ودان روښان  

له یوې خوا په ډېره اسماعیل خان کې د طالبانو په لاس د ادریس وزیر په نوم د حقوقو پوهنځي محصل او له بله پلوه په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي جګړه کې د نقیب الله مسعود په نوم ځوان د وژنو  پېښو پښتانه سخت په غصه کړي.

په دې وروستیو کې په ډېره اسماعیل خان  کې قهرېدلو خلکو د ځایي طالبانو پر ضد لاریون وکړ او د هغوی دفترونو او موټرونو ته یې اور واچاوه.

 دغه قهرجن  لاریون ته د سیمې وزیرو، مسعودو، بېټنو، سلیمانخېلو او د نورو قامونو کسان وروسته له هغه راووتل چې   سیمه ییزو طالبانو د ادریس وزیر په نوم  یو ځوان محصل په ډزو وواژه.

د مصباح الدین نومي په مشري په ډېره اسماعیل خان  کې د طالبانو ډله د پاکستاني طالبانو له لویې ډلې هغه وخت بیله  او جلافعالیت کوي چې د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسعود، د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.    

د ډېره اسماعیل خان اوسیدونکي د مصباح الدین طالبان سرکاري طالبان هم بولي.

د ورکړل شویو رپوټونو په حواله یاده ډله د پاکستان حکومت سره  له روغې جوړې وروسته ښکاره فعالیت کوي او دفترونه یې مالوم دي.   

له دغو طالبانو ځایي خلک پوزې ته رسېدلي نو ځکه خو یې پرضد پاڅون کړی او له سیمې یې پسي اخیستي دي.

ها خوا له څو ورځو اهېسې په اسلام اباد کې  د زرګونو راټولو شویو پښتنو کړېکې پاکستان څه چې جهان  لړزولی دی.

په ښکاره خو دغه خلک  په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي جګړه کې د نقیب الله مسعود په نوم یو ځوان وژنې په غبرګون کې راپورته شوي خو خبره تر دې ډېره لویه ده، ځکه چې نور پښتنو ته د پنجاب دوښمني لکه لمر روښانه شوې او نور چپه خوله نه شي پاتې کېدی. دا د هغه قهرېدلي ولس توپان دی چې د پنجابي ای اس ای له لاسه یې کور په کور د ویر او ماتم ټغر وېړ دی.

ای اس ای د پنجاب د ګټو په خاطر په بیلابیلو پلمو په دې ورستیو کلونو کې نه د پښتانه په ځوان ایله کړې، نه په مشر، نه په کشر، نه په پوه، نه په پانګوال او نه په زده کړو والا، په بیلابیلو پلمو یې ددغه قوم وتلي کسان له منځه وړي او یا یې تري تم کړي نو ځکه خو اوس دغه ولس پاڅون کړی دی.

دغه خوځښت مخامخ د انسان ذهن ته د نولسمې پېړۍ لومړۍ نیمایي کې د انګریزانو په لاس د سید احمد بریلوې خوارج حرکت ټکول راولي چې قهرېدلو پښتنو یې په یوه شپه ټول قاضیان، مفتیان، محتسبان او نور قصابان له تیغه تېر او له شره یې ځانونه خلاص کړل.

کیسه داسې وه چې د سید احمد په نوم یو سړی چې وروسته په سید احمد بریلوې مشهور شو د هند اتراپردیش ایالت د بریلوي نومې سیمې اوسېدونکی و چې د بریتانوي هند په توپچي ځواک کې یې دنده ترسره کوله خو ناڅاپه یې پوځي دنده پءېښوده او د دین په نوم یې تبلیغ پیل کړ. داسړی له لږ څه شهرت وروسته د امیر دوست محمد خان دربار ته راغی او غوښتل یې چې امیر د سکانو مقابلې ته وهڅوي. امیر دوست خان یې په لومړي سر کې ډېر عزت وکړ خو څرنګه چې له یوې خوا ډېر هوښیار او له بله پلوه خپله  په ډېرو کورنیو لانجو کې راګیر او ان خپلو ورونو سره لاس او ګریوان و نو ځکه خو یې سید احمد بریلوې پر دې وپوهاوه چې دلته څه په لاس نه ورځي او له یو څه جیب خرڅ او یو لیک سره یې خپلو پېښوري ورونو(یارمحمد خان او سلطان محمد خان) ته ورولېږه.(۱)

په پېښور کې یارمحمد خان هم  په لومړي سر کې د سید احمد بریلوې عزت وکړ او د ژوندانه ټولې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې. دعغه سړي پېښور ته په رسېدو خپل تبلیغ پیل او ډېر خلک یې پرځان راټول کړل. یار محمد خان وروسته خپلې تېروتنې ته ځیر شو  خو نور کار له کاره تېر و. یار محمد خان اړ شو چې له زوره کار واخلي خو په دې مقابله کې خپله ټپي او وروسته یې سا ورکړه.  له  هغه وروسته یې ورو سلطان محمد خان د دفتنې ختولو ته راودانګل خو سید احمد بریلوې  نور د پټو او ښکاره مرستو په زور ان دومره ځواکمن شوی و چې ان پېښور یې ونیو او خپل امارت یې اعلان کړ. بریلوې په خپل تفسیر شریعت جاري کړ. خو له خلکو سره د ناوړه چلند او د طالبانو په شان شریعت پلي کولو په نوم یې خلک ډېر تنګ کړل او له دوه میاشتنۍ قبضې وروسته اړ شو یا هم ښایي لارښوونه ورته شوې وي چې پېښور بېرته سلطان محمد خان ته پرېږدي خو پر سلطان محمد خان یې ومنله چې د ځینو سیمو کنترول او د مالیو یوه برخه ده (سید احمد بریلوې) ته ورکړي.(۲)  

دغه سړي له هغه وروسته چې پېښور پرېښود او له ښاره بهر سیمې یې تر ولکې لاندې راووستۍ نو تر خپلې واکمنۍ لاندې خلکو ته یې د خپل تفسیر له مخې د شریعت او اسلامي قوانینو په نوم هغه د چا خبره «د سر په کاسه کې اوبه ورکړې»  ان پر هغو مشرانو یې هم رحم ونه کړ او ویې وژل چې په خپل ټول توان یې دده مرسته کړې وه. په پای کې مشران په پټه سره راټول او ددې فتنې او دسیسې شنډولو له پاره یې د رښتینو دیني عالمانو فتوا هم واخیسته. له پرېکړې سره سم یې یوه شپه   د سید احمدبریلوې، قاضیان، مفتیان، محتسبان او نور شرخوښونکي له تیغه تېر او دا فتنه یې د تاریخ کندې ته وغورځوله.  دغه وخت سید احمد بریلوې په بالاکوټ کې و او ددې پېښې خبر اورېدو سخت ولړزاوه او څه موده وروسته له سکانو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.

اوس بیا هغه وخت رارسېدلې چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو و یښ پښتانه د پردیو په لاس دا جوړه شوې فتنه په خپله له منځه یوسي  او داسې ښکاري چې نور خلک هم له خوارجو او شر خوښوونکو او هم د هغوی له ملاتړو په تنګ شوي او هماغه د سید احمد بریلوې په شان د فتنې له ختمولو بله لار نه ده ورته پاتې. د ډېره اسماعیل خان او د اسلام اباد ولسي پاڅونونه یې ښکاره نښې دي، لږ همت په کار دی که خلک فتنه ختمه نه کړي؛ فتنه به دغه قوم تبا کړي!

ضروري یادونه: د پاکستان ستراتېژیک فرهنګ پلي کونکي او د هغوی اجیر مرزایان په جعلي تاریخونو کې د سید احمد بریلوي حرکت ځکه جهاد بولي چې په پېښور کې یې د امیردوست محمد خان د ورونو(یارمحمد خان او سلطان محمد خان) پرضد توره راایستلې وه.

(۱) سیدقاسم رشتیا – افغانستان په نولسمه پېړۍ کې ۴۹ – ۵۰ -۵۱ مخونه .

(۲) سید بهادر شا ظفر کاکاخیل- د پښتنو تاریخ له ۷۶۴ تر ۷۷۰ مخونه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *