تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ بروکسل، پاریس او مسکو ته خپل سفر پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزد به په پاریس او بروکسل کې د ناټو سازمان، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره لیدنې وکړي او د سولې په پروسه کې د چټکتیا راوستلو اړوند بحثونه او مشورې به راټولې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، زلمی خلیلزاد به د چین او مسکو له سیالو چارواکو سره هم وویني او د افغانستان د جګړې په ختمولو کې به ورسره په ګډو ګټو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وروسته د اکتوبر په ۲۵مه نېټه مسکو د روسیې، امریکا، چین او پاکستان د ګډې غونډې کوربه هم ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې به د بن بست په اړه بحثونه په کې وشي.