د مارجې ولسوالۍ يو شمېر خلکو د ولسوالۍ په ځايي محکمې تور پورې کړ چې د دوی ځمکه يې د پيسو په بدل بل کس ته ورکړې.
بل پلو د مارجې ولسوال هم د يادو خلکو ستونزه مني او وايي چې ځايي ادارې د محکمې د پرېکړې سره سم ګام اخيستی.
د مارجې ولسوالۍ لوی څلور لارې سيمې ته څېرمه لسګونه خلکو نن هلمند مدني ټولنه کې د ولسوالۍ ځايي اداره په فساد تورنه کړه.
يو شمېر خلکو رسنيو ته وويل، له تېرو شپېتو کلونو راپه دېخوا نږدې شل جرېبه ځمکه چې دوی ورباندې مېشت دي او اسناد يې هم په لاس کې لري، خو ځايي محکمې د پيسو په بدل د دوی ځمکه د بل کس په نامه کړې ده.
خلکو وويل: ((موږ نه پیسې لرو چې محکمې ته يې ورکړو او نه غله يو، دا زموږ اسنادې او قوالې دي، دا خو د اسمان څخه نه دي راغورځېدلي، راسئ پوښتنه وکړئ که دا ځمکه د بل چا وه موږ ته دې دولت شل شل کاله قيد راکړي.))
ورته وخت کې د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد انتخاب ويب پاڼې ته وويل، په دې وروستيو کې د ځمکې پر سر شخړې او د خلکو ترمنځ مخالفتونه ډېر شوي دي.
نوموړی وايي، هلمند کې ځينې دولتي ادارو د څو پيسو په بدل کې د خلکو ترمنځ د ځمکو جتجالونه راپيدا کړي دي، چې هره ورځ لسګونه خلک د دوی دفتر ورځي او د ځايي ادارې څخه ورته د املاکي ستونزو شکايت کوي.
همدرد وويل: ((دلته يو مافيايي کړۍ حاکمه ده، چې د خلکو ځمکې يې خرڅې سوې، د بېچاره خلکو کورونه يې ونړول، هره ورځ هلمند مدني ټولنې ته د مرکز او ولسواليو خلک راځي اکثره يې د ځمکې جنجالونه وي، ټول جنجالونه دولتي چارواکو او زورواکو راپيدا کړي.))
هڅه مو وکړه چې د ځايي محمکې سره ياده موضوع شريکه کړو خو بريالي نه شو، خو د مارجې ولسوال يادو خلکو ستونزه مني او وايي چې ځايي ادارې د محمکې د پرېکړې پر اساس ګام اخيستی.
خلک له دولت، ولايتي شورا او مدني ټولنه غوښتنه کوي چې محمکې د دوی په پر وړاندې ناسمه فيصله کړې بايد له سره پرې غور وشي، ترڅو دوی ته خپل شخصي ملکيت په واک کې ورکول شي.