تاند، چهارشنبه، د دلوې ۳۰مه: ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو پر جزئیاتو او د افغان حکومت له لوري د هغه د مدیریت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

ولسمشر د مونیخ له ناستې وروسته د والیانو، امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ، د قول اردوګانو او ولایتونو امنیه قومندانانو او د ولایتي شوراګانو له مشرتابه او غړیو سره د سولې ترسره شوې مشورتي غونډې ګټورې او ارزښتمنې وبللې او ویې ویل، په دې اړه به د مشورو لړۍ دوام ولري.

همداراز خلیلزاد هم د هغو ګامونو په اړه چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته اخېستل کېږي، ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

له دغې کتنې وروسته زلمی خلیلزاد د غني د پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم لیدو ته جوزجان ته تللی.

One thought on “خلیلزاد، ولسمشر غني ته د نسبي اوربند څخه د وروسته اقداماتو په اړه معلومات ورکړل”
  1. موږ هله خلیلزاد او امریکا په دریځ باندی باور لرو او پیدا کولی شو چی پاکستان باندی لکه د ایران په شان بندیز ولګوی یا سیاسی او اقتصادی فشار ورباندی راوړی یا لکه بوش ورته ووایی چی پاکستانه یا له افغان دولت سره لاس یو کړه یا له طالبانو سره

    نو بیا معلومیږی چی پاکستان به یوه لاره نیسی کچیری لدی خبری وروسته پاکستان هر انتخاب کوی نو افغان ولس به یی په وړاندی ورته غبرګون ښی

    نو افغان دولت ته هم پکار ده چی کله پاکستان له طالبانو نظامی او مالی ملاتړ کوی باید نړیوالی ټولنی او امنیت شورا باندی غږ وکړی او همدارنګه نړیواله ټولنه باید پداسی حالاتو کی پاکستان تور لیست ته واچوی چی بیا له هیڅ جنګی ډلی مالی او نظامی ملاتړ ونکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *