د ولسمشر دويم مرستيال وايي هند هم په افغانستان کې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي، چې مشري يې افغانان وکړي.
عبدالکريم خليلي چې پرون يې د هند تر درې ورځني سفر وروسته له رسنيو سره خبرې کولې وويل، افغانستان او د سيمې هېوادونه هيله من دي، چې پاکستان په دې پروسه کې جوت نقش ولوبوي.
کريم خليلي هند ته خپل درې ورځنى سفر مهم او له لاسته راوړنو ډک وباله زياته يې کړه چې هندي چارواکو ورسره د افغان امنيتي ځواکونو د پاوړتيا او تجهيز کولو ژمنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ولسمشر کرزى راروانه دوشنبې پاکستان ته سفر وکړي. کارپوهان وايي ښاغلى کرزى به له پاکستان څخه د ځينو طالب بنديانو خوشې کېدل او له پاکستان څخه د سولې په پروسه کې د مرستې غوښتنه وکړي.