زلمی خلیلزاد

تاند، دوشنبه، سنبله ۱۱ مه؛

۱. د کاغذ پر مخ له طالبانو سره توافق ته رسېدلي يوو، خو د ټرمپ موافقې ته منتظر يوو.
۲. په ۱۳۵ ورځو کې به له ۵ نظامي اډو ووځو.

۳. اوربند له موږ سره ونه شو په بين الافغاني مذاکراتو کې به يې سرنوشت معلوم شي.

۴. د ځواکونو د وتو په مهالوېش کې تر اوسه څه نشم ويلای چې په څومره وخت کې به وځو.

۵- ايا امريکا ته د يوه تهديد په صورت کې د امريکا او طالبانو د مشترکو عملياتو امکانات شته؟؟ نه موږ به ترجېح ورکړو چې طالبان پخپله اقدام وکړي.

۶- موافقتنامه کې د اسلامي امارت نوم شته؟؟ هو شته خو دولت په حیث مو نه دی منلی.

۷ـ تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې څوک به زموږ لخوا دا موافقه له طالبانو سره لاسليک کړي.

۸- د طالبانو پر موږ او د افغانستان پر حکومت جګړه وبايلله.

۹- حکومتي چارواکو ته موافقتنامه ښودل شوې، خو متن یې ورسپارل شوی نه دی.

۱۰- د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ ژر پيلېږي، خو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلي چې هيئت وټاکي.

۱۱. د دې چانس نشته او يا ډير کم دی چې ټرمپ به په موافقه کې کوم تغيرات راولي.

۱۲- طالبانو به په ځينو مسائلو يو دم لاس پورې کړ چې بس په دې مسله دغسې توافق وشو، همداسې بايد شي، چې دا موږ ته جالبه وه.

۱۳- زه به ډير په بين الافغاني مذاکراتو کې نه يم ښکېل خو قطر، اندونيزيا، ناروې، ملګري ملتونه او نور علاقمند دي چې منځګړيتوب وکړي.
۱۴- موږ ته يعنې امريکا ته سوله تر ټاکنو مقدمه ده، خو که ټاکنې د سولې خنډ شي نو دا به ښه نه وي.

۱۵- تر ټاکنو مخکې به زموږ موافقه وشي او بين الافغاني مذاکرات به پيل شي.

۱۶- د امريکا لپاره د امارت راګرځېدل د منلو نه دی، خو دا په بين الافغاني ډيالوګ پورې اړه لري، مګر امريکا نه غواړي چې اسلامي امارت بيا جوړ شي.

۱۷- يو وخت مې فکر کاوه چې طالبان د يوه بهرني هيواد تر قوماندې لاندې عسکر دي، خو له نهو مياشتې مذاکرې وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې دا فکر مې سم نه دی ، طالبان تر ډيره وطندوسته خلک دي.

۱۸. له امکانه ليرې نه ده چې طالبان دې په راتلونکې کې د امريکا دوستان وي.

۱۹- د کورنۍ جګړې کوم خطر راته نه ښکاري، ځکه د همدې لپاره موږ مذاکره کوو چې دا خطر دفع کړو او که خدای مه کړه داسې وشوه نو معنا دا چې موږ به ناکامه يو او داسې يوه سوله به مو نه وي کړې چې افغانستان د ثبات خاوند شي.

۲۰- ايا طالبان مدغم کېږي؟؟ نه موږ په دې اړه بحث نه دی کړی خو طالبان له اصلاحاتو وروسته يو منظم امنيتي ځواک د افغانستان لپاره غواړي.

۲۱- ايا د ډيورنډ په هکله بحث شوی؟ د افغانستان خلکو ته اطمنان ورکوم چې په دې اړه کوم بحث نه دی شوی.

۲۲- چين او روسيې هم په مذاکره کې همکاري کړې او د لاسليک غونډې ته به دعوت شي.
#کاپي

One thought on “ خليلزاد طلوع تلویزیون ته څه وویل؟”
  1. زه په هیڅ توګه د سواد او علمیت ادعا نلرم او نه ځانته ددی ادعا کولو اجازه ورکوم خو په ډاګه ویلای سم چی له معدودو کسانو څخه ځان ګڼم کوم چی د طالب او امریکی د ګډی پروژی په ماهیت او څرنګوالی پوهیږم او اوس مهال ددی پروژی د ماهیت د توضیح څخه معذرت غواړم خو فقط دومره وایم چی امریکائیان خصوصاً د جمهوری خواهانو د حاکم ګوند غړی او خواخوږی د نړی پر مخ د ټولو متمدنو ! او مختللی ټولنو له ډلی څخه شمیرل کیږی کوم چی په مذهبی جنون مبتلاء دی ، دوی پوهیږی چی یو مِتافزیکی بدلون را روان دی منتهی اشتباه ئی دا ده چی ددی بدلون په ستر ډګر کی ئی منفی سنګر نیولی دی
    ددی جدّی او حیرانوونکی بدلون مقدمه او لومړی ګام به د مسجد اقصی ویرانول وی
    ولیدل سی چی څه پیښیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *