د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد

خبریال: نصیب – د هلمند ولايت د تريخ ناور د سيمې خلک وايي، په روانه جګړه کې دواړو خواوو ولس ته مرګ ژوبلې اړولي دي.

له نږدې درې اوونيو راهيسې په هلمند کې د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد عمليات روان دي او داسي ښکاري چې امنیتي ځواکونه لاسبري دي.

خو د ولسي وګړو مرګ ژوبله او ځمکني ماينونه هغه څه دي چې د امنيتي ځواکونو په خبره د عملياتو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي او د دوی د چټک پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.

که څه هم امنيتي ځواکونه وايي چې له نهایت احتیاطه کار اخلي او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې خو ولسي وګړي وايي چې د عملياتو له پيله تر دې دمه يوازې د تريخ ناور د ټانګانو د ګودر په سيمه کې لسګونه وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

1د دې سيمې خلک هلمند مدني ټولنې ته په شکايت ورغلي وو، دوی وويل که له يوې خوا په سيمه کې د دولت سله والو مخالفانو څخه په تنګ راغلي دي، بل پلو دولت هم د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته چنداني پاملرنه نه کوي.

د تريخ ناور د سيمې خلک وايي، د دوی ۳۳ ملکي وکړي وژل شوي دي او نږدې ۷۵ يې په روانو عملياتو کې د ښکېلو خواوو له لوري ژوبل شوي دي چې په وژل شويو او ټپيانو دواړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دوی وايي: (( دولت زموږ کورونه په توپونو ولي، څو ځل مو ورته وويل زموږ ښځو او ماشومان مو شهيدان کړل دولت راته وايي چې طالبان له سيمې وباسئ، اوس هم زموږ ښځې او ماشومان تر خاورو لاندې دي، طالبان هم ظلم راسره کوي)).

بل پلو د هلمند مدني ټولنې مشر وايي د روانو عملياتو په ترڅ کې د هلمند له شمال او جنوب څخه ګڼ شمېر خلک دوی ته په شکايت راغلي دي چې په عملياتو کې ورته د سر و مال زيانونه اوښتي دي.

سردار محمد همدرد، چې د هلمند مدني ټولنې مشر دی، پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د ولسي وګړو د سر خوندي توب ته جدي پاملرنه وکړي.

همدرد وويل: (( په عملياتو کې اکثره وخت زموږ ملکي وګړي قرباني کيږي، څو وار مو له دولت او د دولت له وسله والو مخالفانو غوښتنه کړې ده چې په جنګ کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله مه اړوئ، بيا هم غوښتنه کوو چې په جګړه کې دې د عامو وګړو ژوند خوندي شي)).

بل پلو د هلمند امنيه قومندان پاسوال نبي جان ملاخيل د خلکو شکايت بې بنسټه بولي او وايي چې د دوی امنيتي ځواکونه په پوره همغږۍ او بېلابېلو تاکتيکونو عمليات پر مخ وړي چې له مخې يې د ولسي وګړو ژوند خوندي وي.

شاوخوا درې اوونۍ کيږي چې په هلمند کې پراخ عمليات روان دي، هره ورځ امنيتي ځواکونه د عملياتو د پرمختګ خبر ورکوي، خو ځينې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي څو ورځې مخکې رسنيو ته ويلي و چې روان عمليات ډېر ټکني دي او د توقع خلاف د امنیتي ځواکونو پرمختګ چټک نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *