عادل –
ليکوالو او فرهنګپالو سيمه کې د مشاعرې جوړېدل يوه اړتيا وبلله او دا يې هلمند کې د ادبي يون د چټکتيا يو بل ګام ياد کړ.
خلچ فرهنګي ټولنه چې له تاسيس يې يوازې څو مياشتې تېرې دي، دا يې لومړۍ پسرلنۍ مشاعره وه چې ګڼ شمېر فرهنګيان او مدني فعالان يې ورغوښتي و.
ياده ټولنه د هلمند په ښېرازه ولسوالۍ ناوه کې ادبي او فرهنګي فعاليتونه کوي، د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې يې پرون جمعه د پسرلنۍ مشاعرې تر نامه لاندې ادبي بنډار جوړ کړی و، چې پکې د هلمند او کندهار ليکوالو، شاعرانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
ليکوال شاعر او د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد مشاعرې ته پېلنۍ وينا وکړه، نوموړی سره له دې چې د خلچ په تاريخ يې خبرې وکړې، ترڅنګ يې د دغه ډول ادبي غونډو جوړېدل د ژبې او فرهنګ د غوړېدا لپاره زېری وباله.
نوموړي د ناوې ولسوالۍ د فرهنګيانو دا هڅه د پام وړ وبلله چې په لږه موده کې يې داسې غونډه جوړه کړې چې د هلمند ترڅنګ د کندهار شاعران هم پکې راټول دي.
په دغه ادبي غونډه کې د خلچ فرهنګي ټولنې مشر عبدالباري مليار، ليکوال او ژباړن اغا محمد قريشي، ليکوال او شاعر عبدالستار ستوري، ليکوال او شاعر حاجي محمد اسماعيل شريعتيار، مشر ليکوال او ژباړن حاجي ملا محمد حنفي په خپل وار خبرې وکړې او د مشاعرو پر ارزښت يې رڼا واچوله.
ورپسې مشاعره پيل شو چې د هلمند مرکز او بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ له ګاونډي ولايت کندهار څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه ګډنوالو ته واورول.
مينه، سوله، ورورلي او دې ورته نور هغه موضوعات و چې د شاعرانو د شعرونو منځپانګه يې جوړوله.
په دې وروستيو کې هلمند کې ادبي هڅې ګړندۍ شوي دي، که څه هم د هلمند په يو شمېر ولسواليو کې ادبي ټولنې شته، خو داسې مالوميږي چې دا يون په چټکتيا روان دی، ادبي ټولنې د ډېرېدو په حال کې دي.