د روان کال د اپريل په دريارلسمه نېټه د امريکايي ځواکونو له خوا د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو په پټنځای له اټوم بم څخه دويمه درجه لوی بم چې ( د بمونو مور) هم بلل کېږي، کارونې په نړۍ او کور د ننه غبرګونه راپارولي او هر څوک د خپل ليدلوري له نظره پرې تبصرې کوي.
د دې تبصرو په لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له بي بي سي راډيو سره د يوې مرکې په ترڅ کې د امريکا شوی بريد وغندلو، خو د خپلو خبرو په لړ کې يې يو عجيب او غريب تحليل او تفکيک وړاندې کړ.
د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کرزي وويل چې” طالبان زموږ د سيمې خلک دي، خو داعشيان بهرنيان دي” زه پوه نه شوم چې ښاغلي کرزي دا تفکيک په کوم اساس وکړ، ځکه که د داعش سر لښکر الغدادي وي، نو د طالبانو معنوي پلاران هم مولانا سميع الحق او مولانا فضل الرحمن دي، خو د داعش، طالبانو او اسلامي حزب جنګي ليکې د همدې خاورې په اولادونو ډکې دي.
ښاغلي حامد کرزي ته بايد ور ياده کړو چې که پرون طالب تروريست و، او نن سياسي شوی، او د تروريست ځای داعش نيولی، څه موده وروسته کېدای شي داعشي افکار هم سياسي شي او خپل ځای يوې بلې ډلې ته په بل نوم پرېږدي او زموږ دا ساده ځوانان د جګړو لپاره په خپلو ليکو کې ځای پر ځای کړي، ځکه په دې هېواد کې نه يوازې تر اوسه ځوان نسل ته قناعت ورکونکي مناسبه مفکوره نه ده ورکړل شوې، بلکې د عادي ژوند مناسب چاپيريال هم نه لري، برعکس تل دې هېواد او په نس وږي ولس ته د نورو اډيالوژۍ په افراطي بڼه راوړل شوي دي.
د ۲۰۱۶ کال په لومړيو کې يوه ورځ د پلازمېنې کابل په کابل سټار هوټل کې قاضي صاحب محمد امين وقاد د سولې او جګړې انسيتيتوت له خوا جوړ شوي کنفرانس ته رابلل شوی و.
قاضي صاحب د خبرو له خپل ځانګړي سبک څخه په استفادې وويل:« ځوانانو بايد ډېر تسبيحات ووايو او شکرونه وباسو، چې حکومت د ديوانه او مستانه سره شريک شو، که يوه ته ور پاتې وای، کېدای شي څرمنې را باندې وچې وای، خو ځوانانو ګورئ توبې درنه هېرې نه شي، ځکه هره ورځ داسې ډلې را پيدا کېږي چې انسان يې فکر هم نه شي کولی.
په پخوانيو وختونو کې ملايان ډېر په سياست نه پوهېدل هغه چا به چې سياست کولو، ځينې خبرې به يې خلکو سختې بللې، کله چې ديوبنديان را پيدا شول، نو خلکو به وې چې له دې خو پخواني ملايان ښه وو، ځکه دوی له پخوانيو ملايآنو ډېر سخت دريځه وو، کله چې اخوانيان راپيدا شول بيا خلکو ديوبنديان نرم بلل، کله چې مدوديان را پيدا شول اخوانيان نرم پرې ښکاره شول، کله چې القاعده پيدا شوه بيا مدودويان نرم برېښيدل، کله طالبان پيدا شول القاعده يې نرم مزاجه ښکاره کړه، کله چې داعش راغلو طالبان يې ډېر نرم وښودل، خدای ج دې خير کړي چې له دې وروسته به څه راپيدا کېږي.»
د هرې سياسي تيورۍ لپاره اړينه خبره دا ده چې بايد کټه مټه راکاپي شي، ځکه د يوې سيمې لپاره جوړ شوی سياسي فکر په بله ساحه کې امکان نه لري چې پلی شي، هره ساحه او ټولنه له هغې بلې ساحې بېل شرايط لري، په همدې اساس په کار ده د هرې نوي سياسي مفکورې لپاره د تطيبق ساحې سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، اقتصادي، حتا اقليمي شرايط په نظر کې ونيول شي.
خو افغانان چې څومره لرې جوړه شوې اډيالوژي وي او له څومره لرې نه ورته راغلي وي، په هماغه اندازه ورته خوشاله وي، په اخر کې بيا ترې تر پوزې راشي.
په دې هېواد کې هېڅوک پردی نه شته، خو فکرونه يې پردي دي.
اسلام موږ ته د عدالت، احسان او خپلوۍ امر کوي، د اسلام ستر لارښود موږ ته لار ښوونه کوي چې منځلاري واوسئ، يانې د کمي يا زياتي هڅه مه کوئ، خو موږ د نورو د خوشالولو لپاره د پرديو اډيالوژيو سرتيري له ځانه جوړه وو.
تر هغې چې د پرديو اډيالوژيو متابعت کو همداسې به لوی ګزارونه هم زغمو، خو که چېرې اډيالوژۍ مو د ځان تابع کړې او خپله انرژي مو د خپل فکر لپاره مصرف کړه، بيا به نه يوازې دلته د ترورستانو ځالې نه وي، بلکې ټول ښي اړخي او کيڼ اړخي به په ګډه د « دفاع افغانستان» لپاره اتحاد ايجاد وي.