Mumtaz

لومړی خو باید دا ووایم، چې دلته هر نظام مخکې له دې چې د هغه تیوري وړاندې شي او خلک یې په تعریف او مفهوم وپوهیږي، په عملي بڼه یې د حاکمیت ډګر نیولی او  پلی شوی دی، چې بیا یې وروسته ستونزې زیږولي دي او حتا خبره تر پاڅونونو او انقلابونو پورې رسېدلې ده.

اصلي موضوع ته راځم، په هر څه  او هر ځای کې  هر بین المللي ستندرد یا معیار، یوه الګو ګرځول یا پر خلکو باندې تحمیلول، داسې معنا لري لکه انسان او حیوان چې پر یو اخور وتړل شي.

په دې برخه کې که د هرې ټولنې عقیده او فرهنګ په بیلابیله توګه په پام کې ونه نیول شي، بیا خو نو رښتیا هم داسې معنا ورکوي لکه د حیوان پر ځای چې انسان ته واښه اچول شوي وي.

دا بیخي ښکاره ده، انساني ټولنې په جغرافیوي وېش کې دننه، عقیدوي او کلتوري اختلاف هم سره بېلې کړې دي؛ چې خصوصیات یې په هېڅ ډول نشي سره ګډېدلی. مثلاً ـ کفر په اسلام کې هېڅ وخت نشي ځایېدلی، هندوییزم او مسیحیت بیخي سره لېرې دي او مسیحیت بیا د یهودیت سره په مخالفت کې واقع دی؛ دغه راز اروپايي کلتور د افغاني کلتور نه دومره لېرې دی، لکه زمکه او اسمان، چې هېڅکله نه سره یو شوي دي او نه به هم سره یو شي. بیا نو کوم منطق او عقلانیت دا منلی شي چې پر یوې سیمې یا هیواد پورې محدود معیار یا ستندرد دې پر نورو ټولنو هم تطبیق شي او د هغو خلکو د کړنو لپاره دې یوه الګو وګرځي.

زه تاسو ته یو ښکاره مثال درکوم، زموږ ټولنه یوه مسلمانه او پښتنه ټولنه ده، دلته خلک د شرابو څښل نه یوازې له عقیدوي پلوه حرام بولي، بلکې د ټولنیزو اخلاقو له مخې هم یو سپک او بې کلتوره عمل ګڼل کیږي، چې هم یې مرتکب د مرګ تر ورځې پورې ځان سرټیټی او پړ شمېري او هم ټولنه هغه ته نور هغسې اهمیت نه ورکوي، لکه پخوا یې چې ورکاوه. همداشان دلته په افغاني ټولنه کې د چا خور، لور او ښځې ته په بد نظر کتل، دومره لوی جرم او سپک کار دی، چې د غټې دښمنۍ لامل ګرځي او جبران یې هم خورا سخت او دروند دی؛ حال دا چې په همدغې انساني نړۍ کې داسې ټولنې شته چې نه شراب څښل پکې ګناه بلل کیږي او نه هم د چا خور، لور او یا ښځې ته په بد نظر کتل ننګ او عیب دی.

نو څنګه بیا دا قضاوت د عقل له ترازو نه سالم راوتلی وبولو، چې د یوې بې تفاوته ټولنې قضاوت ته دې په نورو ټولنو کې هم هڅې وشي؟ څنګه کیدی شي چې په یوه ټولنه کې دې یو اصل دومره وزن او قیمت ولري چې د انسان مړینه یې هم نشي پوره کولی، هغه د یو داسې معیار او ستندرد له مخې وتلل شي چې له سره وزن او قیمت نلري؟ دا هېڅ منطق نلري، یا خو د مخالفتونو راپارولو او تاوتریخوالو جوړولو ته په یو ډول نه یو ډول پلمې لټول دي او یا د داسې ارادې نښانې دي چې کیدی شي د یو چا هویت، فرهنګ او ارزښتونه له منځه یوسي یا یې سپک کړي.

د بیان آزادي یادوم، سمه ده چې د دیموکراتیک نظام یو اصل دی، خو دا اصل باید د هرې ټولنې د عقیدې او کلچر سره برابر په پام کې ونیول شي، ځکه چې دیموکراسي د خلکو په خوښه نظام دی او چې کله د دغه نظام یو اصل د خلکو په خلاف رنګ خپلوي، بیا نو طبعاً چې د ټول نظام تعریف تر پوښتنې لاندې راولي.

که چېرې یو سم دم انسان لکه د سپي په شان خلکو ته غاپي، آیا دا هم د بیان آزادي شوه؟ دا سمه ده چې غربي یا نورو ملکونو کې سپي د خاوند یا بل ملګري حیثیت لري، اما دلته تر ټولو بد حیوان همدا سپی دی، چې له انسان څخه باید ډېر لېرې وي.

هر قوم او ملت ته تر هر څه مخکې د هغه خپل عقیدوي او فرهنګي ارزښتونه مهم دي، د هغه خپل فرهنګ او اخلاق چې هویت یې ورباندې ژوندی دی، لمړیتوب او ارزښت لري. کله چې دغو اصلونو او ارزښتونو ته زیان رسیږي او یا ورته سپکاوی کیږي، نو که له هر آدرس څخه وي بیا هغه یو تیری کوونکی آدرس دی او دغه آدرس باید له منځه یووړل شي، ګنې لا نور هم زیانمن تمامېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *