د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې چا پنځوس جمع يو سلنه راى ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، دويم پړاو ټاکنې هم ترسره شوې، او له لومړنيو ارزونو او راپورونو څخه معلومه شوه، چې ډاکټر اشرف غني له ډاکټر عبدالله څخه مخکې اټکل کېږي، او د ټاکنو ګټونکى دى.
دغه ټکي ته په کتلو سره ډاکټر عبدالله سخت دريځ خپل کړ، د ټاکنو له کميسيون سره يې اړيکې پرې کړې او د پايلو د نه منلو اعلان وکړ.
په لومړي سر کې نارې سورې دا وې چې ټاکنې به ټول منلې وي او هر نوماند به يي پايلې په ورين تندي مني، خو د شمال ټلوالې جګړه مار چې له تيرو ۴۰ کلونو را په ديخوا يي کله هم د ماتې شعور نه دی پيدا کړی کوښښ کوي په هيواد کې يو وار بيا تيرې تجربې تکرار کړي. د هرې روا او ناروا لارې غواړي د ارګ تر څوکیو ځان ورسوي، نو له همدې امله وایې چې : شي او که نه شي دا پټی دې شین شي.
دا ډله کوښښ کوي چې د خپل ټول توان په کارولو او ټولو ممکنه او ناممکنه لارو چارو په کارولو سره د ارګ په انګړ کې خپلې هیلې او اومیدونه پوره او ترلاسه کړي. تیره ورځ یې د کابل ښار په واټونو کې کې مظاهرې وکړې. تر ډیره خلک وایې چې په مظاهرو کې هغه مزدور کارانو برخه اخیستې وه چې د یوې ورځې مزدورۍ لپاره د ښار په بیلابیلو چوکونو کې د څلور پنځه سوو افغانیو د پیدا کولو لپاره په انتظار کې ناست وي.
او همدا شان داسې هم ویل شوي دي چې په دې مظاهرو کې د کابل د (پل سوخته) سیمې پوډریانو برخه اخیستې وه.
د مظاهرو ګډونوالو چې شمیر به یې تقریبا 70ــ80 تنو ته رسیده، ددې تر څنګ چې په ډیرې بې رحمۍ د ډاکټر اشرف غني احمدزي انځورونه په ډبرو ویشتل او څیري کول او همداشان ددې تر څنګ چې د ټاکنو د دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل انځورونو ته یې اور اچولو، د یو شمیر مزدور کارو او هغه موټر چلوونکو د موټرو ښيښې ماتولې چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ پيدا کولو لپاره یې په ځان شپه او ورځ یوه کړې وه.
اوس به ددې خلکو چې په دې ورځ یې د موټرو او دفترونو ښيښې ماتې شویدي تاوان څوک پرې کوي؟
ایا دا تاوان به اوس ډاکټر عبدالله عبدالله پرې کوي که د روند سبز رهبر امرالله صالح؟
ایا ددې خلکو تاوان به اوس استاد محمد محقق پرې کوي او که د عبدالله لومړی مرستیال محمد خان؟
ایا ددې خلکو تاوان به اوس ملي سوداګر محمود کرزی پرې کوي او که په لومړي پړاو کې د ارګ نوماند زلمی رسول؟
دا سمه ده چې د افغانستان په اساسي قانون په شپږ دیرشمه ماده کې دا راغلي دي چې د افغانستان اتباغ حق لري چې د روا او سوله ایزو غوښتنو د تامین لپاره له قانون سره سم بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي خو دا یې نه دي ویلي چې په دې کې دې د خلکو پر شخصي حریم او شخصي شتمنۍ تیری وشي.
که دا مظاهرې په رښتیا هم د خلکو د پاکو رایو د پوښتنې او یا هم د خلکو د پاکو رایو څخه د دفاع په خاطر وي او خپل واک ته رسیدل پکې هدف او مهم ټارګيټ نه وي نو بیا ولې په دې لاریونو کې خپله د کار سړي او د دې مظاهرو اصلي طراح او بنسټګر د اصلاحاتو او هم پالنې ټیم سرکرده غړي موجود نه وي؟
خبره واضیح ده چې دا فقط د خلکو د پاکو احساساتو څخه د خپلو ناولو او شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره جال سازي او د خلکو د سرونو سره لوبې کول دي.
دا چې اوسمهال ډاکټر عبدالله د ټاکنو په خپلواک کمیسیون بې باوري څرګندوي او د باور د پیدا کولو لپاره په یاد کمیسون کې د ملګرو ملتونو یا یوناما داخلیدل ضروري بولي نو دلته خلکو ته بیا دا سوال پيدا کیږي چې :
کله چې د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاکنې او همدارنګه دویم پړاو ټاکنې ترسره کیدلې نو دواړو نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسون سره په لیکلي بڼه تعهد او ژمنه کړي وه چې د دواړو کمیسونو فیصلي ورته د منلو وړ دي او دوی به په کې هیڅ ډول مداخله نه کوي خو اوس چې په دویم دور کې د ټاکنو کمیسون لا قسمي پایلې هم نه دي اعلان کړی، خو د په لاس راغلیو نا تاید شویو پایلو څخه څرګندیږي چې تقریبا 14 سوه زره رایې ډاکټر اشرف غني له داکتر عبدالله مخکې دی نو ولې اوس داکتر عبدالله په ټاکنیزو کمیسونونو بي باوره کیږي او په خپلې کړې ژمنې عمل نه کوي؟
همدارنګه یو شک دا هم دی چې : کله چې داکتر عبدالله د ټاکنیزو کمیسونونو سره خپله کړې ژمنه ماتوي او ترې تیریږي نو څه تضمین وجود لري چې دا به د ملګرو ملتونو یا یوناما سره په کړی ژمنه وفادار پاتې شي او د ټاکنو پایلې چې معلومیږي اشرف غني ګټلي دي، ومني ؟
دا هغه پوښتنه ده چې دې ته به وخت ځواب وايی.