تاند- (دوشنبه – د اسد ۴) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا له طالبانو سره د سولې له هرراز موافقې وروسته هم د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي خلیلزاد د رویټرز خبري اژانس هغه راپور په کلکه رد کړ چې ګنې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته واشنګټن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ پای ته رسوي.
ښاغلی خلیلزاد، چې په قطر کې له طالبانو سره په نهم پړاو خبرو بوخت دی، نن (دوشنبه) په یوه ټویټ کې ولیکل«اجازه راکړئ چې سپینه خبره وکړو: موږ به اوس او له طالبانو سره له هرراز موافقې وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»
خلیلزاد دا خبره په داسې حال کې کړې چې د ځینو راپورونو پر اساس طالبان د سولې له موافقې وروسته جنګ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي وايي، د هغو راپورونو پر اساس چې مسکو ترلاسه کړي دي، حتي که د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې موافقه وهم شي، یو شمېر طالبان به د سولې موافقه ونه مني او جګړې ته به دوام ورکړي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان راتلونکې به په بین الافغاني خبرو کې څرګنده شي.
په پام کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیکه وروسته د ناروې په اوسلو کې بین الافغاني خبرې پیل شي.