له کومې ورځې څخه چې لویدیزوالو رسنیو د دوه زره او څوارلس اوازه اچولې ده، نو زموږ رسنیو ور څخه قیامت جوړ کړی دی او پرته له دې چې خلک وډار کړي نور څه نلري، کټ مټ مهذبه ترهګري یې بللای شو، ځکه د ډار د خپراوي تر څنګ یې د هېواد پر امنیت او اقتصاد خورا منفي اغېز ښندلی دی.
که څه هم د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د سیاسي ناندرو جګړه تر ډېره پر دړکو او شرایطو ولاړه ده، او دواړه لوري د یو بل په رسوا کولو کې رسنۍ د یو مهمې وسیلې په توګه کاروي او دغې تبلیغاتي جګړې د افغانستان په ټولنیز ثبات او اقتصادي راشه درشه باندې کلک ګوزارونه کړي دي.
د تبلیغاتي توپان له ډاره مو یو شمېر پانګوال لګیا دي له هېواده د پانګو د اېستلو لارې چارې لټوي او ورسره جوخت په هېواد کې د بېکارۍ ګراف مخ په لوړېدو دی، چې په پایله کې امنیتی ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او د غلاو او تښتونو لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.
یوازې په کابل کې چې د هېواد پلازمېنه ده، په رڼا ورځ خلک چور کېږي، نو په لرې ولایتونو کې به څه حال وي؟
په عمومي باور د انسان تښتونو او غلاو لړۍ د امنیتي ارګانونو له سلا مشورو پرته ناشونی کار دی او هغه هم په دومره لوړ ګراف کې چې موږ یې وینو او اورو، ځکه چې تر اوسه د بلا خبرونو په ترڅ کې داسې کوم خبر خپور نه شو چې؛ انسان تښتونکي او یا د غلو ډلې محاکمه شوې او یا یې بانډونه رسوا شوي دي، بلکې ورځ تر بلې غله زړور کېږي او دا جرأتونه دې برید ته ورسېدل چې د کابل ښار په زړه یا شهرنو کې په سپینه ورځ د بانکونو له مخې موټر غلا کېږي او پولیس یې په کیسه کې هم نه دي.
د نړیوال شفافیت ادارې هاغه رپوټ، چې وایي په عدلي او قضایي ارګانونو کې فساد اوج ته رسېدلی دی، کټ مټ رښتیا بریښي، ځکه چې په مرکز کې په سپینه ورځ انسانان ورکېږي، وسایط ورکېږي، ډله ییزې غلاوې تر سره کېږي، لارې شوکول کېږي او غله آزاد ګرځي، پرته له دې چې مسوولین ورسره لاره لري بله مانا نه لري.
په ولایتونو کې د خلکو ژوند د غلو او شوکمارو له لاسه تنګ شوی دی او لویې لارې هم ورځ تر بلې له ډاډه وځي.
د انقلابونو او اوښتونونو څخه راپاتې تجربې ددې حاکي دي، چې کله هم د یوه نظام د زوال ورځ رارسېدلې ده، نو هلته پر نا امنیو سربېره غلاو او شوکماریو وده کړې ده او دا د تېرو رژیمونو څخه راپاتې شوی بدمرغه میراث دی، مګر د لویدیزو رسنیو څخه رالېږدېدونکو تبلیغاتو داځل دا تجربه د تکرار خولې ته ورکړې ده او چارواکي یې په اړه هېڅ تګلاره او پلان نه لري.
تر کومه چې د فساد خبره ده او په افغانستان کې یې رېښې غځېدلي دي، نو یوه بدرنګه بڼه یې داده چې عدلي او قضایی ارګانونه مو د ارتشا او بډو په یو تور بازار اوښتي دي او په حقیقت کې د نا امنیو ټول انواع له همدې کمزورۍ څخه سرچینه اخلي.
که موږ د زندانونو څخه لیدنه وکړو، نو په لسګونو داسې دوسیې شاته اچول شوې چې تورن یې بې ګناه دی او له دې امله چې د رشوت ورکولو لپاره په لاس کې څه نه لري نو څوک یې په کیسه کې هم نه دي او هغوی چې د ورانکاریو او نا امنیو سرکتاري دي د بډو ورکولو له امله ازاد ګرځي.
که ولسمشر او دده کابینه ددې ستونزې په حل کې د خپل ملت تر شا ونه درېږي، نو شونې ده چې خلک له ناچارۍ څخه هماغو لوریو ته مخه کړي چې ژوند یې ورګواښي او په دې توګه به د دولت مخالفین د ولس له ملاتړه برخمن شي، ځکه خلک اړ دي چې د ځان د خوندي کولو په موخه یو څه وکړي.
که موږ یوه ارزونه وکړو چې دولت او طالب کې د خلکو لپاره غوره انتخاب کوم یو دی؛ په مروجو لوبو چې دولت یې له خلکو سره کوي، طالب ښایي غوره وبلل شي، ځکه چې د طالب واکمني د خلکو له یاده نه ده وتلې، چې ارتشا او فساد پکې د اوسني دولت په نسبت کم و او بله داچې پرېکړې یې د عدالت له مخې تطبیقېدې؛ اما اوس موږ وینو چې ټولنیز عدالت د چارواکو د خواهشاتو قرباني شوی او د خلکو په ذهن کې له اوسني حکومت څخه د عدالت تصور درهم برهم شوی دی او دغه چارې ددې باعث شوې چې خلک د ځان د خوندي کولو لپاره له دولته مایوسه او طالب ته لبیک ووايي.
کټ مټ د رحمان بابا ددې شعر په مصداق؛ چې وایي:
ناروا د ضرورت پر وخت روا شي
ما له ډېرې ناچارۍ و یار ته شا کړه
اوس نو که ولسمشر کرزی د سیاسي ناندرو پر ځای د خپل ولس باور تر لاسه نه کړي، ګرانه به شي چې راتلونکې کې د طالب له شره خوندي شي، بلکې که حالات همداسې له غفلت سره دوام وکړي نو هاغه کانه به ورسره تر سره شي چې وایي؛ هم بوره او هم بدنامه. … لهذا ولسمشر کرزی باید د اداري فساد سره د شپږمې ګوتې چال چلند ونه کړي، بلکې د فاسدو افرادو سره د عاطفي چلند پر ځای غوڅ دریځ غوره کړي او برالا په سپینه ورځ د فساد سرچېنې د خلکو پر وړاندې مجازات کړي څو د نورو لپاره عبرت شي او په عمومي باور د خلکو د ملاتړ د کسب کولو لپاره به همدا تر ټولو غوره لاره وي، کنه نو د فساد دوام او د غلاو او داړو لړۍ حالات د بهترۍ پرځای بدترۍ ته بیایي.