمثال په ډول:خورشيد جهان ديوې کيسې له مخې پلو پورته کړی دی، وايي د بهلول لودي جنګيالي دسلطان محمد شاه ديوه پلوي جسرت په ولکه کې راغلل، کله چې دهغوي پرې شوې ککرۍ دبهلول د تره فېروزخان له مخې تېرولې، چې داککره پېژنئ؟ نو ده به ځواب وايه. په دغه وخت کې دده د زوې شاهين خان ککره وروښوده، چې داپېژنې؟ ده ووېل، نه دا نه پېژنم.  يوچا ووېل ددغې ککرۍ څښتن له موږ سره داسې وجنګېد، چې موږ فکرکا وه لودي بهلول دی…په دغه وخت کې دبهلول تره ملک فېروزغږکړ،هو پېژنم يي زوې مې دی شا هين خان. جسرت ترې وپوښتل، چې اول دې ولې ونه وېل ؟ هغه ورته ووېل ما وېلې نه چې په مېړانه، نه وي مړشوی …

په هرحا ل،  يوشمېر څېړونکې بېل بېل اندونه لري او د خپلو نظرياتو له مخې وېشلي دي: په تاريخ فېروزشا هي کې را غلي دي، د خلجي کورنۍ بنسټوال جلال الدين خلجی ترک نه و…دده توکم له ترکانو توپيردرلود…ده په ترکانو باورنه درلود، ترکانوهم دی خپل نه ګاڼه.(تا ريخې فېروزشاهي دهند چاپ 134مخ ) په دغې يا دونه کې چې جلا ل الدين توکم له تر کانو تو پيردرلود که د دې خبرې مانا داوي نوڅشی وه ،اياخلجی وو؟که بل څوک ..اوا يا افغان وو؟ليکوال يې په اړه په ځغرده خپله خبره نه ده کړې .!؟ يوه هندي تا ريخپوه جی جی ميهټا په خپل کتاب کې داسې ليکلي دي: خلجيان دترکانوله 64 قوموڅخه يو وه ،چې په څلورمه پېړۍ کې اوسني افغا نستان ته را کوچېدلي وو او دوخت په تېرېدويې دافغا نانو دودو دستورخپل کړی دی.. (Advanced study in the history of Medieval India volume (1)) 

د همدغه کتاب په يوه څپرکي کې چې خلجي امپريا ليزم نومېږي داسې راغلي دي، چې دديارلسمې زيږدي پېړۍ په سرکې دهلمند اوکابل په سيمو کې خلجيان د مغلو د تورې اووسلې له زوره دېته اړ شول، چې په ډېرشمېرکې هند ته وکوچېږي، چې بيا نودګنګا په غا ړوکې په کرونده او پوځي چاروبوخت شول. اوس موږ پوهېږو چې د مغلو د مشر چنګېز له خونړيو بريدونو کوم واکمن ټبردېته اړشو، چې دهند نيمې وچې ته په لوې شمېرکې په ډله ييزه توګه را واوړي ؟.

  دا رنګه په برېتا نيا دا يرت المعارف کې هم د خلجي کورنۍ ترسرليک لا ندې راغلي دي چې خلجي کورنۍ (1290-1320زکال) د ډيلي دسلطنت دويمه مسلمانه سلطنتي کورنۍ وه چې اصلا ترکان ول …  بيا وګورEncyclopaedia Britannica

په اريا نا دايرت المعارف کې دغلجي کلمې لرغونتوب ته په اشا ره دغلځي،غلزي،خلجي،غرزي په بڼه کلېمې کا رول شويدي ،چې دغه کلمه د غرله کليمې نه جوړه ده …ولې دلته ګورو،چې په درې کليموکې دغ توری د مختاړي په بڼه راغلی دی خويوازې په خلجي کې بيا د خ توری کا رول کېږي

د دایرالمعارف په اوم ټوک کې  633 مخ د محمد قا سم فرشته په قول، راغلي دي چې خلجيان د چنګيز د ځوم خالج خان له نسله ښودل شوي دي، ولې…د منهاج سراج دطبقات ناصري په قول پنځلس تنه، چې په هند کې په خلجي ياد شوي دي، دوئ د همدغه غلجي کورنۍ پورې تړلي پښتا نه دي، چې ټول اخلا ف يې اوس په افغانستان کې اوځنې يې په هندوستان کې هم پښتو وايي. له دې سربېره د پښتواريا نا دايرة المعارف په دريم ټوک ،پنځه سوه څلريشتم مخ کې د خلجيان ترسرليک لاندې داسې ليکلي دي :؛ ترغوري شهاب الدين وروسته، لومړی قطب الدين ايبک ،دشها ب الدين نوکر،بيا التمش،دقطب الدين نوکر،د غوريانوپه ميراث په هند کې سلطنت ته ورسېدل .خود التمش له کورنۍ څخه وروسته دغيا ث الدين بلبن کورنۍ واک ته ورسېده اوبيا چې ددې کورنۍ وروستی ټولواک کيقباد مړشو نو دپنجاب والي فېروزخان پرډيلي قبضه وکړه اود جلا ل الدين خلجي لقب يې ځا ن ته غوره کړ. دغه کورنۍ د پشت رود، د با رکزونا وې خلج نومې علا قې ته منسوبه ده ،چې له (687-721)هجري پورې په هند کې د سلطنت واګې په لاس کې وې .روايت کا چې دفېروزخان په دوره کې هم د پښتو ژبې ادب ته پاملرنه شوې ده،د چا به،چې پښتو زده وه هغه سړي به دده په حضور کې قدردرلود.دومره څرګنده شوې ده ،چې فېروزخان به د پښتو قدر کا وه نوردهغه له دورې له ملي شاعرانو څخه نور څه معلومات تراوسه لاس ته نه دي راغلي.

ايډورتوماس په 1871کال کې يوکتاب له لندنه خپور کړی دی. ده په هند کې له 1200زنه تر1566ز پورې دډيلي د سلطنت دوره د پټا نا نو په لاس کې ښودلې ده .دا د پنځو مسلمانانو کورنيوشاهي دوره ده . ..

جويني(علاوالدين،تاريخ جهانکشای يوسلودوه دېرشم مخ) کښلي دي، قراچه اوقونقونوين له سل زره خلکوله پلې اوسوارووسره را ورسېدل،غزنوي خلجيانواوافغا نانوبا ندې داسې نا دودې وکړې،چې ساری چا نه ووليدلی…ځنوته يې اوراچوه اوډول ډول سزاوې  .ورکولې ..

دلته چې د افغان او خلجي دواړونومونه راغلي دي، دا رنګه د تا ريخې فرشته په 45 مخ کې  د سلطان محمود ديوې جګړې دبيان په ترڅ کې را غلي دي ،چې ارسلان جاذب له لس زره ترکي،افغان او خلجي لښکروسره را غی اواته زره کفا ريې ووژل …دلته ګورو،چې خلجي نه ترکان ګڼل شوي اونه هم افغا نان !؟

با برهم په با برنا مه کې (تزک ) د غزني دسهل ختيځ (خلجي افغا نانو) يا دونه کړې ده،چې په څرګنده يې دوئ ا فغانان په ګوته کړي دي…له بلې خوا کله، چې دولت خان لودي پښتون (غلجی = خلجی !؟) د خپل تربورابراهيم لودي د واک د نسکورولو له پا ره با برته بلنه ورکړه، چې هند ته را شي  او په ګډه دلودي ابراهيم سلطنت چپه کړي .بيا يې خپل زوې دلا ورخان کا بل ته واستوه …کله چې با برهند وستان ته راغی نوبيا به يې دا خبره په ځغرده کوله،چې هندوسا ن ګنې زما د نيکه په قواله دی اوما ته په ميراث پا تې دی .

هغه هندوستان چې د لودي ابراهيم نيکه په جرګواوخپلې اوښيارئ ګټلی وو، هغه د شوکت افغان،مرقع افغان اوتا ريخ  دا ودي په قول ، بهلول،چې کله خبرشوچې شرقي سلطان محمود د ده پروړا ندې بريد ته چمتووالی نيسي نوبيا يې يوه جرګه پښتونخوا ته واستوله اوهرې پښې ،قوم اوقبيلې ته خطونه وليکل ،د شوکت افغان په ټينګار په ليکونوکې راغلي ول، چې نورقومونه غواړي پښتا نه له هندوستانه ورکړي ،چې اشاره يې ترډېره بريده خلجي محمود اوشرقي محمود ته وه…نو…هندوستا ن داسې ګټل شوی وو،چې په هغه کې د افغا نيت اوپښتنولۍ خبره ډېره دپام وړ وه .

د با بر يادونه له خپل نيکه نه ښا يي موخه يې تېمور وي. ولې دا بايد له پا مه ونه غورځېږي،چې دهند په نيمه وچه کې ددغې څېړنې له مخې چې دکوموتوکمونويا دونه شوې ده،په دغوقومونوکې يو هم پښتون ټبر دی چې بېلا بېل قومونه ،د دله زاکوپه ګډون،چې له اټک نه را واخله ترټکسلا اوخانپوره پورې ددوهمې هجري پېړې په شا وخوا کې ځا ې په ځاې شوي دي، د پام وړيې ګڼلی شو. د همدغو قومونو په لړ کې يو هم، لودي قوم وو، چې د واک لومړی پېريې همغه د شيخ حميد لودي واک دی،چې د درېيمې اوڅلورمې هجري پېړۍ په مينځ کې قدرت ته رسېږي ،د حکمراني پلا زيې ملتان وو،چې بيا همدغوملتاني لودي واکمنود خپلوويا ړنونښې نښانې موږته په ميراث پرې ايښې دي .د مثال په ډول د دوي دواک په مهال اعلان اللودعي في اخبا راللودي په نوم يوکتاب کښلی دی .،چې کا مران خان سدوزي په خپل کتاب (کليد کا مراني ) کې له هغه څخه اقتباس کړی دی .(وګورئ افغا نان له پا رس نه ترهندوستانه 41مخ ،دادبياتوتاريخ 80مخ ). شيخ رضي په اخبار لودي کې دلودي احمد په وينا ،چې د پښتوژبې شا عرهم وو د سليمان غرونو شاو خوا يې د پښتنو د ويښتيا له پا ره يې تبليغ کا وه . له شيخ حميد لودي وروسته د غوري شها ب الدين په دربا رکې هم د پښتوژبې شا عرانو شتون درلود .يانې سلطان که له يوې خوا د هند په نيمه وچه کې د پا لنپوري مفتي محمد په قول اسلام خپروه،”دهندوستان داسلا مي سلطنت با ني شها ب الدين محمد غوري دی .” وګورئ د هند تا ريخ 46مخ ؛ ،خوله بلې خوا يې په خپل سلتنطي دربارکې پښتانه شا عران سا تل .له دغې يادونې نه موخه داده چې ولې خلجي واکمنو په دربارکې پښتانه شا عران نه ول،  ښايي يو سترلامل يې دا وي، چې دوئ په پښتوژبه نپوهېدل …!؟ داچې د غو ريانو ددربار ژبې پښتواو پارسي وي، نوځکه خوددوئ په در بار کې شيخ تيمن پړېڅ، شيخ اسعد سوري، ملکيارغرشين، ښکارندوې… ښا يي نورډېر دغوريانو له دربارسره په تړاو کې ول. په دغوشا عرانوکې داسې شا عران پېژنو لکه شېخ ملکيارغرشين، چې له سلطان شها ب الد ين غوري سره دهند په سفر کې ملو چې بيا همدغه سلطان په ډيلي کې ځمکه ورکړه،چې په پاې کې هملته ومړاوشيخ ابوبکرطوسي ته څېرمه خاوروته وسپا رل شو .همدارنګه دغزنوي محمود دواک په مهال هم يوشعرترګوتوشوی دی چې يوټا کلی زمان اومکان په ګوته کوي چې تا ريخي ارزښت يې ماته دپام وړ دی :

ترکو نا مردوهسې ودنګل له نا مو ننګه

دا زه پښتون وم، چې ولاړ وم د سلطا ن تر څنګه

توره په لاس په سره اور د عرصا ت و ختم

له بت شکن سره په دژ د سومنا ت وختم  

د سومنات په تړاوداسې انګېرنې هم شته چې کله پښتانه د بوت خونې ته نږدې شول، نوبيا يې پخپلوجنګيالېيوغږ وکړ: تربورانو خپلې لمنې له يوبل سره غوټه کړی،چې د سرخطر دی نه چې له جګړې نه پر شا شئ …

د بهلول د واک په مهال هم د ده په شمول ډېر پښتانه شا عران ول چې موږ بهلول لودي، خليل خان نيازی، شيخ عيسی مشواڼی، شيخ علي سرور لودي، شيخ بستان بړېڅ اوپه لسکونو نوريا دولی شو. ولې د لودي بهلول مخا لف سيال دخلجي محمود په دربا رکې دا سې دکوم نامتوشا عر پته ترموږه نه ده رارسېد لې،چې د پښتو ادبياتوکومه پا ڼه پرې رنګينه شوې وي .(يا ښا يي ما ته معلوما ت نه وي ) که څه هم د  شرقي محمود په پوځ کې ډېرپښتانه جنګيالي په سرکې د بهلول لودي سکنی تربور،چې ديوه سترپوځ قومندان وو، دريا خا ن لود ي د بېلګې په توګه يا دول شو،چې د بهلول پروړاندې جنګېده .

هغه مهال چې لودي بهلول له ډيلي نه د باندې وو، شرقي محمود دډيلي په سلتنطي کلا، چې ما (ليکوال) دغه کلا ليدلې ده، چې دکلا هربا زو يې دوه کيلومتره کېږي،کلا بنده کړه. مستو بي بي په ډېرې زړورتيا له کلا نه داسې دفاع کوله، چې مخا لفينو فکرکا وه ګنې کلا کې پيا وړی ځواک شتون لري، ولې بيا هم مستوبي بي خپل يوه نوکر سا دات ته دکلا کلۍ ورکړې، چې لودي دريا خان ته یې ورکړي. هغه چې ورغی لومړی ورته ووېل،چې محمود شرقي دې څه کېږي ؟ لودي در يا خان ورته ووېل، هېڅ مې نه کېږي، دی مې سلطان دی اوزه يې نوکر يم …هغه بيا ترې وپوښتل، چې بهلول دې څه کېږي ؟ هغه ورته ووېل، هغه مې تربوردی، بهلول هم پښتون لودي دی اوزه هم. د ده خور زما خور او د هغه مېرمن زما وريندارکېږي .سا دات ورته ووېل،يا نې ما نا داچې دهغه عزت ستا عزت دی ؟ هو بېخي همداسې ده…نوچې بيا داسې ده ته د هغه د دښمن قومندان يې، کوم چې نن د بهلول لودي دکورنۍ عزت دهغه په لا س لوټ کېږي…ددغوخبرو په اورېدولو بيا دريا خان خپل لوری واړوه اوپه بده ورځ دهغه دخواښې مستو بي بي په ملاتړ د ټوپک خولې د شرقي محمود لورته کږې کړې .

پا يله او وروستئ خبرې:

د يا دوڅرګند ونوسره سره لا دغلجيانواو خلجيانو ريښې د زمان په تورو خړوکې پټې دي اوددوي رښتنی انځورلا اوس هم تت دی،ولې د ا يوه خبره لکه د لمر غوندې څرګنده ده ،چې غلجيان دافغا نستان يولرغونی ټبر ،چې په لويه پښه پښتانه دي ،نه يوازې په اوسني افغانستان کې د کارنا مو زرين تا ريخ لري، بلکې په سيمه کې هم ددوئ تا ريخي وياړونه  د پا م وړدي ….

په پا ې کې زه په دې ټينګارکوم،چې د څېړنې مخه ډب نه کړو،چې ووايوخلجي غلجي دي اويا په دې ټينګاروکړو،چې خلجي غلجي نه دي …ښه به وي،چې دڅېړنو لمن لا وغوځوو، ترهغې چې ديوې پرمختللې تکنا لوجي پرمټ يوې ګټورې پا ېلې ته ورسېږو .د ساري په توګه ،کوپرنيک د لمريزنظام ،دځمکې دګرځېدو په تور د کليسا ملاله واده کولومنع کړ. يوه ورځ له يوې جلۍ سره په مينه کولوتورن وګڼل شواوبيا له کليسا وشړل شو.

وروسته په ډېرئ بېوځلې ومړاو د کليسا په يوه کونج کې ښخ شو…کله چې څېړونکو د ځمکې د ګرځېدوپه تړاو سپړنې وکړې. په پاې کې د کوپرنيک د نظرياتو او اندونو پخلی وکړ او بيا په دې پريکړه وکړه، چې د ده هديره ومومي. له ډېروهلوځلو وروسته په 2010 کال، په يوه کتاب کې د ده ويښته پيدا کړ او د هغه له مخې 700 کاله وروسته د ده  قبريې وموند او بيايې له سره د ده هډوکي په ډېره دب دبه خاورو ته وسپارل. په همدې هيله

اوس له پا ره همدومره .

One thought on “خلجيان غلجيان نه دي، خو غلجي خلجي شوي دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *