تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو ادعا رد کړه.

خلیلزاد نن /پنجشنبه/ په یوه ټویټ کې لیکلي«په وروستیو ورځو کې د ځینو طالب مشرانو دا ادعا واورېدل شوه چې موږ له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مهالوېش لرو. نن له دې ادعا شاتګ وشو. په ډاګه دې وي؛ د ځواکونو د ایستلو هیڅ مهالوېش نشته.»

پرون /چهارشنبه/ په مسکو کې د طالبانو د پلاوي مرستیال مولوي سلام حنفي ویلي و چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايی پلاوي ورته ویلي چې امریکا به خپل نیمايي ځواکونه د اپریل تر میاشتې پورې (په دوو میاشتو کې) وباسي.

حنفي دا هم ویلي چې د قطر په خبرو کې امریکا ورته ویلي چې د پاتې ځواکونو د ایستلو مهالوېش به وروسته اعلان کړي.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا سمدستي رد کړه.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې وویل چې متحدو ایالتونو د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان کړې.

ویاند ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه هر راز بدلون له شرایطو سره تړلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي«موږ د ځواکونو د شمېر د احتمالي کمولو لپاره پر مهالوېش سلا نه ده کړې او د خپلو خبرو د نورو جزییاتو په اړه نه غواړو چې خبرې وکړو.»

تر دې وړاندې هم امریکا ویلي و چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د ایستلو پرېکړه له دې سره تړلې چې طالبان له جګړې لاس اخلي او ایا د افغانستان له حکومت سره سوله کوي او که جګړې ته دوام ورکوي.

د قطر د شپږ ورځنیو خبرو په پای کې امریکا او طالبانو وویل چې د ځواکونو د ایستلو او د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو له لوري د نورو هیوادونو پر ضد د کار نه اخیستلو په برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

دوی دغه راز وویل چې په دې برخه کې پر یوه چوکاټ سلا شوي چې د دواړو خواوو کمیسیونونه به پرې کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *