تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی نن /جمعه/ اسلام اباد ته لاړ او د دغه هیواد له یو شمېر چارواکو سره یې ولیدل.

خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان ته راغی او د ولسمشر غني په شمول یې له بېلابېلو سیتوالو، د ښځو او ځوانانو له استازو سره د افغانستان د سولې پر روانې پروسې خبرې وکړې.

ده په افغانستان کې د ۵ ورځو له تېرولو وروسته په داسې حال کې اسلام اباد ته په یوه ورځ ځنډ سفر وکړ چې د دې سفر په درشل کې یې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان په وړاندې خپله پالیسي بدله کړي کنې د امریکا اړیکې به ورسره ښې نه شي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې له خلیلزاد سره د دغه هیواد د چارواکو خبرې نن د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوې.

په دې خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي.

ده د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.

د پاکستاني رسنیو له راپورونو سره سم، دواړو خواوو پر خپل منځي اړیکو او د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

ښاغلی خلیلزاد به د پاکستان له د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو سره هم جلا جلا وویني.

One thought on “خلیلراد په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې”
  1. عجب است دولت ایالات متحده یک ابر قدرت چرا منطق دیالوگ سیاسی را در مقابل اقای دکتور حمدالله محب مشاور شورای امنیت افغانستان را از دست داده و در مقابل منطق و موارد اعتراض برمذاکرات صلح پشت پرده و مخفی کاریها بین اقای خلیل زاد و رهبران تروریستها ی طالب که تا حال نامهای شان در لست سیاه ملل متحد میباشد عاجز شده و بالآخره به ناچارعصبی میشود ؟
    جواب فقط چند جمله هست :
    دکتورحمد الله محب از نقظه نظر منافع ملی افغانستان جریان مذاکرات مخفیانه و یک طرفه خلیل زاد با رهبران تروریستها بدون موجودیت نماینده حکومت منتخب و مشروع افغانستان تحت تحلیل عالمانه قرار داده است و میخواهد با مسؤلین دولت آمریکا در واشنگتن پیامدهای ها خطرناک ( هم برای افغانستان هم برای آمریکا ) تکروی پالیسی جاری آمریکا و مذاکرات مخفی و یکطرفه شان با رهبرن طالب که تاحال نامهای شان ازلست سیاه ملل متحد محو نشده است تحت بحث و تجدید نظر قرار بدهد . به این دلیل آزادی بیان یک دانشمند ، لیدر ، شخصیت ملی ، مخلص ، آزاد ، با جرآت و متعهد افغان مانند خوشش نیامد .
    بلی ! حقیقت خو دادی چه په دی اخیره 30-40 کلونو کی امریکا دغسی مسلسلی لنډی منډی او عهد شکنی د امریکا حیثیت او قوت ته ډیر زیان اړولی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *