تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: زلمي خلیلزاد، د ډونالډ ټرمپ د رئیس دفتر مرستیالې او د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي او مرکزي اسیا د برخې رئيسې لیزا کورټس نن مازیګر د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ له یو شمېر سیاسیونو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې په حامد کرزي سربېره، یونس قانوني، محمد محقق، سید منصور نادري او ګڼو نورو سیاسي څېرو برخه اخیستې وه، زلمي خلیلزاد ورته د سولې په اړه خپلې څرګندونې وړاندې کړې دي.
د حامد کرزي دفتر تاند ته وايي، په دې لیدنه کې د اوربند اوافغاني مذاکراتو په تړاو مفصلې خبرې هم شوې دي او حامد کرزي، ښاغلي خلیلزاد ته ویلي چې د طالبانو او واشنګټن د سولې د خبرو د بیا پيلیدو هرکلی به وکړي.
دغو سیاستوالو همدا راز له زلمي خلیلزاد څخه غوښتي چې ولسمشر ټرمپ ته دې د دوی لپاره واسطه شي تر څو د سولې خبرې اترې بیا پيل کړي.
ښاغلی زلمی خلیلزاد نن کابل ته رارسېدلی او له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته یې عبدالله عبدالله سره هم کتلي او نورې ګڼې لیدنې به هم ولري.
خلیلزاد هڅه کوي له طالبانو سره د امریکا د سولې مذاکرات بیا له سره پيل شي.
نوموړی تازه په مسکو کې د پاکستان، چین، امریکا او روسیې له څلور اړخیزې غونډې راوزګار شوی دی.