ښارونه په پنځو کتګوریو ووېشل شول

تاند- د افغانستان ولسمشر وايي، د دې لپاره چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې شي ښارونه دې په پنځو کتګوریو ووېشل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه غونډه کې، چې پر ښاري پروژو او پلانونو د غور لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د افغانستان ښاري سیمو دې په لویو ښارونو، له ښار سره په تړلیو ولسوالیو، په لویو لارو پرتو ولسوالیو، د طبیعي سرچینو لرونکي ولسوالیو او سرحدي ولسوالیو ووېشل شي.

په دې غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ښارجوړونې نوی وزیر سید سعادت منصور نادري، د کابل ښاروالۍ مسوولان او د هبیتات موسسې استازي حاضر ول.

ولسمشر غني د کابل ښار د زیاتو ستونزو یادونه وکړه، ویې ویل چې کابل ښاروالي باید ښاریانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو په خاطر له سره منسجمه شي او خلک هم باید له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

ولسمشر وویل چې باید د ښار شنې سیمې زیاتې شي، سړکونه او کوڅې پخې شي، چاپېریال ساتنې ته پام زیات واړول شي، ترانسپورتي سیستم جوړ شي او دولتي ادارې یوې ځانګړې سیمې ته ولېږدول شي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ښاري پلانونو د تطبیق او د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره دې یو کاري ګروپ جوړ شي.

One thought on “خلکو ته د ښو خدماتو په خاطر ښارونه په ۵ کتګوریو ووېشل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *